د ملګرو ملتونو عمومي مجمع ته د افغانستان د اسلامي جمهوريت د جمهور رييس وينا د 2006 کال د سپتمبر شلمه : حامد کرزي، د افغانستان د اسلامي جمهوريت ولسمشر، د روان کال د سپتمبر په شلمه نېټه د ملګرو ملتونو د عمومي مجمع په غونډې کې وينا وکړه. ده لومړى دې خبرې ته اشاره وکړه چې دوه کاله وړاندې يې له هم دغه تريبيون څخه نړۍ والو ته په افغانستان کې د پرمختګونو زېرى ورکړى و او ويې ويل : ”نن دغه د بريو داستان لا دوام لري.“ و يې ويل چې په تېرو دوو کلونو کې افغانانو د دوو عمومي ټاکنو په ترڅ کې خپل هېواد ته د ډيموکراټيک سياسي نظام ټول هغه بنسټونه وربخښلي دي چې افغانستان د پرمختګ پر لوري بيايي. د ددغو هڅو په نتيجه کې ”د افغانستان سړي سر عايد دوه چنده لوړ وباله.“ د لندن په کنفرانس کې د افغانستان حکومت نړۍ والو ته د راتلونکو پينځو کلونو له پاره ”د پرمختګ ملي ستراتېژي“ اعلام کړه. افغانستان او نړۍ والو مرستندويانو د دې ستراتېژۍ د پ ي کولو په موخه د افغانستان د کامپاکت په نامه د يو تړون په ترڅ کې د همکارۍ يو چوکاټ جوړ کړ. په دغه چوکاټ کې د افغانستان حکومت دېته ژمن دى چې په هېواد کې د ثبات او سوکالۍ له پاره هڅې روانې وساتي او د قانون او ښې حکومتدارۍ په فضا کې د بشر د حقوقو ملاتړ وکړي. په مقابل کې نړۍ والې ټولنې ژمنه وکړه چې اوږد مهالې نظامي او اقتصادي مرستې به نه سپموي. د افغانستان د سوکالۍ او پرمختګ په وړاندې خنډونو ته په يوې اشارې کې ښاغلي کرزي وويل: ”مونږ وليدل چې تروريزم بيا راپورته شوى دى ځکه چې زمونږ د وګړو پر ضد د وژونکي کامپاين له پاره ترورېستان زمونږ پر پولو را اوړي. ترورېزم د افغانستان د خلکو په سوکالۍ کې خپله نهايي ماتې ويني، ځکه خو زمونږ ښوونځي او روغتونونه سوځول کېږي، علما، استادان، ډاکټران او ماشومان مو وژل کېږي.“ ښاغلي کرزي پر دې ټکي اصرار وکړ چې نن دوه لکه افغان اګردان چې دوه کاله مخکې ورته د ښوونځيو دروازې پرانستې وې د تعليم له نعمته محروم پاتې دي او ياده يې کړه چې په افغانستان کې د ماشومانو د ګوزڼ تباه کوونکې ناروغي له منځه تللې وه خو د تروريستي حملو له امله تېر کال د دغه م ض څلور او سږکال اوه ويشت واقعې وليدل شوې. د ګوزڼ دغه ټولې واقعې د افغانستان په جنوب يانې هغه ځاى کې چې ترو يستان نه پرېږدي چې ماشومانو ته واکسين ورسي پېښې شوې دي. ښاغلي کرزي وويل چې ”تروريستان حاضر دي چې له ټولو پولو واوړي او د کرغېړن تاوتريخوالي داسې چارې تر سره کړي چې افغانستان د بري له لارې واړوي. دوى غواړي چې نړۍوال د افغانستان د بيا رغونې سره د مرستو په کار کې ناکام شي نو ځکه مو د ړندو عملياتو په ترڅ کې زړې ښځې حلالوي، په جوماتونو کې مو په لمانځه ولاړ خلک په بم الوزوي او د مکتب ماشومان وژني.“ دوى په همدې خاطر نړۍوال سرتېري هم وژني لکه کاناډايي عسکر يې چې کندهار ته نېږدې په يوه کلي کې ماشومانو ته د کتابچو د وېشلو پر مهال ووژل او ترکى انجنير يې چې هلمند کې د سړک په جوړولو بوخت و مړ کړ. ښاغلي کرزي ټينګار وکړ چې تروريستان له افغانستان څخه نه دي را وتلي بلکي افغانستان د دوى تر ټولو لومړى قرباني دى. يوازې په افغانستان کې نظامي فعاليت نه شي کولاى چې م ونږ د تروريزم د له منځه وړلو په لار کې د بري تر پولې ورسوي. بايد چې د تروريستانو پټنځايونه، د جلب او جذب شبکې او د تمويل منابع له افغانستان څخه بهر ولټول شي. هغه وويل: ”مونږ بايد دا يقيني کړو چې په سيمه کې سياسي سازم انونه و نه شي کړاى چې له تروريزم څخه د خپلو سياستونو د پلي کولو له پاره د وسيلې کار واخلي.