د بيان ازادي د انسان اساسي حق دی

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 9500

دخبریدو نیټه : 2006-10-09

نېټه :٦ /٦ /١٣٨٥

د لوۍ او بخښونکی خدای په نامه

د ژورنالېستانو څخه د ملاتړ د نړيوالې ورځې په مناسبت د فرهنګ او ځوانانو د وزير پيغام

په افغانستان کې د مطبوعاتو او ژورناليستانو له ازادۍ څخه د نړۍوال ملاتړ د ورځې په مناسبت تاسې ټولو درنو حاضرينو ته مبارکي وايم. دا اوس يوه ډېره عامه مقوله ده چې مطبوعات د دولت څلورم رکن دی خو هغه مفهوم چې د دې مقولې ترشا پټ دی د ډېر لوړ ارزښت ښکارندويي کوي. څومره چې د دولت درې ګوني اصلي ارکان، اجراييه وه، مقننه قوه او قضاييه قوه، د درناوي وړ دي هماغومره په ديموکراتيکو ټولنو کې دغه څلورم رکن هم د درناوی وړ دی. په مقابل کې بيا هماغسې چې درې ګوني اصلي ارکان د هېواد او ولس د لوړو ګټو په وړاندې مسووليتونه او مکلفيتونه لري همدغه شان مطبوعات هم مسووليتونه او مکلفيتونه لري. د بيان ازادي د انسان اساسي حق دی چې هم يې نړۍوال تړونونه تضمين کوي، هم يې زمونږ خپل اساسي قانون تضمين کوي او هم يې سالم ټولنيز اخلاق تضمين کوی. زه د يموک اسۍ او د هېواد لوړو ګټو ته متعهد يم او په خپل ټول توان به د خپلې دندې په چوکاټ کې د مطبوعاتو له ازادۍ او د ژو ناليستانو له مشروعو حقوقو څخه ملاتړ کوم. دا يوازې د يو وزير وعده نه ده، په ديموکراسۍ او ازادۍ د يو مين انسان تعهد هم دی. البته دا خبره هم بايد هېڅکله هېره نه کړو چې ازادي د بې بند و بارۍ مانا نه لري. ازادي هغه وخت ريښتيا هم په ټول مفهوم ازادي ده چې د ټولنې د ټولو غړو حقونه په کې محفوظ وي. ريښتينې ازادی د نورو په درناوي کې ده، ريښتينې ازادي يوازې د هېواد عالي ګټو او ملي ارزښتونو ته د درناوي په چوکاټ کې تامينېدای شي. ژورناليستي اخلاق د د يموکراتيکو ارزښتونو يو خورا غوره مثال دی چې د نړۍ په ګوټ ګوټ کې واقعي ژورناليستان د هغوی پر بنسټ خپل کار عياروي. په افغانستان کې د بيان د پراخې ازادۍ تجربه نوې ده او کله کله دغه لوړ انساني ارزښت په ناوړه او ناسالمه توګه هم استعمالېږي. زه هيله لرم چې مونږ به وکړای شو چې د مطبوعاتو ازادي په سالمه بڼه په خپله ټولنه کې عملي کړو. زمونږ ژورناليستان حق لري، او وظيفه لري، چې له خپلې ازادۍ څخه دفاع وکړي او زه په زغرده ويلای شم چې دغه وزارت به په دې ډګر کې د ژورنالېستانو ملاتړی وی. مګر زمونږ خلک هم دا حق لري چې ژورناليستان، او په عمومي توګه مطبوعات، هم د هېواد لوړې ګټې او د ژورنالېزم هغه منل شوی اخلاقي اصول چې نړۍوال ژورنالېزم پرې وياړي په پام کې ونيسي. د افغاني مطبوعاتو د لا ښې غړوېدا په هيله تاسې ټولو ته يو بريالی کنفرانس غواړم.

په د ناوي

عبدالکريم خرم د فرهنګ او ځوانانو وزير