د ارواښاد استاد نوميالي دجنازې په اړه لومړۍ غونډه

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 9425

دخبریدو نیټه : 2006-10-05

په كندهار ولايت كي د فرهنګيانو غونډه  د هيواد  د وتلي فرهنګي شخصيت ،ليكوال ، څېړونكي ، ژباړن او شاعر  اروښاد كانديد اكاډيميسن استاد محمد انور نوميالي دجنازې د راوړلو په اړه د كندهار ولايت د اطلاعاتو ، كلتور او ځوانانو په رياست كي ت سره سوه چي په نوموړى غونډه كي دكندهار ولايت د اطلاعاتو او كلتور رئيس  عبدالمجيد بابى ، دكندهار دښووني او روزني رئيس حيات الله رفيقي ، ډاكټر طارق رشاد ، انجينېر شېرشاه رشاد، عبدالمالك همت ، ډاكټر عبدالرزاق پالوال ،فضل محمد پنهان ، عبدالقديم پتيال او نورو فرهنګي شخصيتونو ګډون كړي وو.
په غونډه كي د ارواښاد د ښخولو ځاى دكندهار پوهنتون په سيمه كي د علامه رشاد بابا (رح) مزار وټاكل سو. دا پرېكړه وسوه كله چي راتلونكې اونۍ كي نوموړې جنازه كندهار ته راورسيږي د هغه د بدرگې له پاره دي ټول رسمي او غير رسمى امكانات په كار واچوي.
ځكه د هغه دروند شخصيت سره ښايي چي په ډيرودرنو مراسموسره يې دجنازې مراسم ترسره شي او بايد په دې اړه هيڅوك  او هيڅ مرجع خپله مرسته ونه سپموي
او د كندهار ولايت ادارى چارواكو هم په دې اړه خپل چمتوالۍ وښود.
د كندهار دپوهانو هديره چي د علامه رشاد بابا (رح) د مزار په نامه ياديږي يوه جركه ګۍ لري چي په دې غونډه كي يې غړو ګډون كړى و ، د ا پرېكړه سوه چي د ارواښاد نوميالي جنازه دي په دغه هديره كي خاورو ته وسپارل سي .
او په دې غونډه كي دا پرېكړه هم وسوه چي دلوى استاد پوهاند حبيبى او فاضل استاد بېنوا مړي دي هم دې هديرى ته را انت ال سي .

غونډه

غونډه

غونډه

غونډه

غونډه

غونډه