ملا محمدعمر مذاكره كوي؟ (د ميرويس جلالزي ليكنه)

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 9344

دخبریدو نیټه : 2006-10-01

ميرويس جلالزى/كابل

په افغانستان كې د تېرو پنځو كلو جګړو اوتباه كونكو خونړيو نښتو ډېر څه په ثبوت ورسول چې طالبان او د هغوي پلويان يوازي په پوځي ځواك له منځه نشي تلاى.
شايد، وروسته داسي شېبي راشي چي په ترڅ كې يې له طالبانو او نورو نا ضيانو سره خبري وشي، خو تر دې مخكي بايد يو څه وكړو، هغه دا چي موږ بايد په دې پوه شو چې هغوى څوك دې.
د افغانستان تر نيمايې ډير وګړي پښتانه دې او طالبانو د خپل حكومت پر وخت او وروسته له هغه چې مات شول د خپلو س تېرو په جوړښت كې له دې قوم څخه ډېر كسان تر لاسه كړل، او په دې كي شك نشته چي د طالبانو ډېرى ملاتړي پښتانه دي.
په هغو نړيوالو هڅو كې چې له طالبانو څخه د عامو وګړو د بېلتون لپاره له ۵ كلو راهيسي پيل شوي، پښتنو هوم ه څه نه دي كړي چې نړيوالو ترې تمه درلوده.
هغوى دا موضوع په ثبوت ورسوله چې دوى د طالبانو په وړاندي هغسي م اومت نه دى كړى، لكه  هزارګانو، تاجكو او ازبكو توكمونو چي په خپلو سيمو كې د طالبانو او د هغوي د بهرينو م لګرو د نابودۍ په وړاندي كړي.
دا خو روښانه خبر ده چې پښتانه تر بل هر چا مېلمه پال دې  او نړيوال هم په دې پوهېږې،  خو پوښتنه دلته ده چې ولي پښتانه په افغانستان كې د ملګروملتونو د امنيت شورا په سلا د راغلو سرتېرو او مرسته كونكو ډلو سره د مېلمه سلوك نه كوي؟؟
كله چې طالبانو په افغانستان كې ماتي وخوړه له هغه مخكې د هغوى په ډلو_ډلو عرب، بنګلدېشي، پاكستاني، ازبكستاني او چيچنيايي ملګري له پلازمينې او ځينو ولايتونو لكه كندهار، ننګرهار، غزني، پكتيا، پكتيكا او نورو ولايتونو په ځينو سيمو كې له خپلو كورنيو  سره يو ځاى مېشته وو. له داسي سيمو يوه هم د كابل وزيراكبرخان مېنه وه چې اوس پكې ډېرى بهرني وګړي او د حامد كرزي د كابينې ځيني وزيران ژوند كوي.
مخكې له دې چې په شمال كې د امريكا په ملاتړ شمالي ټلواله د طالبانو په وړاندي د شديدي جګړي لمن د كابل په لور را پراخه كړي، د طالبانو د ځينو مشرانو په وينا د طالبانوعالي رتبه مامورين  په دې خبر وو چې داځل جګړه ډېره خطر ناكه ده، ځكه چې پكې د نړۍ سوپر پاور امريكا مستقيمه ونډه درلوده.
د طالبانو مشران خو د عم ياتو له پيل څخه په دې خبر وو چې حكومت يې ړنګېږي، نو بايد وختې يې له دې هيواده يا خو پښې سپكې كړي واى او يا هم خوندي سيمو ته كډه شوي واى.
دلته د افغان طالبانو لپاره د خونديتوب چانس ځكه ډېر وو، چې هم په ژبه پوهېدل او هم په سيمه كې بلد وو، خو د بهرنيو طالبانو لپاره دا چانس نه وو.
هغوى د افغانانو له همغه ځانګړتيا (مېلمه پالني) څخه بيا هم ښه ګټه واخيسته، بهرني طالبان او د اسامه بن لادن په مشرۍ د القاعده ډلي پلويان په خاصه بيا پاكستانيان اوچيچنيان له خپلو ماشومانو سره يو ځاى له كابل څخه لوېديځ ولايت غزني ته او له هغه ځايه د سيمي د عامو استوګنو په توده مخه ښه د پكتيكا ولايت مركز  ښرني ته، وروسته موسيخېل  له هغه ځايه يا خيل، بيا يوسف خېل او ورپسې له وازه خوا ولسوالي څخه  په تېرېدو د بادنې  سرحدي ټك ته  ورسېدل او له سرحده په تېرېدو د ږ وب يا  فرسندي بازار او له هغه ځايه د  شمالي وزيرستان اصلي ښار ميرانشاه  ته ورسېدل.
