حکيم سمسور کابل، بي بي سي :
د جهادي لو واکمني لس کاله دمخه هماغه مهال پايته ورسېده چې طالبانو د کابل ولکه د هغوى له منگولو را وايسته. طالبان د څو کلونو سختو جگړو په ترڅ کې وتوانېدل چې د هيواد پر زېاتې برخې خپله ولکه ټينگه کړې . خو د سپيټمبر له ېوولسمې څ خه وروسته، امريکا ته د القاعدې د مشر اسامه بن لادن د سپارلو څخه د ډډې کولو له کبله د امريکا په مشرۍ ايتلافي ځواکونو پر افغانستان بريد وکړ او د هغوى واک يې ختم کړ. اوس چې يې افغانستان کې د واک د ختمېدو نژدې پنځه کاله کيږي ، د هيواد په سويل او ختېځ کې د پوځي فعاليتو له زياتوالي څخه داسي ښکاري چې د طالبانو سخت دريځه غورځنگ يو ځلي بيا پياوړى شوى دى. د افغانستان په سويل د کندهار ولايت پنجوايي ولسوالۍ کې تر دوه اونيو سختو جگړو او بمباريو څخه وروسته د ناټو ځواکونو وکولى شواى چې دغه ولسوالي د طالبانو له ولکې څخه وباسي . پنجوايي د طالبانو سخته درېدنه ، د هلمند ، زابل ، کندهار ، فراه او يو شمير نورو ولايتونو کې د ولسواليو پرله پسي لاس په لاس کېدنه او د خرپ او ترپ جگړو نه پر لويو بريدونو د هغوى د جگړه ييز و تکتيکونو بد ليدنه ،داښيي چې هغوى اوس د پنځو کلونو دمخې طا بان ندي چې له ايتلا في ځواکونو يې ځانونه پټول. افغانستان کې د ولسي جرگې غړي ملا عبدالسلام راکټي او مولوى عطا الله لودېن ددې پخلى کوي چې د هيواد جنوب کې د ولايتونو او ولسواليو د مرکزونو پرته ، زېاتو سېمو کې د طالبانو و کې امنېت له جدى گواښ سره مخامخ کړى . تېرو شپږو مېاشتو کې د امرېکا په مشرۍ د اېتلافي ، ناتو اوافغان ځواکونو او وسله والو طالبانو تر مېنځ په جگړو ، ځانمرگو برېدنو او د سړک د غاړې په بمي چاودنو کې تر زرو زېات کسان وژل شوي. د نا امنيو د پيښو زېاتوالي ، د امنيت په تړاو د خلکو د اندېښمن کيدو تر څنگه دا پوښتنه هم پورته کړې چې څه سبب شول چې طالبان تر پخوا ځواکمن شي . د پوځي چار و ېو شمېر کار پوهان ېې لامل په دې کې ويني چې ٢٠٠١ کال کې له واک څخه د طا بانو د شړل کېدو څخه وروسته ، د هېواد سوېل ته اړېنه پاملرنه ونه شوه او هلته کافي ځواکونه ځاى پر ځاى نه شول چې د طالبانو په دغو پخوانيو مهمو مرکزونو کې ېې امنيت خوندې کړى واى. خو په اسلام آباد کې د طالبانو پخوانى سفير ملا عبدالسلام ضعېف د امرېکايي ځواکونو له خوا له خلکو سره د ناسم چلند سربيره داهم وايي چې ددولت له لوري طالبانو ته د بخښنې د اعلان سره سره ، د هغوى بندېانولو او نورو تنگسېاوو، طالبان اړ کړل چې بيا وسلو ته لاس کړي . په و سي جرگې کې د پکتيکا ولايت وکېل نادرخان کټوازى بېا دا ېوه تيروتنه بولي چې دده په وينا کله چې د امرېکاېانو په اس د طالبانو واک ختم شو ، ځېنو فکر وکړ چې گواکې طالبان ختم شوي او په واک کې ېې د هغوى ورگډولو ته پاملرنه ونه کړه . په افغانستان کې د ملگرو ملتود ا ستازي ادارې مشر تام کوينېگز هم ويلي چې پنځه کاله وړاندې د بن په خبرو کې د طالبانو نه ورگډول ېوه تېروتنه وه . خو د چارو ېو شمېر نور ښنونکي بېا پردې سربېره ، د ځېنو کورنېو او بهرنېو لام ونو ېادونه کوي چې ددوى په وينا طالبانو ته ېې لاره اواره کړه چې بيا څرگند شي . په همدې ترڅ کې يو شمير خلک شکايت کوي چې دولت پرې په سېمو کې داسي کسان واکمنان کړل چې ددوى په وينا په فساد کې ډوب دي. د افغانستان لروبر کې څنگه چې ځيني کسان وايي ډېرى خلک د سېمه ييزو چارواکو له کړو وړو څخه ناراضه دي او شکايت کوي چې په تيرو پنځو کلونو کې ددوى د ستونزو د لېرې کولو لپاره ېې څه ندي کړي . د بي امنيتيو ، ادارې فساد ، بيوزلۍ او بې روزگارۍ له کبله سيمه ييزو خلکو کې پېدا شويو نارضايتيو څخه طالبانو گټه پورته کړې . که څه هم چې ډېرى خلک نه غواړي چې د هغوى سخت درېځه واک دې بېرته رامېنځته شي ، خو يو شمير خلک چې د بې امنيتيو