بې قيمته سوله! (د ميرويس جلالزي ليكنه)

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 9496
ميرويس جلالزى
دخبریدو نیټه : 2006-10-09

په دې و ستيو ورځو كې د رسنيو او سياسي كړيو ترمنځ تر ټولو توده موضوع  د بيل فيرسټ له څ ګندونو وروسته زېږيدلې ده. ښاغلى فيرسټ د امريكا د سنا د اكثريت مشر ده او افغانستان ته په راتګ يې د زابل په و ايت كې د ولايتې بيا رغونې ډلې  له سرتېرو سره د ليدو پر مهال يو داسې موضوع څرګنده كړې چې له دې يوه مياشت وروسته پرې خلګو پټې_پټې ګنګوسې كولې كله خو ځېنو رسنيو په ښكاره ډول ترېنه يادونه هم وكړه خو دا يادونه پخه نه وه.

ښاغلي فيرسټ وويل چې د طالبانو په وړاندې روانه جګړه د حل لاره نه ده، ده وويل د حل لاره به دا وې چې ه طالبانو څخه غوښتنه دولت ته د ورګډېدو غوښتنه وشې او د دولت په جوړښت كې ورته سياسې ونډه وركړل ې.

د امريكا د سنا مجلس د جمهورې غوښتونكو مشر چې خپلو پوځې مشرانو ته يې په كلات ښار كې خبري كولې په وضاحت يې دې ټكې ته اشاره وكړه چې له  كو نيو نا رضيانو سره بايد د خبرو اترو لپاره په روان حال كې افغان دولت او د هغه بهرني ملاتړي ځنډ ونكړي.

د امريكا د سنا د دې چارواكې دا څرګندونې خو نا څاپې او خطايې لكه زموږ د ځينو سناتورانو د ويناوو په شان د هغوى له خولې نه وې وتلي.

له دې څرګنده شوه چي د امريكا ولسمشر بوش چي په خپله هم د جمهوري غوښتونكو له ډلي څخه دى، دې ته حاضر شوى چي په افغانستان كي له خپلو مخالفينو سره د خبرو لپاره راوړاندي شي، په داسي حال كي چي هغه تر اوسه رسماً كومه داسي غوښِتنه په خپلو ويناوو كي نه ده مطرح كړې، خو په غير مستقيم ډول به د دې ويل غ ط نه وي چي د سناتور فيرسټ ژبه د بوش ژبه ده.

اوس دې خبري څه نا څه رسمي وضاحت تر لاسه كړ، چې د امريكا دولت هم په دې خبره اوس پوه شوى چې طالبان د دوى په وړاندې ديد مقاومت كوې او د دې توان هم لري چې په بېلابېلو جبهو كې له بهرنيو سرتېرو سره وجنګېږې او بايد د يو قوت په ست ګه ورته وكتل شي.

د سناتور فيرسټ له خبر څو اونۍ مخكې په افغانستان كې د امريكايې قواوو مشر جنرال كرل اكن بيرې ويلې وو چې طالبان د اندېښنې وړ پياوړې نه دې او د افغانستان په ځينو سويلې ولايتونو كې څه نا څه نفوذ لرې او بس.

خو د امريكا د حكومت او مقننه قوې تر منځ په پرتو نظريو كي هم ستر توپير برېښي هغه دا چي د جمهوري غوښتونكو د ګوند سناتوران چي د بوش ملاتړ لري په يو نظر او د حكومت پوځي جنرالان بيا بېل نظر لري، خو په اصل كي د امريكايي سناتورانو نظر د ډېرو افغانانو اوسنى نظر دى.

په وان حال كې د امريكايي وګړو او په افغانستان كي د نورو اروپايې هيوادو د سرتېرو د مړېني كچه مخ پر لوړېدا ده.

دلته هر ورځ د يو او دوو ښونځيو د سوځولو، د انجين انو د يرغمل كولو، د ماين د چاودنو د نا څاپي خونړيو بريدونو او په لسګونو جنايي پېښو د تر سره كېدو خبرونه اورېدل كېږي، خطر ناكه خبر لا دا ده چي طالب جنګيالو اوس د خپلې مبارزې لمن پلازمېنې كابل ته هم رسولې ده. خو دا م بارزه مخامخ نه بلكي د ځانمرګو بريد كونكو په ترسره كولو او بس.

دې ټولو پېښو ته په پام سره د امريكا م تحده ايالتونه او د هغو اروپايې پلويان د افغانانو د ستونزو په له منځه وړلو كې په روان حال كې د يوې غير منتظره ناكامي په لور روان دي.

 د دې ناكامي د علتونو له سمندر څخه يو دا كېداى شي چي د ام يكا دولت تر اوسه دې ته پام نه دى كړى چې څرنګه كولاى شې د افغانستان  په ليري پرتو و ايتونو، ښارونو، كليو او ولسواليو كي د افغانانو په ورځنيو ستونزو ځان خبر او هغوى  له دې ځورونكو ستونزو وژغوري.