“ ښاغلي کرزي د تروريزم سره جګړه او د نشه يي توکيو سره مبارزه سره تړلې وبللې ځکه چې د نشه يي توکيو غير قانوني کر او تجارت په هېواد کې د قانوني اقتصاد بنسټونه نړوي او تروريزم تغذيه کوي. ده د نشه يي توکيو سره د مبارزې د ناکامۍ عمده عوامل داسې په ګوته کړل : د امنيتي شرايطو نشتوالى، د بديل معيشت د پروګرامونو نه موجوديت او بزګرانو ته د اچاقبرانو له خوا د پور ورکول . هغه زياته کړه چې افغانستان د نشه يي توکيو سره په مبارزه کې ژمن دى او هيله يې څرګنده کړه چې نړۍواله ټولنه به هم په دې لاره کې خپلې مرستې جاري وساتي. د نړۍوال سياست په برخه کې ولسمشر کرزي د تروريزم په اړه د يو نړۍوال کنفرانس له جوړېدلو او د مدنيتونو تر منځ د تفاهم په اړه له هلو ځلو څخه ملاتړ وکړ. حامد کرزي په نړۍ کې د اسلام دښمنۍ د پېښو د زياتېدو له امله خپل تشويش څرګند کړ او ويې ويل: ”د يو مسلمان ملت په توګه افغانستان نه يواځې دې ته ژمن دى چې د خپل مقدس دين ارزښتونه وساتي بلکي دا هم غواړي چې د ټولو اديانو او عقايدو د پلويانو تر منځ د تفاهم پلونه جوړ کړي.“ د منځني ختيځ لانجه د ښاغلي کرزي د وينا بل مهم ټکى و. هغه په دې اړه وويل چې افغانستان د داسې يو خپلواک فلسطيني دولت له جوړېدو څخه ملاتړ کوي چې د سولې په فضا کې د اسراييلو په ګاونډ کې ژوند وکړي. په پاى کې ښاغلي کرزي د ملګرو ملتو د عمومي منشي کوفي عنان ستاينه وکړه او هغه ته يې په تېرو لسيزو کې د ډېر ښه فعاليت“ له امله کورودانى ووايه. د واشنګټن په ویلسن سنټر کې د ښاغلی کرزی څرګندونې د 2006 كال د سپټمبر 25 لنډون : د افغانستان ستونزې د شوروی له یرغل سره سم ش وع شوې: افغانستان یو ډېر متدین او ایمانداره هېواد و چې په خپل تاریخ او خپلو عنعنو یې ویاړ کاوه. شاید دا خبره چې افغانانو ډېر خپل ماضی ته کتل او لږ یې خپل راتلونکی ته پام و په خپله هم د ستونزې یو اړخ وګڼل شی. روسانو دلته یوه بله ایډیالوژی له ځان سره راوړې وه چې د افغانستان غیرتی خلکو ته د منلو نه وه. په نتیجه کې شپږ ملیونه افغانان پاکستان او ایران ته مهاجر شول او نېژدې درې یا څلور لکه یې غربی هېوادونه ته ولاړل چې ډېری یې هغه کسان وو چې څلور پینځه لسیزې یې په زده کړو تېرې کړې وې. د شوروی پر ضد مقاومت پیل شواو ګاونډیانو، ایران او پاکستان، هم په دې برخه کې مرسته وکړه. په پراخه پیمانه مادی مرستې له بهره هم راغلې. روسانو زمونږ پر خلکو کمونیزم ور تاپه خو د مقاومت له لارې پرې بنسټ پاله مذهبی عقاید هم وروتپل شول. په دې کې د ګاونډیانو ګټه وه چې بنسټ پاله نظریات په افغانستان کې خواره شی څکه خو افغانستان له دوو لوریو ، هم له کیڼ اړخه او هم له ښی طرفه، تر فشار اندې راغی. دواړو غوښتل چې زمونږ اصالت ورک کړی او دواړه ناکام شول. روسان له افغانستان څخه په ماتې ووتل او نورې نړۍ مونږ هېر کړو. مونږ که هر څو نړۍوالو ته ویل چې په افغانستان کې لا خطر له منځه نه دی تللی خو هغوۍ زمونږ خبرو ته ارزښت نه ورکاوه ځکه چې مونږ نه دا توان درلود چې له تاسې څخه څه و پېرو او نه مو داسې څه درلودل چې په تاسې یې وپلورو. ځکه خو مونږ تاسې ته ارزښت نه درلود. په افغانستان کې د کرکې او کینې پالونکو د افغانانو په وژلو، د جوماتونو په ورانولو او د مکتبونو په تړلو