د خدای بخښلي محمدولي مندوزي د جنازې مراسم

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 965
خپرنيزه څانګه
دخبریدو نیټه : 2004-08-27

د خدای بخښلي مندوزي په جنازه کي سلګونه تنه ګډون کوونکي ( هالنډ ) ددن هاګ ښار  

خدای بخښلی مندوزی خپل ابدي کور ته پر لاري

د سرمحقق محمدولي مندوزي سره وروستی مخه ښه

ښاغلی عبدالروف خپلواک د خدای بخښلي مندوزي د جنازې وروسته د خدای بخښلي په اړه خبري کوي د سرمحقق محمدولي مندوزي د ژوند تر ټولو وروستی عکس

 

 

 

 

 

 

 

 

د هيواد پياوړی، تکړه او منلی ليکوال او څېړونکی ، خدای بخښلی محمد ولي مندوزی چي د ٢٠٠٤ کال د اګست د مياشتي پر ٢١مه نېټه د هالنډ د دين هاګ په ښار کي په حق رسيدلی و ، جنازه يې نن سهار د نوموړي ښار په اوکن بورخ Ockenburch  نومي هديره کي خاورو ته وسپال شوه .

د خدای بخښلي د جنازې په مراسمو کښي د هالنډ ، جرمني ، بلجيم او ځينو نورو اروپايي هيوادونو څخه راغليو  په سلګونو  مشرانو ، ليکوالو ، د کلتوري ټولنو استازو او همدا ډول د خدای بخښلي ملګرو او د کورنۍ غړو ونډه اخستې وه . د خدای بخښلي مندوزي جنازه پرون ٢٦_اګست _ ٢٠٠٤ د سهار پر ١١ بجې خاورو ته وسپارل شو .  ( روح دي يې ښاد وي )

دقرآن عظيم الشان تر څو ايتونو او دعا وروسته د قبر سرته ټولو راغليو کسانو ته د ښاغلي عبدالروف خپلواک له خوا د خدای بخښلي مندوزي د ژوند په اړه لنډي خبري وشوې . وروسته تر دعا کولو ټوله ګډون کوونکي د فاتحې د مسجد پر لور رهي شوه ، چيري چي تر فاتحې وروسته د خيرات ترتيب هم شوی و .

د خدای بخښلي سرمحقق مندوزي  پوره ژوند ليک به دده مرحوم د چاپ شويو اثارو، علمي اوفرهنګي خدمتونو له په اړه له مالوماتو سره يوځای ډير ژر په بېنوا ويبپاڼه کي ولوستلای شئ .