زموږ افغانانو خو له بهرنيانو ډېر اميدونه لرل  او امريكايي لوړ پوړو مقاماتو له بوش نيولې بيا تر  رايس  او رامزفلډ پوري له تېرو ۵ كلونو راهيسي په هر وار چي افغانستان ته راغلل نو يې همدا يوه خبره په ژبو وه چي دا ځل به امريكا په افغانستان كي خپله پخوانۍ تېروتنه چي د روسانو له ماتي وروسته يې افغانان يوازي پرېښودل  تكرار نكړي  او امريكا له افغانانو سره په مرستو كي ژمنه ده.

اما افغانان دې ژمنتيا ته اوس د شك په سترګه ګوري ځكه چي د امريكايانو د خبرو او عمل  تر منځ داسي ستر توپيرونه ليدل كېږي چي په پټو سترګو او توره تياره كي هم د لمسون وړ دى.

امريكايان په دې عقيده دې چې ريښتيا هم د افغانانو ډېره برخه د هغوى د مرستو څخه منندوى دي، او له دې مننه كوې چې امريكا د دې هيواد د روښانه راتلونكې لپاره له ۵ كلونو راهيسې ډېر كار كړى او د امريكا مرستې هم ټولې پر ځاى  لګېدلې دې.

ځېنې افغانانو په ۲۰۰۱ ميلادې كال كې د بن له تړون وروسته د خپلو ماشومانو د راتلونكې ژوند لپاره د يوې ښې راتلونكې هيله مندې موندلې وه خو اوس دا هيله مندې په چاودنو كي وژل شوي ښكاري.

خو د امريكايانو دا باور ځكه غلط دى چې اوس د ليري پرتو ولايوتونو اوسېدونكې خو لا څه كوې چې د ښارو استوګن هم له خپل هيواده يو ځل بيا زړه تورې شوې او نه پوهېږې چې راتلونكې به يې څنګه وې ؟

كه د پلازمينې كابل په ګرد چاپېر ولسواليو او كليو كې د خلكو ژوندانه ته نظر واچول شې، اوسېدونكې د اوبو، ب ېښنا، ټلېفون، سړك او  ټرانسپورټې خدمتونو له نه شتون سره چي د هر هيواد يو وګړى يې د درلودو حق لري مخامخ دې. ډېرى خلګ كورونه نلرې چې پكې شپې ورځې سبا كړې. د دولتې ادارو تر۵۰ فيصدو ډېر مامورين شخصې استوګن ځايونه نلرې.

په ډېرو ولايتونوكي دولتي ودانۍ په سترګو نه ليدل كېږي په ځينو ولايتونو كي رسمي مام ورين په اوسپنيزو كانټينرونو كي كار كوي . امريكايان چې د پوليسو او ملې پوځيانو په روزلو كې ځان د ستري ونډې خاوندان بولې تر اوسه په دې نه دې توانيدلې چې پوليسو ته د اړتيا وړ زدكړې  و كړې.

په غټه شمېره پوليس كافي سواد خو يې څه كوې حتې په دې هم نه پوهېږې چې خپل نوم ولېكې او د كوڅو او واټونو په څنډو كې ولاړې لوحې ولولې.

دا ټول هغه څه دې چې طالبان ترېنه ګټه پورته كوې او غواړ ې د نړيوالې ټولنې د نيم ګړتياوو تر چتر لاندې يو ځل بيا د عامو افغانانو ملاتړ خپل كړې او څه نا څه يې دا كار كړى هم ده، ځكه چې د امريكا د سنا د جمهوري غوښتونكو د ډلي د اكثريت مشر ښاغلي بيل فيرسټ هم دا ومنله چې طالبانو د ځينو سيمو د اوسېدونكو په منځ كې خپلې ريښې پراخې كړې دې او د هغوى ملاتړي اوس ډېر شوي دي.

د بيل فيرسټ ملګرې د امريكا د سنا د مجلس د وغتيايې چارو د سناتور په وينا كې بيا د ښاغلې فيرسټ سره څه نا څه توپير وو، په ظاهرې بڼه داسې ښكارې چې هغه غوښتل د خپل ملګرې خبرې څه نا څه ترميم كړې.

دا ترميم په دې معنى چې دوهم سناتور افغان طالبان په دوو ډلو ووېشل، هغه وويل چې د افغانستان حكومت بايد هغو طالبانو ته د سولې بلنه او په حكومت او سياسي بهير كي د  ورګډېدو بلنه وركړې چې روان سياسي بهير ته د يو ګواښ په توګه متوجه نه وې او دا طالبان جرمې سابقه ون رې، جنايت كار نه وي او عام خلګ او بهرني عسكر يې وژلي نه وي.

هغه وويل په افغانستان كې د روان كړكېچ لپاره كومه بله آسانه او جادويې د حل لاره نه ليدل كېږې.

