د هلمند بې امنۍ او د هغو لاملونه (ليكنه طارق نورزى)

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 9015

دخبریدو نیټه : 2006-09-10

ليكوال : طارق نورزى/هلمند
هلم ند په دې ورستيو كې د ډېرو بدامنيو شاهد دى، شايد د دې خبري يو ثبوت داوي چې په دې ورستيو كې د دغه ولايت نيژدې د ټولو ولسواليو واك ظاهراً د وسله والو طالبانو لاس ته لوېدلى او د دغه ولايت ډيري سيمي او ولسوالۍپه جنګ جګړو وراني شوي او خلك يې ځيني مركز لښكرګاه او ځيني يې و هغو ولسواليو ته كډوال شوې چې وضعه يې نسبتاً نورو سيمو ته ښه وي.
رښتيا په دغه ولايت كې د جګړو لامل څه دى؟ داهغه پوښتنه ده چې له ډېرو خلكو سره يې ځواب نشته خو ځيني خلك يې ستر لاملونه اداري فساد، پر څوكيو د نا اهلو كسانو ګمارل، د نشيي توكو كښت او د كوكنارو قاچاق وړونكي بولي.
كه د خلكو دغه انديښنې سړى په دقيق ډول سره مطالعه كړې نو شايد ټوله سمي اوسي.

لومړى اداري فساد:
تر دامهاله چې ما ليكوال كومه سروې كړې نيژدې د دغه ولايت په ټولو ادارو او رياستونو كې داسي كسانو ته دندي سپارل وې دي چې له خپلو شخصي گټو پرته نور هيڅ نه پېژني او يوازي يې د خپل جيب لاره بلده كړې.
نژدې په ټولو ادارو كې ر وت په ښكاره ډول اخيستل كيږي اوكوم كسان چې له رشوت وركولو څخه ډډه كوي په پنځه كاله يې هم كار نه اجراء كيږ ي.
د مثال په ډول هره ورځ د هلمند ولايت په مقام كې اداري، نظامي او د خپل سرو ځمكو د غاصيبينو كميسون ، او هم داډول پنځه نور كميسونونه غونډي كوي، مګر په داپنځه كاله د هيچا هيڅ درد هم نه دي په دواء شوى.
ځيني خلك د ه مند پر لوړو چارواكو هم نيوكه كوې چې ګواكي بې رشوته هيڅ كار نه كوي، نو د دې څخه داسي ښكاري چې تر ډېره بريده دغه ولايت له اداري فساد څخه خراب دى.

دوهم:  د كار نا اهله كسان:
لومړى د هلمند ولايت والي ښاغلي انجنير محمد داود يو له هغه كسانو څخه دى چې يوازي د خپل ځان ساتنه كوې او ملت ته هيڅ پاملرنه نه كوي، دغه چا واكي نيژدې پنځه سوه پوليس يوازي پرخپل ځان راټول كړې چې د ده د كور، د ولايتي ودانۍ ساتنه وكړي. كله چي نوموړى ه كوره راوزي سل تنه پوليسو يوازي د ده امنيت نيولى وي.
كله چې سهار پر اته نيمي بجې له كوره راوزي نو د ده د كور پر سړك يې تر يوه ساعته پوري ميږى نه سي تيريدلاى او سړك ټوله بند وي.
كله چې سړى دغه كارونه ويني نو همي ه له دې پوښتنو سره مخ كيږي، چې دا والي صاحب دومره كم زړه دى نو بيا ولايت ولي كوي، داچي دى له خپله كور ه د س ګونو پوليسو په منځ كې راوزي دابه دى ويوې ولسوالۍ ته څنګه ځي. او كه دومره وېره نه لري نو شايد د هلمند خلكو ته به خپل ځان د يوه جمهورئيس په ډول ورپېژني ځكه چې فكر نه كوم چې رئيس جمهور به دومره ساتونكى لري لكه يوازي چې د هلمند والي پر ځان راټول كړي دي .
اوس دي خلك فكر وكړي چې يو داسي شخص چې يوازي د خپل ځان امنيت ورته مهم وي او په نور و خلكو چې هرڅه كيږي پروا يې نه كوي اهل كار سړى بولي.

دريم نشيي توكي
د نشيي توكو مخنيوى ولي ناشونى شوى دي؟ ايا دولت واك نه لري؟ كه يې لري ولي يې مخ نسي نيولاى؟
د دې ټولو پوښتنو ځواب يو دى.
تيركال په هلمند ولايت كې تر ټولو كلونو زيات تارياك كرل شوي وه ځكه چې بزګرانو خپله په سلو كې نوي ځمكه ټوله په كوكنا و كرلې وه كله چې د كوكنارو د حاصل وخت را ورسيدى د هلمند چارواكو د دغه ولايت په ځينو ولسواليو كې د كوكنارو د له منځه وړلو په نوم يو كمپاين پيل كړ.
كله چې د كمپاين مسئولين ولسواليو ته ورسيدل نو له بزګرانو څخه يې د هر جريب په سر پنځه زره افغانۍ غوښتې كه به چا نه ور كولې د هغه دا يې ماتول او كه به چا وركړې د هغه دا يې پريښودل.
په دې كار د هلمند والي انجنير محمد داود هم خبر وو او شايد د كابل چارواكي هم په خبر وه. چې د هلمند چارواكي د كوكنارو پر سر له خلكو څخه پيسې اخلي.
دغه پيسې چې ميليونونه افغانۍ كيږي ټولي شخصي جيبونو ته ولويدې او كوكنار پر خپل ځاى پاته شول چې سږ كال د يوه راپور له مخي تر ټولو زيات نشيي توكي له دغه ولايت څخه توليد شوي دي. اوس دي خلك قضاوت وكړي په دغه ډول د نشيي توكو مخنيوى شونتيا لري؟

څلورم دكوكنارو قاچاق وړونكي
د هلمند په بد امنيو كې د چارواكو په وينا تر ډېره بريده د كوكنارو قاچاق وړونكي لاس لري داهغه پوښتنه ده چې همي ه يې د دغه ولايت چارواكي يادوي. په رښتيا قاچاق وړونكي څوك دي؟ ايا د خارج څخه راغلي كسان دي او كه افغانان دي .....؟
زما د معلوماتو پر بنسټ د هلمند په قاچاق وړونكو كې په سل فيصده كې نيژدې اتيا فيصده د هلمند چارواكي لاس لري، د ځينو خلكو په وينا هره شپه په ټنونو تارياك په دولتي موټرو كې بارېږي اوسربېره پوليس ورباندي ناست وي، د هلمند له ولسواليو څخه مخامخ د ايران پولې ته رسول كېږي.
باالاخره د دې ټولو ستونزو د حل لاره څه ده؟
كه چي ي افغان دولت غواړي چې نور د دغه ولايت خلك له دغه ناوړه ستونزو څخه خلاص كړې لومړى دي د دغه ولايت پرڅوكيو داسي كسان په كار وګماري چي د خلكو درد په دواء شي او مسئول چارواكي يې داسي كسان وې چي د خلكو په منځ كې محبوبيت ولري، او كه ښاغلى ولسمشر كرزى پر دغو بې ګناه هلمندوالو زړه نه سوځي، د انګرېزانو په بې رحمانه بمبار يويې وژني او داسي پلورل شوې كسان يې پرسر مشران ټاكي چې يوازي خپل ځان پيژني دابه د دې مانا ولري چې د نورو خود غرضو كسانو په څېر ښاغلي جمهور رئيس هم غواړي چې سپېڅلي افغانان د پرديو په لاسونو ووژني.