عبدالله احسان - جرم ني
بېنواويبپاڼي دلمړي ځل له پاره هڅه وکړه تر څو ددې مهمي او تاريخي غونډي دويناوالو ويناوي او مقالې دهغوی په ږغ کي خپلو درنو لوستونکو ته وړاندي کړي ،ددې ږغونو په اورېدلو کي د تخنيکي ستونزو له کبله بخښنه غواړو.دهرليکوال د نوم پر کليک کولو دهغوی ږغ اورېدلای سی .
نن شنبه د۱۳۸۵ ل کال دوږي ۲۵ (۱۶ سپټمبر۲۰۰۶) دجرمني دکولن ښار څنګ ته په هورت کي دافغانستان د کلتوري ودي ټو ني له خوا په خيبر کي دافغانانو د تاريخي بري ددرې سوه پنځه دېرشمي کليزي جشن ونمانځل شو .
په يادشوي جشن کي چي لومړۍ علمي برخه يې ښاغلي ډاکټر خوشال روهي مخته وړله ، داروپا دبېلابېلو هيوادونو څخه تر پنځه سوه زياتو افغانانو برخه اخستې وه . غونډه د مازديګر پر څلورو بجو د ښاغلي مبارز څاپي له خوا د قرآن کريم دڅو مبارکو ايتونو په تلاوت سره پيل شوه . ورپسې په جرمني کي دافغانستان د کلتوري ودي ټولني مشر ليکوال او کره کتونکي ښاغلي زرين انځور پرانستونکې وينا واوروله او د خيبر د تاريخي او پوځی ارزښت اودخيبر په جګړو کي د ايمل خان مومند دتاريخي کارنامو ديادوني تر څنګ ددې غونډي له پاره د ځانګړو نوو چاپ شوي کتابونو په اړه هم معلومات وړاندي کړل . ښاغلي انځور همدا ډول د غونډي له برخه والو ، ويناوالو او ټولو هغوڅخه چي ددې غونډي په بېلابېلوبرخو کي يې همکاري کړې ده ،مننه وکړه .
تر دې وروسته دغونډي چلوونکي ښاغلي ډاکټر خوشال روهي دټولني د غړو ، او ټولو مېلمنوپه استازيتوب له ښاغلي زرين انځور څ خه ددې غونډي دجوړېدو په لاره کي د هاند ،هڅو او ستړياوو نه مننه وکړه . وروسته ښاغلي ډاکټر شېرولي شېر ته بلنه ورکړه شوه چي دښاغلي پوهاند اکټر حسن کاکړ ( دپښتنودخپلواکۍ مخکښ ايمل خان مومند ) تر سرليک لاندي رالېږل شوې مقاله ولولي . بيا دافغانستان د کورنيو چارو پخواني وزير ، دسياسي او پوځي چارو کارپوه ښاغلي علي احمد جلالي وينا واوروله ، دهغه دوينا سرليک و ( خيبر او د پښتنو قبايلو د پوځي عملياتو څرنګوالی ) .
دغونډي درېيمه مقاله دکانديداکاډيميسن ښاغلي محمد اعظم سيستاني وه چي د ( مبارزات پشتونهای شرق افغانستان بر ضد بابريانِ هند) ترسرليک لاندي ليکل شوې وه .ورپسې له پېښور څخه نوميالي څېړونکي ،سياستوال او سياستپوه ښاغلي افراسياب خټک دټيلفون پرليکه ( دخوشال خان دم بارزې پر پيلېدو دايمل خان او درياخان اثرات) ترسرليک لاندي خپله وينا دغونډي برخه والو ته واوروله . و وسته په ناروې کي دواک پونډېشن مشر ښاغلي انجنير محمدانعام واک د ( داعلحضرت ايمل خان ) ترسرليک لاندي خپله مقاله وړاندي کړه . دعلمي غونډي په ترڅ کي دحماسه رؤفي په نوم يوې افغاني ماشومي شعر واوراوه چي دغونډي د برخه واله له خوا له تودو احساساتو او چکچکوسره بدرګه شو .
وروسته ځوان ليکوال او څيړونکي ښاغلي اجمل اټک خپله مقاله واوروله او ورپسې په بُن کي افغان جنرال کونسل ، ليکوال او څيړونکي ښاغلي فضل الرحمن فاضل په خپله وينا کي نننۍ غونډه او دافغانستان دفرهنګ په وده کي ، په جرمني کي دافغانستان د کلتوري ودي ټولني هڅي وستاي ې .
له مقالو اوويناو وروسته دافغانستان د کورنيو چارو پخواني وزير ښاغلي علي احمد جلالي دافغانستان داوسنيو سياسي حالاتو په اړوند د غونډي دبرخه والو يوشمېر پوښتنو ته ځوابونه وويل .
دغونډي په جريان کي ښاغلي ډاکټر محمدصابر دغونډي د برخه والو هغه پريکړه ليک واوراوه چي په بروکسل کي داروپايي اتحاديې دبهرنيوچارو د کميسون په غونډه کي دپاکستان دولسمشر جنرال پروېزمشرف دو وستيو څرګندونو په اړه تصويب شوی و .
دغونډي دلومړۍ برخي په پای کي دافغانستان د کلتوري ودي ټولني له خوا دانش خپرندويي ټولني ته دهغوی دمهمو کلتوري او خپرنيزوهڅو اوخدمتونو په وياړ دايمل خان دسرو زرودمډال ورکړه اعلان کړه چي په راتلونکي کي به د ايمل خان په ياد په ننګرهار کي دجوړېدونکي غونډي په ترڅ کي وروسپارل ي .
دغونډي په دوهمه برخه چي ښاغلي عاشق الله غريب پرمخه بېوله ، يوه تاريخي په زړه پوري ننداره وړاندي شوه ،دغه هنري ټوټه چي ليکوال او څېړونکي ښاغلي شهسوارسنګروال ليکلې وه دافغانستان د تياتر او سېنما دنوميالۍ لوبغاړي مېرمن ستوری منګل په هڅو چمتو شوې وه اودستوری منګل تر څنګ ښاغلو: مطيع الله رؤفي ، صاحب ا له خسرو، ابوبکر، خيبرمومنداو ميرويس رسول په کي برخه اخستې وه . تر نندارې وروسته دټنګ ټکور برخه پيل وه چي ښاغلو: نادرصديقي ،ميوندلالپوروال او دراني برخه په کي اخستې وه . دغه برخه د ځوانانو په مستواتڼونو لا ښکلې شوه ، دغونډي پای ته رسېدو څخه مخکي دافغانستان دکلتوري ودي ټولني دفرانکفورټ مسؤل ښاغلي عاشق الله غ يب ديادوشويوسندرغاړو څخه دمنني په ډول دګلونو ګېډۍ ډالۍ کړې . هېره دي نه وي چي ددې غونډي دفلم اخست و تخنيکي چاري او تالار ډيزاين ښاغلي عبدالولي برهاني له خوا او دږغ سمبالونه ښاغلي نسيم ستوري له خواترسره کېده .غونډه پرسيمه ايز وخت دشپې پر يوه بجه پای ته ورسېده .
نوميالي سياستپوه ښاغلي افراسياب خټک خپله وينا له پېښور نه د ټيلفون له لاري برخه والو ته واوروله
دټنګ ټکور له سندرو څخه يوه ويډيوي بېلګه له دې ځايه وګورئ