او ادارې فساد څخه سخت په تنگ دي ، لږ ترلږه داخبره کوي چې د طالبانو پر مهال يې امنيت خوندې او ادارې فساد نه وو . په همدې حال کې د افغانستان په جنوب کې چې دو مره په کې انون واکمن ندى، طالبان د نشه ېې توکو په وړاندې د دولت د پروگرامونو پر ضد په درېدلو سره ، هم د سېمه ييزو خلکو د زړونو په خپلولو کې گټه پورته کړې . څنگه چې د غزني ولايت يو اوسيدونکى محمود شاه مل وايي طالبان په دې کار سره سېمه ييزو خلکو ته داسي ښيي چې گواکي دهغوى ساتونکي دي . د کوکنارو کروندو د اړولو په وړاندې طالبان داسي مهال د دولت د روان پروگرام په وړاندې دريږي چې دولت او نړېواله ټولنه تر اوسه پورې نده توانېدلي چې د کوکنارو پر ځاى کروندگرو ته بديل معيشت برابر کړې . خو پر دې سربېره افغان چارواکي د طالبانو په بيا پياوړي کېدو کې د افغانستان گاونډېانو ته هم گوته نېسي چې ددوى په وېنا روزنه ور کوي او هغوى ته وسلې او پېسې برابروي . د طالبانو په واکمنۍ کې ېو لوى جهادي قوماندان ملاعبدالسلام راکټي وايي له بهرني ملاتړ پرته به طالبانو نشواى کړى چې ځانونه بېا سم بال کړي . د ولسمشر په گډون افغان لوړ پوړي چارواکي پاکستان ته گوته نېسي چې د ترهگرۍ په وړاندې مبارزه کې ېې کافي هلي ځلي نه دي کړي . خو دا هغه څه دي چې پاکستاني چارواکو په وار وار رد کړي دي . ښاغلى ضعيف هم ټينگار کوي چې د پ ويز مشرف حکومت د طالبانو سره مرسته نه کوي ، خو وايي د اسلامي مفکوري له مخې د پاکستان په حکومت او پوځ کې ډېرى کسان شته چې له طالبانو سره خواخوږي لري . د افغانستان په سويل او ختېځ کې د امنيتي حالاتو په خرابيدو او د ځان م گو برېدونو په زېاتوالي سره ، که څه هم ټوليز باور دادى چې افغان او ايتلافي ځواکونه د امنيتي حالاتو په کابو کولو کې پاتي راغلي ، خو په افغانستان کې د ناتو د قواوو لوى قوماندان جنرال ډېوېد رېچارډز داخبره نه مني چې طا بان دې پياوړي شوي وي او ټينگار کوي وخت ته اړتيا ده چې طالبان مات شي . جنرال ريچارډز وايي: "موږ به بريالي شو . خو موږ نشو کولى په دوو ورځو کې ياغېانو ته ماته ورکړو . دابه له شپږو مېاشتو نه تر دري کلونو او ېا له دې نه زيات وخت ونېسي چې برى تر لاسه کړو ." په پوځي ډگر کې پر وسله والو مخالفانو د بري لپاره افغان چارواکي د افغان ملي پوځ او ملي پوليسو پر پياوړي کېدلو هم ټينگار کوي. ځکه دوى وايي په داسي حال کې چې طالبان ښې وسلې ، ښې مخابرې او نور ې شونيتا وې لري ، د ملي پوځ سرتيري پر داسي سپکو او درنو وسلو سمبال ندي چې د طالبانو په وړاندې اغېزمنه جگړه وکړاى شي . خو څنگه چې ځنيني وايي ېوازي پوځي لاره نشي کولي چې د افغانستان روان کړکېچ له مېنځه يوسي . دوى له طا بانو او د اسلامي گوند په څير د دولت د نورو مخالفينو سره د رغندو خبرو د پر مخ بيولو غوښتنه کوي . په ولسي جرگې کې د ننگرهار د خلکو استازى قاضي عطالله لودېن وايي دغه خبري به هغه وخت اغېز منې وې چې د مخالفينو حقونه په کې خوندې وې . دولت لا له وړاندې د ملي پخلاېنې ېوه تگلاره اعلان کړې چې رڼا کې ېې تېر ېوه کال کې تر زرو زېات مخالفين له دولت سره ېو ځاى شوي .خو ښاغلى ضعيف دا د سولې او خبرو پروگرام نه بولي ، ځکه په وينا ېې د پخلاېنې کميسيون ته بشپړ واک ندى ورکړ شوى چې له مخالفينو سره خبرې وکړي . نوموړى ټېنگار کوي چې افغانان دې خپلې لانجې پخپله سره اوارې کړي . خو دا هغه څه دې چې تېر کې ېې نتېجه نده ورکړې او افغانانو د خبرو اتر د مېز تر شا د کېناستلو پر ځاى ېو بل ته د ټوپک په شپېلۍ خبرې کړي. اوس ټوليز نظر دادى چې يوازي نړېوال کولي شي چې افغان دولت کې د ژورو اصلاحاتو په ترسره کولو او د افغانستان بيارغونې ته د نورو مرستو په بيلولو سره ، په افغانستان کې امنيتي حالات کابو کړي او پري نږدې چې افغانستان په يوه ناکام دولت باندې واوړي