خليل الله سروري/ کندهار
پرون سې شنبه د۱۳۸۵ کال د تلي ۲۵ مه غرمه ۱۱ نيمي بجې د كانديد اكاډمېسن استاد محمدانور نوميالي جنازه له كابل څخه كندهار ته راورسېده.
استاد نوميالى د تلي د مياشتي پر ۱۲مه له هيواد بهر د اروپا په ډنمارك هيواد كي د و
پېښي ناروغۍ له كبله په حق رسېدلى وو، چي جنازه په داسي حال كي كندهار ته داخل شوه چي له ښاره د خپلواكو فرهنګي ټولنو استازي، د اطلاعات او كلتور
رياست چارواكي او د استاد د كورنۍ غړي مخي ته ور وتلي وه.
د
استاد نوميالي جنازه د لسګونو كسانو په بدرګه د كندهار پوهنتون ته څرمه د علامه رشاد بابا (رح) زيارت ته
يووړل شوه. وروسته د استاد نوميالي مړيني ته ځانګړې شوې جريده (روهي بهير) د جنازې پر ګډونوالو ووېشل شوه، چي د
استاد نوميالي په اړه د بېلا بېلو ليكوالو ليكني او د خواشنۍ پيغامونه پكښي چاپ شوي وه، دا خپرونه په كندهار
كي مېشت روهي ادبي بهير له خوا د استاد نوميالي د مړيني په خاطر چاپ شوې وه.
د استاد نوميالي د جنازې مراسمو
ته له كابل څخه د علومو اكاډمۍ په استازيتوب پوهاند عبدالهادي هاند، د كندهار ولايت مرستيال ډاكټر همايون، د
اطلاعات او كتلور رئيس عبدالمجيد بابى، د ښووني او روزني رئيس حيات الله رفيقي، د علامه رشاد اكاډمۍ مشر
انجينر شيرشاه رشاد، ډاكټر طارق رشاد او د ځينو نورو دولتي ادارو مشران، د خپلواكو ادبي ټولنو غړي او د استاد
نوميالي ارادتمندان راغلي وه. چي د جنازې تر لمانځه ادا كولو وروسته يې مړى د غرمې پر ۱ بجه خاورو ته وسپارل شو.
او د درناوي په دود يې پر قبر د ګلونو ګېډۍ كښېښودل شوې.
د مراسمو دوهمه برخه غونډي ته
ځانګړې شوې وه چي په پيل كي د كندهار د اطلاعات او كتلور رئيس عبدالمجيد بابي پرانيستونكې وينا وكړه، ډاكټر
طارق رشاد د استاد نوميالي ژوند ليك ولوست، د ولايت مرستيال ډاكټر همايون د ولسمشر كرزي پيغام ولوست، د ع
ومو اكاډمۍ پيغام د پوهاند هاند له خوا ولوستل شو، د كندهار د ښووني او روزني رئيس حيات الله رفيقي وينا وكړه.
په پاى كي د يو شمېر پيغامونو تر ويلو وروسته د استاد نوميالي د كورنۍ په استازيتوب د هغه زوم ډاكټر شيرحسن حسن خبري وكړې، نوموړي د استاد په جنازه كي له ګډونوالو څخه مننه وكړه، چي تر هغه وروسته غونډه د درو بجو په شاوخوا كي د استاد اروا ته د خوښۍ د دعا په ويلو پاى ته ورسېده.
د عکسونو ليدلو د پاره داځای کښېکاږﺉ