xml:namespace prefix = o />
عبدالله احسان - هالنډ ( ۴ /۱۰/۲۰۰۶ )
کانديد اکا يميسن استاد محمدانور نوميالی چي ۱۳۰۶ لمريزکال د سلواغې دمياشتي پر ۲۹مه (۱۹۲۸ ميلادي کال دفبروري ۹مه ) په کندهار کي زېږېدلی او نن چهارشنبه د ۱۳۸۵ لمريز کال د تلي ۱۲مه ( ۴-۱۰-۲۰۰۶ ) سهار پنځه بجې په نمارک کي د اته اويا کلونو په عمرد زړه حملې له کبله په حق ورسېدﺉ .
کانديد اکاډيميسن څو کا ه پخوا له کابل څخه روسيې او بيا په ډنمارک کي مېشت سو . خدای بخښلي نوميالی صاحب تر يوشمېر علمي کتابونو ترليکلو تر څنګ دافغانستان دعلومو اکاډمي اوپښتوټولني سره هم رسمي کار کړﺉ و . داستاد نوميالي صاحب پوره ژوندليک او د جنازې ځای اونېټې په اړه به مالومات وخت پر وخت له بېنواويبپاڼي خپاره سي .
په ډنمارک کي د کانديداکاډميسين نوميالي صاحب زوم ښاغلي رفيع الله بېنواويبپاڼي دارواښادپه اړه داسي وويل : څرنګه چي زموږ کور دنوميالي صاحب کور ته ډېرنژدې دی نو نوميالی صاحب هر ماښام ډوډۍ خوړلو ته زموږ کورته راتی ،يوځای به مو ډوډوۍ خوړله ، خپل کوچني لمسي ته به يې پښتوليک لوست ښود، مجلس به مو کاوه بيا به بي ته داستراحت له پاره خپل کور ته تی .تېره شپه هم داغسي وسوه څرنګه چي اوس هوا لږ سړه سوې ده ، لږ زکام و . وډۍ مويوځای وخوړه ، خپل لمسي ته يې پښتودرس ورکړ، پر ځينوچارو وږغېدو، ماخستن نهه بجې يې ويل چي کور ته ځم ، څ نګه چي باران و نويې زه او خپله لور يې تر کوره ملګري سوو . يوساعت وروسته يې ټيلفون وکړ چي لږ يخ مي کيږي . موږ کور ته ورغلو ، حالت يې د اندېښنې وړ نه و ، که څه هم ده مخالفت کاوه خو موږ بيا هم ډاکټر ته بوت ، معاينات يې وسوه ، ښکاره سوه چي سينه بغل دﺉ . ډاکټر دوا ورکړه ، کورته د راتګ پروخت مو ورته وويل چي نن زموږ کور کي بيده سه ، ده ونه منله ، ويل يې چي نه زه تکړه يم . سهار مي زنګ ورته ووهه چي احوال يې واخلم خو ټيلفون ته يې جواب نه وايه ، ماويل چي بيده به وي . بيا مي ورته زنګ وهه هم يې ځواب ورنه کړ . وروسته مي مېرمني راته زنګ ووهه چي پ ار ته مي زنګ وهم غوږۍ نه اخلي ته ورسه ناروغي يې ډېره سوې نه وي . کله چي مي يې دکور دروازه وټکوله هم يې ځواب رانه غی ، دکور کيلي مي يې لرله ، دروازه مي خلاصه کړه ، ورته ږغ مي کړه خو ځواب نه و . . . کله چي يې د خوب خوني ته ورغلم دﺉ په خپل ځای بېده و ، هلته پوه سوم چي نور نه زما خبري اوري اونه ځواب راکوي .
خدای بخښلي محم دانور نوميالي تر دې مخکي هم د زړه ناروغي لرله ، دا ناروغي يې په وروستيو درو مياشتو کي تر پخوا زياته سوې وه . ډاکټرانو پنځه ورځي وروسته دوشنبې د زړه عمليات له پاره وخت ورته ټاکلی و . ښاغلي رفيع الله ددې پوښتني په ځواب کي چي داوراښادنوميالي صاحب دجنازې په اړه څه پلان لري وويل : خپله لور يې غواړي چي جنازه دلته په ډنمارک کي خاورو ته وسپارله سي . ځيني نور کسان هم دا پوښتنه کوي ، زه دفعتآ هيڅ نه سم ويلای، په دې اړه بايد د ارواښادنوم يالي صاحب ملګري او دافغانستان پوهان او علمي شخصيتونه موږ ته مشوره راکړي . ښه به داوي چي که کندهار ته د نوم يالي صاحب دجنازې دلېږدولو امکانات برابر سي او په خپل پلرني ټاټوبي کي خاورته وسپارل سي .
