&
nbsp; د قرآنكريم معجزه
ژباړه نجيب الله عليزى/هلمند
د امريكا نړيوال تجارتي مركز چي په د
نيويارك ښار په ((جُرُ ف هار)) سيمه كي يې پر ۱۰۸ او ۱۰۹ نمبر سړك موقعيت درلودئ، د ۲۰۰۱ كال د سپټمبر پر ۱۱مه دوې
الوتكي پكښي ووهل سوې چي له امله يې دواړه تعميرونه ونړېدل او په زرګونو كسان پكښي ووژل شول. د دغي پېښي
وړاندوينه ۱۴۰۰ كاله وړاندي په قرآنكريم كي په دې ډول شوې ده:
افمن اسس بنيانه، على تقوا من الله و رضوان خيرٌ ام من اسس بنيانه، على شفا جُرُف
هار فانهار به، في نار جهنم والله لا يهدي القوم الظالمين (۱۰۹) لا يزال بنيانهم الذي بنواريبة في قلوبهم الا
ان تقطع قلوبُهُم والله عليمٌ حكيم.
ترجمه:
آيا هغه كسان چي خپل د تعمير تهداب د خداى د وهم او تقوا په خاطر كښېږدي ښه به وي
او كه داسي تهداب كښېږدي لكه د ((جُرُف هار)) چي پر ظلم باندي ولاړ وي. چي هغه به نېغ په نېغه د دوږخ په اور كي ولوېږ
ي.
دا ودانۍ چي هغوى جوړه كړې ده تل
به د هغوى په زړونو كي د بې باورۍ سبب وګرځي، چي د هغوى د ويستلو كومه لاره چاره اوس نسته پرته له هغه چي د دوى
زړونه ټوټه_ټوټه شي او الله ډېر ښه خبر او د حكمت خاوند دى.
&nb
sp;
د موضوع تحليل:
پورتني دوه
يتونه د قرآنكريم په ۱۱مه سېپاره كي راغلي دي، چي د نيويارك پېښه هم د سپټمبر پر ۱۱مه رامنځته
وه.
پورتني دواړه آيتونه د ۱۱مي
سېپارې په سورت توبه كي راغلي دي، سورت توبه د قرانكريم نهم سورت دى چي د نيويارك پېښه هم د عيسوي كال په نهمه
مياشت (سپټمبر) كي رامنځته شوه.
پو
تني دوه آيتونه د سورت توبې ۱۰۸ او ۱۰۹ آيتونه دي، چي په نيويارك كي ولاړ تعميرونه هم د دغه ښار پر ۱۰۸ او ۱۰۹
نمبر سړك باندي ولاړ وه.
د سو
ت توبې له پيله تر ۱۰۸ او ۱۰۹ نمبر آيتونو پوري د ټولو تورو (حروفو) شمېر دوه زره يو توري كېږي، چي دا پېښه هم په
۲۰۰۱ كال كي رامنځته شوه.
(جُرُف
هار) يعني نړېدل يا له منځه تلل چي هغه دوه تعميرونه هم له منځه ولاړل.
اوس نو تاسو فكر وكړئ، آيا دا ټول تصادفي شيان دي؟
د آيتونو شمارې له ۱۰۸ څخه تر ۱۰۹ پوري، چي د نيويارك تعميرونه هم پر ۱۰۸ او ۱۰۹ نمبر
سړكونو ولاړ وه.
د سورت شماره په ق
انكريم كي ۹ (سورت توبه) دى چي دغه حادثه هم پر نهمه مياشت (سپټمبر) كي رامنځته شوه.
د دې پيښي بيان د قرانكريم په ۱۱ سېپاره كي شوى دى، چي د پېښي تاريخ هم د سپټمبر يوولسمه وو.
د سورت توبې له پيل څخه تر ۱۰۸ او ۱۰۹ ايتونو پوري د ټولو تورو شمېر ۲۰۰۱ توري كېږ
ي، چي د ۲۰۰۱ كال د نيويارك له پېښي سره برابر دى.
د آيت په متن كي ((جُرُف هار)) د خرابېدونكي معنا وركوي چي دا ((جُرُف هار)) په نيويارك كي د دغې سيمي نوم دى.
يادونه: موږ هڅه وكړه چي د قرانكريم مبارك آيتونه په قرآني ليكدود يعني له زور، زېر، پېښ او ...... س
ه خپاره كړو خو د تخنيكي نمګړتياوو له كبله ونه توانېدو، هيله ده ومو بخښئ.