په اسلام کي د ملګري حقوق او د ملګرتیا اصول او آداب(د پای څلورمه برخه)

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 8867
قدوسي سلیمانخېل
دخبریدو نیټه : 2006-09-03

(۳۸)   هرانسان په خپل دوست پيژندل كېږ ي

كله چي الله تعالى انسان ته د خير اراده وکړي هغه ته د نيكانو اوصالحو ملګرودانتخاب تو فيق ور نصيب كړي او چي چا ته ئي د خير اراده نه وي كړي هغه ته د اشرارو او بدانو، بيدينو او د هوا او هوس د غلامانو،  د مبتدعينو او دشيطان د پيروانو مينه او ناسته ولاړه ور په نصيب كړي .

عن أبي ه يرة قال قال رسول الله  صلى الله عليه وسلم  المرء على دين خليله فلينظر أحدكم من يخالل .  (مسند الامام أحمد)

له ابوهريره رضي الله تعالى عنه ځخه روايت شوی دي چي رسول الله صلى الله عليه و سلم وفرمايل : نارينه د خپل دوست په عاداتو او اخلاقو باندي وي ستا سو هريو د وګـوري چي د چا سره ئي آشنائي او خپ وي ده .

ملحوظة:   كلمتاالدين والخلق قد يعبر عن واحدة منهما با اخرى كما يقول  عبدالله بن عباس رضي الله تعالى عنهما في تفسير  (وانك لعلى خلق عظيم ) أي على دين عظيم  وكما يقال الناس على دين ملوكهم أي اخلا هم واخذ من الدين كلمة ديدن أي العادة    (التفاسير)

عبد الله بن  عباس رضي الله تعالی عنه ددې آیت کریمه (وانك لعلى خلق عظيم ) په تفسېر کي فرمایې چي ددین له توري ځخه په اخلاقو تعبیر کېږي او کله له اخلاقو ځخه په دین سره تعبیر کېږي له دې تفسېر ځخه دا معلومه شوه چي دین او اخلاق دوه مترادف (یوه معنی لرونکي) توري دي  .

په دې اساس ویلای شو چي د اسلام دین د اخلاقو نوم دی او اخلاق ددین نوم دی  .

شاعروائي

عن المرء لا تسأل وسل عن قرينه  ...............................................   فـكل قـرين بالمقـارن يقـتدى

د سړي پوښتنه مه كوه د ملګري پوښتنه ئي كوه ځكه چي هر څوك د خپل اشنا په قدمونو پلونه ږدي .

 او پښتانه وائي : چي ووسي په خوی به د هغوی شې ، يعني چي له چاسره ستا ناسته ولاړه وه د هغه خويونه به په تاكي هم پيدا كېږي او د هغه کریکټر به خپلوې او كه نشي پيدا هم خلګ به د په هماغه خوي متهم كوي كوم چي ستا په ملګري كي وي .

وصِل الكرام ولو أتوك بجفوة ............................................   فالصفح عنهم بالتجاوُز أصوب

واختر قرينك واصطفيه تفاخراً ..............................................  إن القرين إلى المقارن ينسبُ

له ښو خلګو سره خپلوي پاله كه څه هم كله ځيني خفه شي له ښو خلګـو ځخه درګ ر ډېر ښه كاردی ښه ملګري خوښوه او په خوښولو یې ویاړ اوفخر کوه ځكه چي د يوه ملګري بل ملګـري ته نسبت كېږي .

أعز مكان في الدنى سرج سابح .....................................................................  وخير جليس في الزمان كتاب

عزت من ځای په دنيا كي د آس ځين دی او ښه ملګری په دې وخت كي كتاب دی .

(۳۹)   دناپوهانو له ملګرتيا ځخه ځان ساته

ځكه چي نا پوه سړی ځان ته ګټـه نشي رسولای او غالباً په خپل نقصان  او دځان په تاوان كي ساعي وي  نو بل چا ته به څه ګټه ورسوي او بل به ورځخه د څه خیر تمه وکړي بل دا چي ناپوه انسان  د خير او شر ، د ګټي او تاوان ،  د ښه اوبد تميز نشي كولای  كله خو به ستانيكي او احسان بد ګڼي او بيا چي كله وغواړي د هغه په ګمان تاته خير ورسوي ضرربه درته رسوي او دی به ئي خير بولي  بل دا چي كه ته هرڅـومره پوه ئي د ناپوه په ملګرتيا ته هم ناپوه ښکارېږي ځكه چي لکه څرنګه چي مو مخکي وویل دوست په دوست پـېژندل كېږي .