پیل وکړ. په افغانانو کې یې د کرکې او کینې ایډیالوژی خپروله ، تر دې چې یو ۱۵ کلن ۱۶ کلن ماشوم چې په یوه پاکستانی مدرسه کې یې درس وایه زما یوه دوست ته ویلی وو : زه غواړم چې لمن له بم ونو ډکه کړم او پر نیویارک یې وغورزوم. هغه ماشوم نیویارک نه پېژانده خو دا چې ولې یې په نیویارک کې پمونه جول غوښتل د هغه تعلیم نتیجه وه چې په دغه مدرسه کې ورکول کېده. ما هغه وخت دا خبره د امریکې سفیر ته وکړه خو هغه و ته توجه و نه کړه. مونږ چې د طالبانو پر ضد مبارزه کوله زمونږ د ټولنې پوهو عناصرو به ویل چې مونږ یوازې نه شو بریالي کېداۍ، باید چې د امریکا مرسته تر لاسه کړو. د سپټمبر ثوولسمه راغله، امریکا افغانستان ته را ننوته او په ګډه مو بری و موند. له دریو کلونو څخه په کمه موده کې څلور نیم ملیونه مهاجر بېرته خپل هېواد ته راستانه شول، سرکونه جوړ شول او د مطبوعاتو ازادی راغله. ځکه خو ویلای شو چې د ترورېزم پر ضد جګړه هم د افغانانو له پاره ګټو ه وه او هم د نورې نړۍ له پاره. هغه پوښتنه چې اوس یې باید مطرح کړو دا ده چې مونږ کاملاً بریالی شوی یو که لا نور څه هم باید وکړو؟ د دې له پاره چې افغانستان بېرته د ترورېزم منګولو ته و نه لوېږی، چې امریکا او نړۍ په امن کې وي ډېر نور څه هم شته چې باید وشی. هغه څه چې امریکا یې له خطر سره مواجه کړې ده هغه د دې خبرې نه درک کول وو چې په یو نړۍوال شوی جهان کې ځوانانو ته د کرکې تعلیم کولای شی امریکا ته هم صدمه ورسوی. کله چې مونږ له روسانو سره جنګېدلو نو چې څوک به هر څومره بنسټ پاله و هماغومره به ورسره ډېره مرسته کېدله. همدغه مېتود و چې په نتیجه کې یې د روسانو له وتلو وروسته امریکې ته ګوزار ورسېد.هغه وخت داسې څوک وو چې له ترورېزم سره یې لوبې کولې، بنسټ پاله م هبی فعالیتونه یې په سیاست کې د وسیلې په توګه کارول او هماغه افراطي ډلې وې چې له مرستو يې ګټه اخیسته. په پای کې یې پر تاسې، په نیویارک کې هم ګوزار وکړ. اوس پوښتنه دا ده چې ایا د سیاسی اغراضو له پاره د ترورېزم استعمال په افغانستان کې د روسی مداخلې سره پای ته رسېدلی که لا دوام لری؟ زه وایم چې دا کار لا دوام لري. په افغانستان کې د وضعې خرابېدل، له پولو د ورانکارو را اووښتل، ستاسې د عسکرو وژل کېدل، زمونږ د کوچنیانو مړینه او د ښوونځیو سوزول کېدل د همدې سیاست نتیجه ده. د دې له پاره چې مونږ په امن کې و اوسو باید چې دغه سیاست ته د پای ټکی کښېږدو. په بل عبارت یوازې په افغانستان کې نظامی عملیات مونږ له ترورېزم څخه نه شی ژغورلای. مونږ باید د ترورېزم س چینو ته ورشو، هغه ځای ته چې دوی په کې روزل کېږي، تشویقېږی، تمویلېږی او د عملیاتو له پاره استول کېږي. په باکستان کې تش په نامه مدرسو ته باید پام وشی. دا مدرسې نه دی، د مدرسې په نامه خوارو، بې خبره، بې تعلیمه ځوانانو ته د نورې نړۍ په وړاندې كركه او بدبيني ور زده كول كېږي او ورته ويل كېږي : ”ولاړ شئ په افعانستان كې ځان ووژنئ او ورسره ګڼ شمېر افغانان او نړۍوال ځواكونه هم ووژنئ.“ نو دلته راټولو شوو پوهانو او د دولتونو مشاو ينو ته زما پيغام دا دى: تر هغو پورې تروريزم له منځه نه شو وړلاى چې مدسو كې د كركې او تاوتريخوالي د زده كړو م خه و نه نيسو، د تروريستانو د روزلو كمپونه په نخښه نه كړو او هغه ډلې و نه پېژنو چې تروريزم ته سياسي اهدافو ته د رسېدلو د يوې وسيلې په ستركه ګوري. * د حامد كرزي له وينا وروسته حاضرينو يو لړ پوښتنې هم وكړې: له ولسمشر څخه و پوښتل شول چې ايا په عراق كې عمومي وضعې د افغانستان پر حالاتو منفي اثر ښندلى؟ هغه وويل نه، د عراق او افغانستان تر منځ كوم خاص تړاو نه شته او افغانان د خپل هېواد حالات د عراق د پېښو په رڼا كې نه ارزوي. د كوكنا و د كر په هكله چې سږكال به د افغانستان په اقتصاد كې نېژدې درې مليارده ډالره وزن ولري ښاغلي كرزي وويل چې كوكنار هغه وخت افغانستان ته راغلل چې افغانان د خپل راتلونكي په هكله بېخي ناهيلي شول، كله چې هيچا دا تمه نه درلوده چې تر سبا به ژوندى وي يا به يې اولادونه تر سبا پورې د ژوند امكانات ولري. هغه وخت خلكو نه شول كولاى چې اوږدمهالى فكر وكړي نو ځكه يې د اسانه لنډ مهاله ګټې په لور مخه وكړه. دغه ګټه د كوكنارو د كر له لارې ممكنه وه ځكه چې دا بوټى نه ډېرې اوبه غواړي او نه يې د پلورلو له پاره بازار ته وړل په كار دي. نو د افعانانو ناهيلۍ د كوكنارو كر ته پراختيا وركړه او اوس كه مونږ غواړو چې له دغه آفت څخه خلاص شو پينځه، شپږ ان لس كاله وخت غواړي. په لومړي سر كې زه ډېر خوشباوره وم، فكر مې ماوه چې په يو كال كې به دا ستونزه حل كړو خو اوس وايم چې شايد لس كاله ورته په كار وي. د هغو مدرسو په اړه چې بنسټ پالونكي په كې روزل كېږي ښاغلي كرزي وويل چې دا مدرسې په پاكستان كې دي. هسې خو په زرګونو مدرسې شته چې ځوانان په كې ديني زده كړې كوي، دغه ډول بنسټ پاله مدرسې په ډېر كم شمېر كې دي او بايد له منځه يوړل شي. افغانان هم له خپل دولت څخه هيله كوي چې په خپله په افغانستان كې مدرسې جوړې شي چې زمونږ ځوانان دې ته اړ نه شي چې پاكستان ته ولاړ شي او هلته د بنسټپاله تبليغاتو ښكار شي. د جنګسالارانو په هكله يوې پوښتنې ته په ځواب كې ښاغلي كرزي وويل چې اوس په افغانستان كې دا ستونزه نه شته. مونږ دا ډول ستونزې څلور پينځه كاله پخوا درلودې خو اوس په هېواد كې داسې يوه ولسوالي يا يو ولايت نه شته چې جنګسالاران دې پرې واكمن وي، ټول واليان او ولسوالان د مركزي حكومت په فرمان ټاكل كېږي، ايسته كېږي او بدلېږي. ښاغلي كرزي دا هم وويل چې په افغانستان كې په زرګونو داسې طالبان شته چې د نورو خلكو په څېر په خپلو كورونو كې په خپلو كارونو بوخت دي او مونږ له هغوى سره كومه ستونزه نه لرو. ستونزې مو يوازې له يو لږ شمېر هغو كسانو سره دي چې افغانستان ته، امريكا ته، د مطبوعاتو ازادۍ ته د كركې په ستركه ګوري. ښاغلي كرزي د افغانستان د اقتصاد د ښه كېدو څو بېلګې هم و ويلې: - په 2002 كال كې د افغانستان سړي سر عايد 180 ډالره و. سږكال 355 ډالرو ته رسېدلى دى. - زمونږ د بهرنيو اسعارو زېرمې په 2002 كال كې يوازې 180 مليونه ډالره وې اوس 1.9 مليارده ډالرو ته لوړې شوې دي. - مونږ 5.5 مليونه ټنه غلې ته ضرورت ل و، پروسږكال مو 4750000 ټنه غله توليد كړې وه او سږ كال د اپنيو د ډېرېدو له امله دا كچه 3.5 مليونو ټنو ته راښكته وه. - د يوې بلې پوښتنې په ځواب كې يې وويل چې له پاكستان او ايران سره د تجارت كچه تر پخوا ډېره لوړه ده. د افغانستان په سياست كې د ايران د رول په اړه ښاغلي كرزي وويل چې هم امريكا او هم ايران په دې برخه كې ډېر عاقلانه برخورد وكړ. امريكا دا مسئله درك كړه چې ايران زمونږ ګاونډى دى او له مونږ سره ډېر نېژدې هر اړخيزه اړيكي لري او ايران هم دا ومنله چې په افغانستان كې د امريكا موجوديت د تروريزم سره د جګړۍ په ګټلو كې خورا مهم دى.