د خپلواكۍ په وياړ د روهي ادبي بهير غونډه جوړه شوه

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 8810

دخبریدو نیټه : 2006-08-26

راپور: مختاراحمد انتقام

 

د روهي ادبي بهير ۲۲مه غونډه د روان كال د وږي پر دوهمه جوړه شوه، دا غونډه د خپلواكۍ د ۸۷ يمي كليزي لپاره ځانګړې وه چي د قران كريم د مباركو اياتونو په تلاوت پيل شوه.
د غونډي پرانيستونكې وينا ښاغلي عبدالاحمد محمديار وكړه چي د خپلواكۍ د لمانځلو په اړه وه، ده ووي :
خپلواكي مو ګټلې خو ساتلې مو نه ده، فكرونه مو غلام پاته شوي د يوه او بل په خوله مو خپل ستر ارزښتونه بدنام كړي او شړلي دي، موږ  خپل ارزښتونه د هغوى په ژوند كي نه دي پېژندلي، كله چي هغوى مړه شي بيا يې وپيژنو.
ده زياته كړه ستر امان الله شاه غازي چي موږ ته يې خپلواكي ګټلې ده، له همدې هيواد څخه شړل شوى او د كفر ټاپه پر وهل شوې ده.
ملا او مولوي چي يوه ډېره ستره او محترمه طايفه ده خو د دوى په جامعه كي يو ستر انګرېز موږ ته درېدلى دى پر  امان الله شاه غازي يې د كفر ټاپه وهلې موږ هم ور سره امين كړې، په دې ډول مو خپل ستر ارزښت له لاسه وركړ او نه مو دى پېژندلى، امان الله شاه غازي هغه وخت خلك په څونه اسلامي او افغاني ولوله راټول كړل سره له دې چي مشك ات هم وه خو خپلواكي يې وګټله.
ښاغلي محمديار دا هم وويل: چي موږ پوهه او سياسي شعور نلرو او دغه حالت له همدې سببه دى.
كه موږ د فكر او قلم لاره خپله كړه نو خپلواكي په همدې لاري ګټلاى شو خو په وينو تويولو يې نه شو ګټ اى.
ده زياته كړه: په دې كي شك نشته چي د شهيد د وينو څخه د جنت حوري خالونه وهي خو نن ورځ د شهيد په وينو د هغو خلكو او هيوادونو  ستري ماڼۍ رنګېږي كوم چي دلته لاسوهني كوي.
ده په پاى كي له ټولو ګډونوالو غوښتنه وكړه چي سره يو شي په يوه خوله او يوه زړه شي په ځانو كي دا توان پيداكړي چي يو بل ته مينه وركړي او سره نيژدې ي.
 محمديار وويل دا ورځ به په هر حال كي لمانځو كه غلامان يو يا بل څه، دا ورځ د شهيدانو په وينو ګټل شوې او ډېره درنه ورځ  ده.
ورپسې مشاعره وشوه چي دې ښاغلو په كي  شعرونه واورول:
عبدالرشيد مسئول، عبدالسلام مستانه، اختر محمد دلسوخته، فرشاد رحيمي، نجيب الله هوتكي، سيدحبيب الله روحاني، فضل باري نوزي، ظاهر جان پاڅون، زمريالي زيري، سيد الرحمان خپلواك، واصل حسنيار، محمد اسماعيل، عبدالاحمد محمد يار ، احسان الله ج س، نوراحمد قرانمل،جان محمد صالح، غلام سخي نوريوال، حاجي عبدالحليم خاكسار، قدرت الله ليوال، خير الله ق موال، عبدالله ستوري، ممتاز مظلوم يار، عبدالله مصباح، عطاالله تاج، بشير احمد سالميار، توريالي ترابي استاد مهدي خليق، حبيب الله قلم مل، حيات الله څرك، علي محمد حقمل، حيات الله سهيم، بشير احمد بشارت، عبد ا له شاه، انجنير يوسفي، محمد داود محب، نعمت الله منظور، عبدالقيوم مينه وال، محمد شريف ناكرار، ګل محمد يا انه، شير محمد عزتيار او فضل الدين خوشدل.
تر هغه وروسته د غونډي ميلمه ښاغلي مولوي حاجي محمد اواب خپل اح ساسات په خپل شعر كي وښودل.
ورپسې د غونډي مشر ښاغلي عبدالواسيع هڅيال د خپلواكۍ د ۸۷ يمي كليزي مباركي ټولو افغانانو ته وويل.
ده وويل، موږ بايد يوازي ملي ورځي ونه لمانځو بلكي مذهبي او ديني ورځي هم ولمانځو، ښاغلي هڅيال زياته كړه هغه كسان چي د بهير غونډو ته نه راځي هغوى بايد را وبلل شي او قناعت وركول شي. بايد ملګري يو بل ته نيژدې شي او د بهير ځيني ملګري نور ملګري توهينوي بايد دا كار هيڅ ونه شي.
پاته دي نه وي د خپلواكۍ د ورځي په مناسبت ښه شعر ته جايزه هم ټاكل شوې وه، چي ښاغلي استاد مهدي خليق ته وركړل شوه چي شعر يې خپلواكۍ ته ځانګړى و، لومړى مقام يې خپل كړ.
ښاغلي استاد مهدي خليق له بهيره خوښي وښوده او مننه يې وكړه، ده زياته كړه چي دا بهير يو بريالى بهير دى، بايد ټول را وبلل شي، بايد ملګري حوصله ولري خوابدي نه شي، بهير بايد ټول په غيږ كي ونيسي  او ټول ورته راشي.
د يادوني وړه ده، چي د غونډي جايزه ښاغلي سيد احمد قانع برابره كړې وه د غونډي م ر ښاغلى عبدالواسيع هڅيال او مېلمه يې ښاغلى مولوي حاجي محمد اواب و.
د غونډي وياند ښاغلى حكمت الله سروش او راپور ليكونكى يې مختاراحمد انتقام وو.