وعن أنس رضي الله عنه قال قال رسول الله  صلى الله عليه وسلم  مثل الجليس الصالح كمثل صاحب المسك إن لم يصبك منه شيء أصابك من ريحه ومثل الجليس ا سوء كمثل صاحب الكير إن لم يصبك من سواده أصابك من دخانه (أبوداوود و النسائي)

له انس رضي الله تعا ى عنه ځخه روايت دی چي رسول  الله صلى الله عليه وسلم فرمائي : دنيك ملګري مثال د عطر پلورونکي دی كه څه ځيني لاسته نکړې او وایې نخلې خوشبوئي خو به ئي ضروردرشي اود بد ملګري مثال د ټټار او پښ دي كه ئي جامي در توري نكړي دوګی خو به ئي ضرور تا وځوروي . دا مثال د ناپوه ملګري هم دي .

قال أبو ر رضي الله عنه قال رسول الله صلى الله عليه وسلم الوحدة خير من الجليس السوء و الجليس الصالح خير من الوحدة (مسند الشهاب)

ابوذررضي الله تعالىعنه فرمائي :  چي رسول الله صلى الله عليه و سلم فرمائي تنهائي تر نا اهل ملګري ښه ده او نيك ملګري تر تنهائي ښه دی .

علي بن ابي طالب كرم الله وجهه فرمائي :

لا تصحب أخا الجهل  ...................................................................................  وإياك وإياه

فكم من جاهل أردى  ................................................................................ حليما حين خاه

يقاس المرء بالمرء   ................................................................................  إذاماالمرءماشاه

وللشىء من الشىء ..................................................................................  مقاييس وأ باه

وللقلب من القلب  ....................................................................................  دليل حين يلقاه

له ناپوه سړي سره مه ملګري كېږه او ډېرځان لېري ځيني ساته او هم ئي له ځانه لېري ساته ،  له ناپوهانو سره چي غالباً حليم او بردباره سړی وروروالي كړي ده اخير ئي هلاك كړی دی ،   د نارينه معلومات هلته كېږي چي په څنګ كي یې بل نارينه ورسره روان وي ،  د هرشي پاره مقیاس ، پېمانه او ترازو وي  ، او دنسان دپېژندلو ترازو د هغه انډېوال دی ،   زړه په زړ ه آئينه وي كله چي يو له بل سره مخامخ شي .

له ځینو پوهانو ځخه ن ل شوی دی هغوی فرمائي :

العدو العاقل خير من الصديق الجاهل وقد قيل إن العدو العاقل أقل ضررا من الصديق الجاهل فإن الصديق الجاهل يضرك من حيث يقدر أنه ينفعك.  (مفتاح دارالسعادة)

هوښياردښمن تر ناپوه ملګري غوره دی بل دا چي د هوښيار دښمن ضررتر ناپوه ملګـري كم وي ځكه چي ناپوه ملګری پوره كوشش  او اخلاص كوي چي د هغه په اټکل خیر خو په حقیقت کي ښه او پوره ضرر د ته ورسوي دا ځكه چي دهغه دا بشپړ باور وي چي ګټه درته رسوي .