دارواښاد نوميالي صاحب د کورنۍ ځينو غړو بېنواويبپاڼي ته د نوموړي دجنازې په اړه داسي وويل : د ارواښادنوميالي صاحب زوم ( بريالی په هالنډ کي ) څه موده مخکي يې خپل يوشمېر اثار خپلي لورته راولېږل او ورته يې وويل چي دغه اثار مي راته وساته هسي نه زه مړ سم او دغه اثار مي څوک وسوځوي . بريالي بېنواويبپاڼي ته وويل چي دﺉ غواړي د ارواښاد نوميا ي صاحب جنازه د کندهار په ولايت کي خاروته وسپارله سي . بريالي زياته کړه چي په کندهار کي يې له ښاغلي ډاکټر طارق رشاد سره په دې اړه خبري کړي تر څو هلته د کلتوري کړيو او فرهنګپالو مشوره ترلاسه او دجنازې دلېږد په وخت کي لازم تدبيرونه ونيسي .
دارواښاد بل زوم ( په لندن کي مېشت ناصر ريشا ) بېنواويبپاڼي ته وويل : موږ دا واښادنوميالي دکورنۍ غړي او دوستان به خپلي ټولي هڅي په کار واچوو تر څو دارواښاد جنازه افغانستان ته انتقال کړو او بيا يې په کندهار کي جنازې مراسم پرځای او خاورو ته وسپارو ، ارواښادنوميالی صاحب يوازي د خپلي کورنۍ نوميالی نه بلکي د ټول افغانستان يو نوميالی شخصيت و . داسي اکاډميک اوعلمي شخصيتونه يوازي دخپلو کورنيو نه بلکي د ټول هيواد شتمني وي .
ليکوال او نوميالي شاعر ښاغلي عبدالباري جهاني بېنواويبپاڼي ته وويل : که دارواښاد نوميالي صاحب جنازه کندهار ته ولېږدوله سي دا ډېره ښه خبره ده ، مګر په دې پرېکړه کي لومړنۍ حق ددوﺉ کورنۍ دغړو دﺉ چي ددوﺉ کورنۍ څه غواړي ، که ددوﺉ کورنۍ ددې کار سره مخالفه وي اونور کسان يې ونه مني هم ښه کار نه دﺉ .په دې اړه بايدددوﺉ دکورنۍ دغړو سره خبري وسي .
په ډنمارک کي مېشت ښاغلي عبدالمجيدارغستاني چي دارواښادنوميالي صاحب دځان او ښاغلي محمديعقوب وزيري نظر داسي راته څرګند کړ: دلته په ډنمارک کي مېشت فرهنګپال افغانان ، او د ارواښاد نوميالي صاحب زوم اکټر شېر حسن راته وويل چي غواړي دارواښادنوميالي صاحب جنازه افغانستان ته انتقال کړي ، ښاغلي ارغستاني بېنواته وويل چي ارواښاد نوميالی صاحب د کندهار ولايت د نومياليو له کړيو څخه يو و ، او بايد په خپل پلرني ټاټوبي کي خاورو ته وسپارل سي . په دې سخت خپه يم چي دکندهار نوميالي ورځ په ورځ راڅخه ځي ، دادﺉ د علامه ح بيبي ، فاضل استاد بېنوا، علامه رشادبابا وروسته يو بل نوميالی کانديد اکاډميسين محمدانورنوميالی هم راڅخه جلا سو ، موږ بايدپه کندهار کي د نومياليو يوه بېله سوې هديره ولرو چي دغه نوميالي مو ټوله په يوه ځای کي خاورو ته وسپارل سي او يو ښه مزار پر جوړ سي .