عيني شاهدان وايې هغه وخت چې د عربو ځيني كاروانونه له همدې لاري تېر شول نو امريكايې قواوو په دې پلمه چې د هغوى مخه ونيسي ځيني لاري تر بريد لاندي ونيولې. ويل كيږي كله چې امريكايي قواوو  ځيني كاروانونه په نښه كړل نو طالبانو او د القاعدې ډلي بهرنيو جنګيالو له خپلو كورنيو سره يو ځاى د پكتيا ولايت څخه د خپلې تيښتې لاره د نقشي له مخې  بدله كړه.
هغوى د ښرنې له ښار څخه د ارګون ولسوالي په تېرېدو د برمل په ولسوالي هم واوښتل او ځانونه يې له خپلو موټرو سره يو ځاى د  انګور اډې سرحدي ټك ته ورسول.
انګور اډه له شمالي وزيرستان سره په ګاونډ كې پرته ده او كله چې تښتېدلي كډوال دې سيمي ته ورسېدل نو ځانونه يې ډېر خوندي وګڼل او سوكه_سوكه د ميرانشاه ښار ته ورتوى شول. دا سيمې چې بهرنيو جنګيالو پكې په ساعتونو_ساعتونو مزل وكړ ټولي د پښتنو اړوند دي.
پښتانه چې د افغانستان د نفوس غوڅ اكثريت جوړوي له ډېري مودې د افغانستان ولسمشران له همدې توكمه ټاكل شوي دي، خو د هغوى تر څنګ ازبك، تاجك او هزاره توكمونه هم ځان د پښتنو په شان حقدار بولي. خو د دې ټولو څلورو توكمنو په وړاندې امريكايان، او د هغوى نور اروپايي او اسيايي متحدين چې د نړيوال سوله ساتي ځواك په چوكاټ كې سرتيري لري د كتونكو په څېر ځاى پر ځاى پاتي دي .
شايدچې په موقت ډول د هغوى په وړاندي د نه ښه راغلاست خبري وشي، يا خو شايد هم چې د ستري ب يټانيا او د روس په شان  چلند ورسره وشي.
كه څه هم  ډېرى شمېر غير پښتانه طالبان نه خوښوي  خو دا مهمه ده چې په ياد يې ولرو، كله چې په ۹۰ مه لسيزه كې د كمونستانو په مشري د افغانستان جمهوري ديموكراتيك نظام د م جاهدينو له خوا ونړول شو، نو پښتنو هم په دې جهاد كې ونډه لرله او دا كار د افغانستان د بېلا بېلو توكمونو هزا ګانو، بلوڅانو، تاجكانو، پشه يانو، ګوجرو او داسي نورو  له خوا وستايل شو.
ځيني افغانان په دې باور دي چې د ۱۹۹۰ ميلادي كال په ورستيو كې كله چې جهاد برياليتوب ته ورسېد د هغه تر شا هم د عربو او پاكستانيانو لاس وو.
خو په دې هم بايد پوه شي چي كېداي شي د طالبانو ورستي كړه وړه د دې سبب شوي وي چې د افغاني وګړو او د هغوى په له منځه وړلو كې يې له بهرنيانو سره مرسته كړي وي، نه دا چې له هغوى سره په جوړښت كې بهرنيان وو.
اوس داسي خب ونه كله ناكله اورېدل كيږي چې كه له طالبانو  سره  د بن د تړون پر وخت خبري شوي واى، نو اوس به په افغانستان كې داسي حالت نه وو چې ځانمرګي بريدونه وشي، ښونځي وسوځول شې، انجينران، عام وګړي او ډاكتران ووژل  شي.