دعربي ادب په كتابونو كي دناپوه انسان د تمثيل لپاره  يوه واقعه ذكرشوي ده چي زه ئي صرف  پښتو ژباړه وړاندي كوم وائي چي يوه سړي يو بيزوګی پاللي وو او بيزوګی په دې خپل مالک ډېرګران وو، په سفر او اقامت کي به دا بېزوګی له ده سره ملګری وو، او له ده سره هم دبيزوګي داسي بي كچه مينه وه چي كله به هم نه  ورځخه بېلېدلو ، د الله تعالی شپې ورځي تېرېدلې يوه ورځ داسړی اړ بېزوګی په سفر روان شولو له زیات مزل ځخه وروسته چي کله ټکنده غرمه شوه د ستوماني او ګرمي له وجهي د يوي وني تر سيوري لاندي دا سړی ويده شو او بيزوګی تر سرْورته کېناست ، خو چي كله داسړی په خواږه  خوب ويده شو په مخ ئي يو مچ كيناستلو بيزوګی له خپل مالک سره د همدردي په اساس هغه مچ دوه درې ځلي وشړلو خو د مچ دا عادت وي چي د يوځاي ځخه ئي ته شړې بيرته په هماغه ځاي  كيني خو مچ باربار د  هغه سړي په مخ كيناستلو بيزوګی ئي بالاّخره په شړلو ستومانه  شولو او غصه ورغله او وئي كتل چي يوه لويه ډبره پرته ده هغه ئي راواخيستله او مچ چي د سړي په پوزه ناست وو هغه ئي پرې وويشتلو ددي په ځاي چي د نازولي بادارخوب ئي خراب  نشي له مچ سره ئي د هغه مخ ور خوړيت كړ ، په وينو كي ئي لت پت كړ او په ابدي خوب ئي ويده كړد ناپوه انسان مينه او همدردي غالبا همداسي وي .

بل دا چي د تجربې له م خي له ناپوه او جاهل انسان سره چي هرڅومره نيكي او احسان وكړې هغه ئي احسان نه بولي كله به وائي ومي غولولو او كله بيا وائي چي راځخه ووېرېدلو اوكله به دا احسان په تا باندي د خپل ځان لازمي حق بولي خو مقصد دادی چي كله هم ددې احساس نه كوي چي ښه د راسره وكړو او مننه در ځخه وکړي اونه به کله هم دا توقع ځيني ساتې خوسرچپه د ځان ته بلا ځيني جوړه كړه او تل به ستا د ايذا او ضرر به سوچ كي لاهو وي دا تجربي مونږ  وكړې او د سر په سترګو مو وليدل .

وذكر ابن عبد البر خمسة أشياء أضيع شيء في الدنيا سراج يوقد في الشمس ومطر وابل في أرض سبخة وامرأة حسناء تزف إلى عنين وطعام يستجاد ثم يقدم إلى  شبعان ومعروف تصنعه عند من لا يشكرك.

ابن عبد البر (رح) چي یو لوی محدث تېرشوی دی او زیات تصنیفونه لري وایې : پنځه شيان په دنيا كي زيات ضائع او پالتودي : په ختلي لمر د څراغ لګول ، په تروه زمكه كي د تيز او ګڼ باران او يدل  ،  بي شهوته سړي او یا نرښځي ته د ښائستې پېغلي واده كول ،  او موړ انسان ته د ښه خوراك اېښودل ،  اوله هغه چاسره اح سان كول چي ستا شكريه نه اداكوي .

شاعر وائي:

إذا أنت أكرمت الكريم ملكته ............................................................  وإن أنت أكرمت اللئيم تمردا

له عاقل او اصيل انسان سره چي ښه وكړې لكه په قيمت چي د واخيستلو اوله ناپوه او له كم اصل انسان سره چي د احسان وكړ ځان ته د بلا ځيني جوړه كړه درباندي مسلط شي .

يو بل شاعر وائي:

سَقام الحرص ليس له فاء   ...................................................................    وداء الجهل ليس له دواء

د حرص د ناروغي كوم علاج نشته او همداراز د ناپوهي د رنځ هم كومه دوا ن ته . 

اوبل شاعر وائي:

لكل داء دواء يستداء به   ...........................................................   الا الحماقة أعيت من يداويها

د هري بيماري لپاره دوا شته چي د هغي بيماري علاج ورباندي وشي له حماقته او ناپوهي ځخه پرته چي دې ناروغي خپل معالجين ستومانه كړي دي .

ومن البَليّةِ عذْلُ من لا يرْعوي ......................................................  عنْ جَهلِهِ وخطابُ من لا يفهمُ

دا يو وی آزمېیښت دی چي هغه څوك ملامت كوې چي له خپلي نا پوهي ځخه نه را ګرځي او يا هغه چاته خبري كوې چي هغه ستا په خب ه نه پوهېږي .

