المان ته د ښاغلي جلالي دراتګ په مناسبت غونډه وشوه

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 9106
عبدالولي برهاني
دخبریدو نیټه : 2006-09-14

عبدالولي برهاني / ج مني

پرون د سپټمبر ديارلسمه نېټه جرمني ته  دافغانستان د کونيو چارو دپخواني وزير د پوځي او سياسي چارو کارپوه او  نوميالي څېړونکي ښاغلي علي احمد جلالي د راتګ په مناسبت د جرمني دهورت په ښار کي دافغانانو يوه غونډه جوړه سوې وه .

ښاغلی علي احمد جلالي د سپټمبر پر دولسمه نېټه له امرېکې څخه جرمني ته رارسېدلی و چي د کولن بن په هوايي ډګر کي ورته دافغانستان د کلتوري ودي ټو ني دمشرتابه جرګې ځينو غړو ښه راغلاست ووايه .

دهورت په ياده سوې غونډه کي تر هرڅه ترمخه د افغانستان دپوهنتون د پخواني استاد ليکوال او څېړونکي او دپکتيا والي استاد حکيم تڼيوال د شهادت له امله ژوره خواشيني څرګنده سوه ، ښاغلي مبارز څاپي د قرآن عظيم الشان دڅو مبارکو ايتونو تلاوت وکړ او بيا ټولو په ګډه د هيد تڼيوال روح ته دعا وکړه .

دافغانستان دکلتوري ودي ټولني په استازيتوب ليکوال او کره کتونکي ښاغلي زرين انځور ښاغلي جلالي ته ښه راغلاست ووايه او مننه يې ترې وکړه چي د ټولني په بلنه يې په خيبر کي دافغانانو د تاريخي بري ددرې سوه پنځه دېرشمي کليزي جشن ته  تشريف راوړﺉ دﺉ .

ورپسې ښاغلي علي احمدجلالي دافغانستان پر اوسنيو حالاتو په لنډيز سره رڼا واچلوله او دغونډي د برخه والو بېلابېلو پوښتنو ته يې ځواب ووايه . نوموړې غونډه چي د ماځيګر پنځو بجو پيل شوې وه د شپې تر لسو بجو پوري يې دوام وکړ .

ښاغلی علي احمد جلالي نن د سپټمبر پر څوارلسمه نېټه دهالند د اوتريخت په ښار کي د افغانانو په يوه غونډه کي ګډون وکړ او له هغوی سره يې دافغانستان د حالاتو په باب خبري اتري وکړې .

 

جرمني ته دښاغلي علي احمدجلالي په مناسبت د افغانستان د کلتوري ودي ټولني له خوا دجوړي سوي غونډي انځوريز البم له دې ځايه وګورﺉ