د ښاغلي فيرست په خبرو كي يو بل څه چي ورته پام كول اړين وو هغه دا وو چي هغه ويل  كه په افغانستان كې طالبان له دولت سره د ورګډېدا له چانسه ګټه پورته كړې نو داسې به هم نه وې چې له هغوى پوښتنه ونشې.

دا ښه كار ده چې هغوى سياسي بهير ته له ورګډېدو مخكې د افغانستان له خپلواكۍ او د يو افغان وګړي له ټولنيزو امتيازاتو پوره باخبره شي او په دې هم پوه شې چې ښځې او نا ينه اوس په افغانستان كې مساوي حقوق لرې.........

د امريكايي سناتورانو دې ويناوو د افغانانو تر منځ هغو نا تايد شويو ګنګوسو ته څه نا څه ريښتينى رنګ وركړ چې څه موده وړاندي د مطبوعاتو له خوا خپرې شوې وي.

په رسنيو كې راغلې وو چې افغان دولت او د ناټو ځواكونو پوځي مشران په پټه له طالبانو سره په دې خبري كوې چې هغوى ته د افغانستان په سياسې بهېر كې ونډه وركړې، نظرياتو ته يې غوږ ونيسي او خپلي غوښتني ترېنه مطرح كړي.

د امريكا د دې دوو سناتورانو ويناوي په داسي يوه كړكېچن حالت كي د افغانستان لپاره د زخم پر سر د مرهمو د موښلو په څېر خوند لري. په ظاهراً به دا خبري په دريو ډلو خلكو سختي تمامي شي.

لومړي : د شمالي ټلوالي جنګيالو ته چي له طالبانو څ خه ترخې خاطرې لري او هغوى طالبانو ته د خپلو سرسختو دښمنانو خطاب كوي.

دوهم: هغي يوې ډلي ديموكراتو افغانانو ته چي ځيني د هيواد په دننه كي او ځيني په بهر كي د طالبانو له وېري شپې ورځي سبا كوي او د طالبانو د واكمنۍ پر م هال د هيواد پرېښودو ته اړ شوي وو.

درېيم: هغو بهرنيو ميندو او پلرونو ته چي خپل ماشومان يې له همدې طا بانو سره د جګړې پر مهال د افغانستان په بېلابېلو ولايتونو كي له لاسه وركړي، هغوى به د طالبانو او افغان دولت د خبرو اترو څخه داسي انګېرنه وكړي چي د دوى د بچيانو ويني نو په افغانستان كي نا حقه توى شوې.

خو د امريكا د سنا دمجلس  د دې سناتورانو څرګندو نې د افغانستان په ګوټ_ ګوټ او له هيواده بهر هم  د افغان سياستوالو  د ستايلو وړ واقع شوې.

د پكتيا د قومونو مشرانو د دې امريكايې سناتورانو له وينا څخه ملاتو وښود. د پكتيا د قومونو مشر ښاغلې احمدزې وويل : د دې دوو ام يكايې سناتورانو له وينا څخه شديد ملاتړ كوې او دوى له پخوا دا لاره غوره ګڼله خو تر اوسه نه ده عملې وې.

هغه وويل دوى به ډېر ژر په دې اړه يو پرېكړه ليك صادر كړي او د حامد كرزې په مشرې له  دولت څخه به دا غوښتنه وكړې چې طالبانو ته په حكومت كې ځاى وركړې.

ډېرى افغانان په دې باور دې چې د دې سناتورانو وروستۍ ويناوي د دې ښكارندويې كوې چې امريكايان د افغانانو په اوسنې حالت ډېر خواشينې دې او هڅه كوې چې په هر قيمت وكړاى شې د دې هيواد د وګړو امنيت خوندې كړې.

خو د امريكا د سنا ديموكراتانو په جمهوري غوښتونكو نيوكه وكړه او د هغوى دا وينا يې د تروريزم په وړاندي جګره كې له ماتې سره يو شان وبلله .

ديموكراتانو وويل : چې د امريكا دولت بايد طالبانو ته سپين بيرغ ونه رپوې كه نه نو د هغوى ټولې ۵ كلنې هلې ځلې به په افغانستان كې له خاورو سره خاورې شې.

په داسې حال كې چې د افغانستان په دننه كې د بيل فيرسټ څرګندونې د ډېريو افغانانو د وياړنې وړ وګرځېدې خو په خپل هيواد كې ورته چنداني هركلى خو څه كوې چې مخالفت يې هم وشو، ډيموكراتانو بيل فيرسټ  د زړه د جراحۍ  متخصص ډاكټر  په ګوتو كړ. نه  يو امريكايې وطن پرست سياست وال.

دا چي د سناتورانو غوښتنه به د افغانستان په دننه كې د افغانانو او له افغانستان بهر د نړيوالې ټولنې له  سلو څو فيصده رايه خپله كړي؟

او  دا چي دا خبري به څه وخت پيل شي ؟                                                               &nb sp;                                                 

كومي ډلي به يې مخالفت وكړي؟

حالات به خپله ځواب ورته ووايي.