رأيتُ العزَّ في أدب وعقلٍ  ........................................................  وفي الجهل المذلّة والهوانا

ما عزت په اخلاقو او علم كي موندلی دی او په جهالت او ناپوهي كي تل ذلت او سپكاوی وي .

 متنبي وائي:

ومنْ ذا الذي يَدْري بما فيهِ من جهْل ..................................   يرى النّاس ضلالاً وليْس بمهتدِ

ناپوه خو هغه څوك دی چي د خپلي ناپوهي په وجه نه په خپله په لاره برابر وي او نور خلګ هم بې لاري ورته ښکارېږي .          

إذا نطق السفيه فلا تجبه ...........................................................  فخيرٌ من أجابته السكوت

نا پوه سړی چي خبري كوي جواب مه یې وركوه د جواب تر وركولو د پټه خوله بهتره ده . 

پښتانه په داسي ځای کي وائي چي تر جواب ئي نه جواب غوره ده .

امام شافعي رحمه الله تعالى علیه فرم ائي:

قالوا سكت و قد خوصمت قلت لهم .......................................   ان الجواب لباب الشر مفتاح

والصمت عن جاهل أو أحمق شرف  ....................................  وفيه ايِضا لصون العرض اصلاح

ماترى الأسد تخشى وهي صامتة.....................................  والكلب يخسى لعمري وهو نباح

دوی اته وويل چي جګړه درسره كېدله او ته خاموښ ورته ولاړ وې ؟  ما ورته وويل چي له ناپوه سره جواب ويل د شر ددروازې كلي ده ،  دناپوه او احمق په مقابل كي سكوت كول شرف دی او په دې كي د خپل عزت ساتنه ده ، ته نه ګوري چي له زمريگ ځخه هرڅوك وېرېږي او هغه خاموش وي او سپي چي تل غپېږي تل په ډب و ويستل كېږي .

يصيب وما يدري ويخطى وما درى ....................................  وكيف يكون الجهل إلا كذالكا

كله بې پامه سم كاروكړي او كله بيا بي پامه غلط كار وكړى دی پرې خب نه وي ناپوهي خو همدغسي وي .

(۴۰)   دمسلمان ورور لپاره د عذر تلا

دملګرتيا او اسلامي ورووالي له حقوقو ځخه يو داهم دی چي مسلمان د خپل مسلمان ورور عيبونو ته ښه جامه ور اغوندي او كله چي له هغه ځخه ګيله من شي او يا له  هغه ځخه دده خفګـان اسباب و ته پيداشي نو معذورد ئي ګڼي .

عبدالله بن محمد بن منازل (رح) وائي:

المؤمن يطلب معاذير إخوانه والمنافق يطلب عثرات إخوانه. (شعب الايمان)

مومن د خپلو مسلمانانو وروڼـو لپاره د عذر تلاش كوي اومنافق د وروڼو د عيبونو تلاش كوي .  

حمدون  قصار(رح) وائي:

إذا زل أخ من إخوانكم فاطلبوا له سبعين عذرا فإن لم تقبله قلوبكم فاعلموا أن المعيب أنفسكم حيث ظهر لمسلم سبعون عذرا فلم تقبله. .(شعب الايمان)

كه ستاسو د يوورور ځخه څه خطا وشي نو تاسي اويا(70) عذرونه ورته تلاش كوي  او كه ستاسي زړونودا عذرونه نه منل نو پوه شۍ چي نقصان  دتاسي په خپلو ځانونوكي دي چي د مسلمان اويا عذره ورته ښكاره شول او بيا ئي هم نه مني . 

شاعر وائي:

أحبّ الفتى ينفي ا فواحش سمعه  .........................................................ږ  كأنَّ به عن كل فاحشةٍ وقراً

سليم دواعي الصبر لا باسطا أذي.....................................................   ولا مانعاً خيراً ولا قائلا هجرا

اذا ما أتتْ من صاحب لك ز ة..............................................................   فكن أنت محتالا لزلّته عذرا

زما هغه ځوان  خوښ دی چي له هري بدي خبري ځخه ئي غوږونه كاڼه وي ، زړه ئي روغ وي ، دصبر خاوندوي، ضرر ئي چاته نه رسېږي ، په هرچا ئي خير لورېږي اوله چا سره اوږد خفګان نه ساتي نو چي كله هم ستا له يوه ملكګري ځخه خطائي وشوه د عذر يوه حيله ورتــه جوړوه .