ښاغلي حبيب الله غمخور چي اوس دامريکاپه سفر بوخت دﺉ بېنواويبپاڼي ته وويل : اول خو په دې سخت خپه يم چي په يوه داسي وخت کي مي امرېکې ته سفر وکړ ، نن مي هرڅه کوښښ وکړ خو ونه توانېدم چي سهار ته ځان بېرته سويډن ياډنمارک ته ورسوم ، خود ټيلفون له لاري ددوستانو سره په تماس کي يم . په سويډن ، ډنمارک اونورو هيوادونو اوهمدا ډول افغانستان کي دا دټولو مشرانو ، فرهنګپالو او دنوميالي صاحب د دوستانو غوښتنه ، هيله او دنده ده چي افغانستان ته د نوميالي صاحب د جنازې په لېږدولو او بيا په کندهار کي خاورو ته د سپارولو په لاره کي خپلي هڅي ګړندۍ کړي . که خداﺉ کول دخدای بخښلي ارواښادنوميالي صاحب جنازه به دکندهار پوهنتون په شاوخوا کي دعلامه رشادبابا مزار ته نژدې خاورو ته وسپارله سي .
ليکوال او تاريخپوه ښاغلي محمدمعصوم هوتک له کاناډاڅخه بېنواويبپاڼي ته وويل : دا خو ښه خبره ده که دارواښادجنازه کندهار ته ولېږدوله سي ، خو د سيمي امنيتي حالت ته په کتو سره زما په ګمان بهتره داده چي که اوس دارواښادنوم يالي صاحب جنازه دامانت په توګه په ډنمارک کي خاورو ته وسپارله سي ، کله چي امکانات برابر سوه بيا به په فرصت سره هيواد ته ولېږدوله سي . دارواښاد استادمحمدصديق روهي جنازه هم لس کاله پخوا په جرمني کي دامانت په توګه خاورو ته سپارله سوې وه ، او ارواښاد بېنواتر اوسه په امرېکاکي دامانت په توګه خاورو ته سپارل سوی دی .
په اروپا کي دافغاني کلتوري ټولنو دګډي جرګې مشر ، يکوال اوکره کتونکي ښاغلي زرين انځور بېنواويبپاڼي ته وويل : په هر صورت بايد دارواښاد محمدانور نوميالي جنازه هيواد ته ولېږدوله سي او هلته په کندهار کي د کندهار پوهنتون پرشاوخوا خاورو ته وسپارله سي . دا به ددې سيمي له پاره د يوه علمي او اکاډميک سمبول حيثيت ولري . په دې اړه بايد کلتوري ټولني او فرهنګپال خپلي هڅي سره همږغي کړي تر څو دارواښاداکاډميسين محمدانورنوميالي جنازه په ډېرعزت او درنښت سره خپل هيواد ته ولېږدول سي .موږ به په دې اړه خپل دريځ د يوه پيغام له لاري هم څرګند کړو .
ارواښادمحمدانورنوميالي څه موده مخکي له بېنواويبپاڼي سره خبري کړې ددې ځای په کښېکاږلو سره يې واورﺉ . نوموړي د ژوند تر وروستۍ شپې پوري يې دعلم او پوهي لاره تعقيب کړه ، هم يې ليکنه او م طالعه کوله او هم نورو ته ښوونه .په خپل لاس تر ټولو وروستۍ ټيپ سوې ليکنه يې د ( هغه پلا او دا پلا) تر سرليک اندي په بېنواويبپاڼه کي د خپرېدو په هيله د ښاغلي ارغستاني پذريعه رالېږل ، دهيواد او ولس سره يې ژوره م ينه درلوده ، له ورځنيو حالاتو يې ځان خبراوه ، چاپي راډيووي او انټرنټي خپروني يې تعقيبولې ، او د بېنواويبپاڼي سره يې ديوه کال په اوږدو کي وخت په وخت همکاري کوله ، او غوره مشورې يې رالېږلې .
دنوموړي دمرګ په لومړۍ ورځ تر ټولو لومړنۍ ځانګړﺉ پروګرام دامريکاږغ اشناراډيوله خوا ښاغلي عبدالباري جهاني جوړ او وړاندي کړ چي ښاغلی محمدمعصوم هوتک يې مېلمه او د ارواښادنوميالي صاحب پر ژوند اواثارو په مفصل ډول سره ږغېدلي دي . داشناراډيوڅخه په مننه سره دادﺉ هغه ټوله پروګرام دبېنواويبپاڼي له لاري ددې ځای په کليک کولو وړاندي کيږي .