د ۲۰۰۰ ميلادي كال په اكټوبر مياشت كې د طالبانو د واكمنۍ پر مهال د هغوى مشر  ملا محمدعمر له شمالي ټ والي سره د مذاكرې لپاره خپل چمتوالى ښوولى وو، خو په دې شرط چې د خبرو اترو  لپاره هرڅه د ملګروملتونو  په منځګړيتوب تر سره شې. خو پوښتنه دلته راپورته كېږې چې كه د طالبانو له ځينو مشرانو څخه د بن د غونډي پر مهال غوښتنه شوې واى چې دې غونډې ته ورګډ شي آيا طالبانو به دا غوښتنه منلې واى؟؟؟
نو دا خبره خو ځكه د عقل له محدودې لري ده چې له يوې خوا په دې غونډه كې د طالبانو د حكومت د ړنګېدو تړون د نړيوالي ټولني، شمالي ټلوالي او په لوېديځ كې د ځينو افغانانو تر منځ لاسليك كېدى او له بلي خوا د هغې ديموكراسۍ د زېږېدو پر سر خبري كېدې چې اوس د څارونكو په وينا د ماشوم غوندي يوازي خاپوړي كوي.
په داسي حال كې چې طالبانو په افغانستان كې د خپلي واكمنۍ د ړنګېدو خبر په خوب كې هم نه وو اورېدلى.
ډېرى طالبان په دې خيال وو چې كه دوى ټول افغانستان لاندي كړي نو ورپسې پلان به په ګاونډي تاجكستان او له هغه ځايه په روسيه وې .
د صفت ګل په نامه يو طالب چې د عدليې په وزارت كې يې كار كاوه يوه ورځ دا هم وويل چې د دوى مشرتابه دا هم غواړي چې يو ورځ په چيچنيا كې له خپلو وروڼو سره يو ځاى شې او د هغوى آرم انونه هم پوره كړي.
خو اوس حالاتو ته په كتو داسي نتيجه ګيري كېداى شې چې د افغانانو كور  (افغانستان) خو د ج ګو او مركو كور ده  آيا ملاعمر افغان نه ده؟؟؟
واضح خبر ده چې هغه وايې زه افغان يم!
او يو ځل يې د خپلې واكمنۍ پر مهال د خپل هيواد د آرامۍ او سوكالۍ لپاره له خپل سرسخت دښمن (شمالي ټلوالې) سره د خبرو اترو غوښتنه هم كړې وه.
نو اوس ولي هغه او د نوموړي پلويان نه غواړي خبري اتري وكړي په داسي حال كې چې د پارلمان د ځينو غړو په وينا له ملاعمر  او د هغه له سيميزو مشرانو څخه په وار وار دا غوښتنه هم شوي ده .
افغان ولسمشر حامد ك زي خو په وار_وار له ملاعمر څخه غوښتنه وكړه چې ناپوه، كم عمره او د بل زامن دې په يوه او بله بانه وژلو ته نه ورمخې ته كوي، او كه ډېر باتور وې نو په خپله دې د جګړې ډګر ته راووزي.
آيا ملا محمدعمر به په همدې دليل چې كرزى ورته ګواښنه كوې نه غواړي له دولت سره خبري اتري  وكړي؟؟؟
شايد چې داسي نه وې او په قوي احتمال اوس داسي ښكاري چې د ملا محمدعمر پر سر يو بل عمر هم شتون لري خو دوهم عمر افغان نه بلكي بهرنى دى.
رپوټونه وايې چې په افغانستان كې د طالبانو د واكمنۍ پر مهال تر هر بل چا د ملامحمد عمر امر د لومړي لمبر اطاعت ځاى لري خو او س ويل كېږې چې نوموړى هم د ځينو نورو كسانو تر امر لاندي دى  او د طالب جنګياليو پخوانۍ قومانده هم اوس منسجمه نه ب كي په هره سيمه او هر ولايت كې پكې توپير ليدل كېږي او جنګي همغږي هم په طالبې كړو وړو كې وجود نلري.
خو دا به وخت ثابته كړي چې آيا په مطبوعاتو كې خپرې شوې اوسنۍ ګونګسې چې د ناټو مشران له افغان دولت سره په ملګريتوب  غواړي له طالبانو سره خبري اتري وكړي او هغوى ته په سياست كې ونډه وركړي حقيقت لري كه څنګه ؟