بل شاعر وائي:

فدعه ولا تحزن بلومك فعله.......................................................................... لعلّ له عذراً وأنتَ تلوم

پرېږده ئي او مه خفه كېږه او مه ئي ملامت كوه كيدای شي هغه يو عذر لري او ته ورباندي خبر نه ئي او په ناخبري ئي ملامتــوې  .

لو كنتً تعلم ما أقول عذرتني   .........................................................  أو كنتُ أعلم ما تقول عذلتكا

لكن جهلتَ مقالتي فعذلتني  ..........................................................   وعلمتُ أنك جاهل فعذرتكا

كه تاته هغه څه معلوم وای چي زه ئي وايم  زه به د معذورګڼلی وای او كه ماته معلوم وای چي ته څه وائي ګـرم كړی به مي وای ،  ليكن زما په خبره پوه نه شوي ځكه د ملامت كړم او زه په دي پوه شوم چي ته نا پوه ئي نو ځكه مي معذور وګڼلې .

يو بل شاعر وائي:

سامح صديقك إن زلَّت به قدمٌ  ...........................................................  فليس يسلم إنسانٌ من الزّللِ

كه ستا د ملګري پښه وښوهېږي  بښنه ورتـه كوه  ځكه چي  يو انسان هم له ګناهونوځخه پاك نه دی .

همداراز په خپل مسلمان ورور له بدګماني ځخه ځان ساته او  چي تر څو يقيني شواهد او اسناد موجود شوي نه وي په یواځي شك په هغه مه بدګم انه كېږه او بد ګمانيگ د بداخلاقي نښه ده .

متنبي وائي :

إذا ساءَ فعلُ المرءِ ساءَتْ ظنونُه .............................................................   وصدّقَ ما يعتَاده منْ توهّم ِ

چي كله هم د یوچا خوي بد شي ګمانونه ئي هم بدشي او د هر توهم او وسواس تصديق كول ئي عادت جوړ ي.

(۴۱)     که ستا مسلمان ورور عذر وړاندي کوي هغه م نه

اوبل د ملګرتيا له حقوقو ځخه يو داهم دي چي د ملګرو په مېنځ کي ضرورګیلې راځي کله یو خفه شي او کله بل خوكه ستا مسلمان ورور د تا د خوشاله کولو په خاطرعذر درته وړاندي كړي خواه كه هغه په دي عذر كي رېښتونی  وي اوكه درواغجن وي كه په حق وي او كه په ناحق ته به ئي منې ځكه چي رسول الله صلى الله ع يه وسلم فرمائي:

عن جابر رضي الله عنه قال قال رسول الله صلى الله عليه وسلم من اعتذر إليه خوه المسلم فلم يقبل عذره جاء يوم القيامة وعليه مثل ما على صاحب مكس يعني العشار (المطالب العالية)

له جابر رضي الله تعالى عنه ځخه روايت دی چي رسول الله صلى الله عليه و سلم وفرمايل : چاته چي د هغه مسلمان ورور معذرت وړاندي كړ او قبول ئي نه كړیعني د هغه عذر یې ونه منلو د قيامت په ورځ به راشي او دومره ګناه به ئي وي لكه د هغه چا چي له دكاندارانوځخه  ناحق ماليت او بته وصول كوي (چي هغه هم ددكاندار عذر او مجبوریت نه مني)(الترجمة من المرقاة)

.او په بل حديث شريف كي راځي چي بته خور به جنت نه ننوزي .

