د لوى كندهار دكلتوري حوزې د ولسي استازو او . . . . .

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 9072

دخبریدو نیټه : 0000-00-00

                                ;   د لوى كندهار د كلتوري حوزې د ولسي استازو او فرهنګيانو اعلاميه!

په دې وروستيو څو مياشتو كي د كندهار ولايت د پنجوايي او ژړۍ ولسوالي په شاوخوا سيمو كي د نړيوالي ټلوالي په ملاتړ د افغان پوځ او مخالفينو ترمنځ خونړۍ جګړې رامنځته شوې چي په ترڅ كي يې په سلګونو بېګناه كسانو خپل خوږ ژوند له لاسه وركړ، په سلګونو كسان زخميان او زرګونه بې كوره شوي دي او يو لوى بشري ناورين رامنځته شوى دى.
دا په داسي حال كي ده چي له دغي جګړې څ خه مخكي قومي مشرانو او ولسي استازو ډېري چيغي ووهلې چي د دوى په سيمو كي د دولت او مخالفانو تحركات روان دي، د دوى له كورونو څخه د سنګر او له وګړو څخه د سپر كار اخلي، خو له بده مرغه حكومت سر په ونه ګرځاوه، او هغوى يې يو څو تنه بېواكه ترهګر وبلل چي ګواكي د دولت پر وړاندي هيڅ هم نه شي كولاى، خو وروسته دا تحركات دومره ځواكمن ول چي د دولت او نړيوالي ټلوالي وار پار يې خطا كړ او دولت خلګو ته له پنجوايي ولسوالۍ او شاوخوا سيمو څخه د ژر وتلو امر وكړ. او دا داسي امر وو چي عملي كول يې له منطق څخه ليري خبره وه. دا ځكه چي له يوې خوا په دومره لنډ م هال كي د زرګونو كورنيو د لېږد لپاره د دولت له خوا هيڅ ډول امكانات نه وو برابر شوي، د زرګونو كورنيو وتلو ز ګونه موټران او اقتصادي توان غوښت. دغه ټرانسپورټېشن او اقتصادي اسانتياوي نه يوازي دا چي د دولت له خوا ب ابري شوي نه وې، بلكي د دوى د وتلو پر مهال تر اور لاندي نيول كېدل. بله دا چي له اطرافو څخه د كډو لېږد په عادي حالت كي هم ستونزمنه ده، ځكه چي لاري وراني، د ټرانسپورټ اسانتياوي لږ او د خلكو اقتصاد د جګړو، وچكاليو او طبعي آفتونو له امله فلج شوى دى. ځكه خو ډېرو كورنيو و نشواى كړاى چي د جګړې له بټۍ څخه ووزي او د ړندو بمباريو ومه شول.
په هرځل بمبار كي غونډي كورنۍ تر خاورو لاندي شوې، چي نه يې مړى ښخ كړاى شو او نه يې ټپي تر درملني و سول شو.
له بله پلوه هغوى چي له سيمي څخه ووتل نو د استوګني لپاره يې هيڅ يو پنډغالى نه وو په نښه شوى او پر سپېرو دښتونو وږي تږي پاته شول چي د فريادونو انګازې يې د هيچا تر غوږونو و نه رسېدې.
د جګړې دواړي غاړي تل له جنګي مقرراتو څخه په غاړه غړولو تورن وي، په جګړه كي د ملكي وګړو د ملاتړ په اړه د ژنيو نړيوال تړون منل نه يوازي هغه هيوادونو ته چي دغه تړون يې لاسليك كړى وي ضرور دى، بلكي هغه غاړي يې هم پر پلي كولو مكلفي دي چي په سميت يې نه پېژني.
د دغه تړون په درېيمه ماده كي داسي راغلي دي:
((هغه څوك چي جګړه يې نه ده كړې او يا هغه وسله وال چي وسله يې پر ځمكه ايښې ده او يا هم هغه څوك چي د ناروغۍ، ټپ، بند او د بل هر لامل له مخي جګړه نه شي كولاى په هر ډول شرايطو كي، د توكميزو، مذهبي، عقيدوي، جنسي، اصل او نسب، شتمنې او نورو ورته ضوابطو له امله له كركي پرته بايد ورسره انساني چلند وشي.  او په لاندي چلند مكلف دي:
الف: هغوى ته جسمي او رواني زيان نه رسول، په تېره بيا وژل (په هر ډول چي وي)، د بدن د غړو پرېكول، بېرحمانه چلند، شكنجه او عذاب وركول منع دي.
ب: يرغمل نه نيول.
ج: انساني كرامت يې بايد تر پښو لاندي نه كړي، او په تېره بيا له تحقيره ډك چلند ورسره ونكړي.
د: بېله هغي محاكمې چي په رسميت پېژندل شوې وي، او تضمين ولري، نه محاكمه كول، همدارنګه د مدني قوانينو مراعتول، د وګړو نه حبس او نه اعدامول.
ه: ټپيان او ناروغان راټولول، او د هغوى درملنه كول.
له بده مرغه چي د جګړې د دواړو غاړو په اړه داسي اسناد شته چي پورته مقررات يې تر پښو لاندي كړي دي.
هلته له يوې خوا د دولت مخالفان، ه عامو وګړو څخه د سپر، او له كورو يې د سنګر كار اخلي، او په وړاندي يې د ټلوالي ځواكونه د بې بنسټه مالوماتو ه مخي په پټو سترګو درنې وسلې كاروي، چي په ترڅ كي يې د يوه لوى بشري ناورين لويه غميزه رامنځته شوې ده.
د دغه وى بشري ناورين په وړاندي افغان حكومت، پارلمان او د كندهار ولايتي شورا فوق العاده زياته بې غوري او بې كفايتي ښوولې او هم ملګري ملتو او نړيوالو بشري ټولنو كوم جدي غبرګون نه دى ښوولى. او دوى ټول د دغه لوى بشري ناورين په مخنيوي كي پاته راغلي دي.
د پنجوايي او ژړۍ ولسوالۍ د خونړيو پيښو سره په څنګ كي د افغانستان په ټو ه سهيل لوېديځه سيمه كي تل ورته پيښي رامنځته كېږي، همدا اوس هم په هلمند او فراه ولايتونو كي د دغه ډول بې هدفه جګړو اورونه بل دي او د زيان درانه پيټي ته يې عام ولس اوږې وركړي دي.
موږ په افغانستان كي د لوى كندهار د ك توري حوزې، ټول فرهنګيان او د ولس استازي پر افغان دولت او د هغوى پر مخالفانو ږغ كوو، چي نور نو د دغه ډول بشري ناورينونو لامل و نه ګرځي.
د دولت مخالفان بايد له عامو وګړو څخه د سپر او له كورو يې د سنګر كار وا نه خلي، له بنديانو او ټپيانو سره اسلامي او انساني چلند وكړي، نه دا چي پرته له محاكمې يې حلال او پر ونو راوځړوي.
دولت هم بايد د پوځي عملياتو پر مهال له ډېر پام څخه كار واخلي، ډېري تباه كوونكي وسلې و نه كاروي، او د دغه ډول پيښو پر مهال بايد له جنګ ځپلو سره پر وخت لازمي مرستي وكړي، او د ړندو مالوماتو پر بنسټ پر عامو وګړو بمبارۍ و نكړي، لكه د پنجوايي په علمياتو كي چي بشپړي كورنۍ تباه شوې او د هغوى د ساتني او امن لپاره يو ګام هم پورته نه شو. چي دلته هم د جګړه ايزو مقرراتو اصول تر پښو لاندي كېږي.
د ۱۹۴۹ كال د اګست د ۱۲مي نېټې د ژنيو تړون په زياتو شويو پروتوكولونو كي چي په ۱۹۷۷ كي تصويب شوه او په ۱۹۸۸ او ۱۹۹۳ زېږديځ كلونو كي تعديلات پكښي راغلل، د لومړي پروتوكول د درېيم باب د لومړۍ برخي په پنځه دېرشمه ماده كي د جګړې د وسايلو او لارو چارو په اړه داسي راغ ي دي:
الف: په هيڅ ډول جګړه كي د جګړې له وسايلو او لارو چارو حق د جګړې د دواړو لوريو لپاره نا محدود نه دى (يو ټاكلى حد لري).
ب: له هغو وسلو او بمباريو، وسايلو او تاكتيكونو څخه چي ډيري ورانۍ او جراحات رامنځته كوي بايد ډډه وشي.
ج: د جګړې له هغو وسايلو او تاكتيكونو څخه چي د پراخو ورانيو سبب كېږي او چاپېريال ته د اوږدې م ودې لپاره ډېر زيان رسوي بايد مخنيوى يې وشي.
كه چيري دا ډول په ړندو سترګو عمليات بيا بيا رامنځته شي، نو ولس به په لاريونو او اعتصابونو لاس پوري كړي، همدا اوس_اوس عام ولس هم له دولت او هم يې له مخالفانو څخه ډېر ناخوښه دى، ځكه د جګړې دواړو غاړو د دوى بشري كرامت ته درنښت نه دى لرلى.
له دولت څخه خو د نا خوښۍ كچه ځكه لوړه ده چي دولت تر اوسه نه دى توانېدلى چي د عام ولس په ژوند كي د بدلون كومه نښه وښيي، بېكاري خپل لوړ حد ته رسېدلې، قيمتونه لوړ دي، اداري فساد خپله د دولت په وينا اوج ته ختلى دى، قانون خپله په لوړه او ټيټه كچه د چارواكو له خوا تر پښو لاندي كېږي، مقررۍ د قومي، قبيلوي، او سيمه ايزو اړيكيو پر بنسټ ترسره كېږي، نا امني ورځ تر بلي ډې ېږي، بدنام قومندانان او مشران چي په هيواد كي يې د بېلتانه او كركي تخم پاشلى لمانځن او مقررېږي.
كه دغو ټكو ته جدي پاملرنه و نه شي، نو د يوه پراخ ولسي پاڅون وړاندوينه له منطق څخه ليري خبره نه ده.
همدا اوس _اوس د امريكا ولسمشر بوش ګواښ كړى چي افغان دولت له ناكامۍ سره مخ كېدونكى دى، افغان ولسمشر حامدكرزي څو ځله ويلي چي د افغانستان د نا اراميو لاملونه بايد له افغانستانه دباندي وپلټل شي، دا ټكى افغان دولت بايد له خپلو نړيوا و انډيوالانو سره په جدي توګه ياد كړي.
تېره ورځ د پاكستان ولسمشر پروېز مشرف په بروسل كي اروپايي پار مان ته په خپله يو ساعته وينا كي دا يادونه وكړه چي ټول پښتانه به د پرديو په وړاندي په پاڅون لاس پوري كړي، چي دا له غرض او مرض څخه ډكه خبره ده. دوى غواړي چي پښتانه وټكوي، ځكه يې نو بايد په وړاندي كلك احتجاج وشي. دا ځكه چي تر ټولو مخكي پر پاكستان د دولت د مخالفانو د روزني تور لګېږي.
همدا لاملونه دي چي ولسمشر بوش وايي چي افغان دولت له ناكامۍ سره مخ كېدونكى دى، دوى بايد د دغه لاملونو په څېړلو كي دقيق او جدي و اوسي. كنه نو د دغه ول پاڅون اور ته له هري خوا لمني وهل كېږي. د نړيوالي ټلوالي او افغان دولت كړني او تګلاري هم ورته لاره هوا وي. زموږ وېره دا ده چي په افغانستان كي چي د نا قانونيو او بې بندوباريو پر بنسټ هر ډول پيښي، كه د هري غاړي له خوا رامنځته كېږي، او په پايله كي يې پاڅون ته لاره هوارېږي، نو د زيان ملاماتوونكي پېټى به يې بيا هم د تل غوندي افغان ملت پورته كوي.

                              &nbs p;                    د لوى كندهار د كلتوري حوزې د فرهنګيانو او ولسي استازو له خوا
                                ;                               &n bsp;                          ۱۳۸۵/۶/۲۲