عن ابن عباس قال قال رسول الله صلى الله عليه وسلم: ألا نبئكم بشراركم قالوا بلى إن شئت يا رسول الله قال إن شراركم الذي ينزل وحده ويجلد عبده ويمنع رفده (أي عطاءه) ألا أنبئكم بشر من ذلك قالوا بلى إن شئت يا رسول الله قال من يبغض الناس ويبغضونه قال أفلا أنبئكم بشر من ذلك قالوا بلى إن شئت يا رسول الله قال الذين لا يقيلون عثرة ولا يقبلون معذرة ولا يغفرون ذنباً قال أفلا أنبئكم بشر من ذلك قالوا بلى يا رسول الله قال من لا يرجى خيره ولا يؤمن شره (الطبراني وغيره)

له ابن عباس رضي الله تعالى عنهما ځخه روايت دی چي رسول الله صلى الله عليه و سلم وفرمايل : آيا زه تاسو ته بدترين د خ ګو درْوښيم ؟ صحابه ْوو ْوويل هو يارسول الله كه ستا خوښه وي رسول الله صلى الله عليه و سلم ْوفرمايل :په خلګو كي ډير بد هغه څوك دی چي يواځي راځي(یعني ملګری نلري)  او خپل غلام یا مزدور او چپړاسي وهي او خپله وركړه او صله رحمي قطع كوي  بيا رسول الله صلى الله عليه و سلم وفرمايل چي له دې ځخه هم بدترين د خلګو دروښیم؟  صحابه وو وويل هو يارسول الله؛ كه ستا خوښه وي رسول الله صلى الله عليه و سلم وفرمايل : هغه څوك چي دده خلګ بد اېسي او د خلګو دی بد اېسي، بيا رسول الله صلى ا له عليه و سلم ْوفرمايل : چي له دې ځخه هم بدترين د خلګو دروښیم؟  صحابه وو وويل هو يا سول الله كه ستا خوښه وي  رسول الله صلى الله عليه و سلم وفرمايل : هغه څوك چي نه خطا بښي او نه عذر قبلوي او نه ګناه معاف كوي بيا رسول الله صلى الله عليه و سلم وفرمايل : چي له دې ځخه هم بدترين د خلګو دروښیم؟  صحابه ْوو ْوويل هو يارسول الله كه ستا خوښه وي رسول الله صلى الله ع يه و سلم وفرمايل : هغه څوك چي نه د خير تمه ورته كېږي او نه ئي له شر ځخه ځان ساتل كېږي .

عن أبي ه يرة رضي الله عنه قال قال رسول الله صلى الله عليه وسلم: عفوا عن نساء الناس تعف نساؤكم وبروا آبائكم تبركم بناؤكم ومن أتاه أخوه متنصلا فليقبل ذلك منه محقا كان أو مبطلا فإن لم يفعل لم يرد على الحوض (الحاكم)

له ابوهريره رضي الله تعالى عنه ځخه روايت دی چي رسول الله صلى الله عليه وسلم وفرمايل : تاسي د خ ګـو له مېرمنوځخه پاك لمني شۍ ستاسو ښځـي به پاك لمني شي له خپلو پلرونو سره ښه سلوك او احسان كوۍ ستاسو زامن به له تاسو سره ښه سلوك او احسان كوي او چاته چي د هغه وروردهغه د خوشاله كولو لپاره راغی او عذرئي ووتيلو  د هغه عذر د ومني كه په حق وي او كه په ناحق او كه ئي ونه منلو د حوض كوثر اوبه به ونه څ ښي .

شاعر وائي:

اقبل معاذير من يأتيك معتذر.............................................................   إن بر عندك فيما قال أو فجرا

فقد أطاعك من أرضاك ظاهره .....................................................   وقد أجلك من يعصيك مستترا

د هغه چا عذر ومنه چي عذر درته راوړي كه هغه ستا په غياب كي ښه وئيلي وي او كه بد خو څوك چي تا مخامخ خوشاله كوي ستا فرمانبرداري ئي كړي ده چي په غياب كي د نافرماني كوي هغه ئي هم ستا احترام كړی دی .

يوبل شاعروائي :

قيل لي قد أساء لك فلان ................................................................  وم ام الفتى على الذل عار

قلت قد جاءنا فأحدث عذرا .......................................................................  ديـة الـذنـب الإعتـذار

چاراته وويل چي فلاني بد درسره كړي دي او ځوان چي سپكي ته سر ټیټ كړي  دا پـيغور دی ما ورته وويل: راغی او عذر یې وړاندي كړ اوعذرويل د ګناه ديت او فديه ده .