نن په تول افغانستان کې د افغان مومن او مسلمان ولس د وژې دېرشمه ورځ پوره کيږي او سبا دوشنبه چي د ۱۳۸۵ كال د لړم (عقرب) لومړۍ نېټه ده په ټول هېواد کې د نېکمرغه کوچني اختر لومړۍ ورځ اعلان شوه، چې د راتلونکې اونۍ تر پيل پور ې به په ټول افغانستان کې رخصتي وي. د نړۍ د ټولو مسلم انانو له پاره د کوچني او لوى اختر ورځې ډېرې مهمې مذهبي اوسپېڅلې ورځې دي، چې مسلمان امت يې د يوه کال په اوږدو کې دوه ځلې په خوشاليو لمانځي. افغان ولس په تېرو دريو لسيزوکې خپل اخترونه له بدمرغيو، ستونزو، جګړو، مهاجرتونو، خواريو او بېوزليو سره لمانځلي او له هغه خوند څخه بې برخې دي،چې د نړۍ نور مسلمانان يې د اختر ونو په ورځو کې لري. سره له دې چې د هېواد په گڼ شمېر سيمو کې ناارامي واکمنه ده، دولتي ادراې او څانګې په درغليو کې ډوبي دي، بې عدا تي، ظلم او ناروا په هرڅه کې تر سترګو کېږي، د نيشه يي توکو قاچاقچيان او د وسله والو ملېشو يو شمېر زورواکي د ډالرو او افغانيو په مستيو کې ډوب دي بيا هم د هېواد خوار، غريب او نيستمن خلک د اختر ورځې د نوو خوړو، تازه سبو او ميوو د کورنۍ غړو او په تېره بيا ماشومانو ته د نوو جامو په رانيولو او جوړولو سره لمانځي اوله خپل وس سره سم د خپل غولي دسترخوان د نورو د هرکلي له پاره په وچو ميو او خوږو سمبالوي. د کابل ښار ټول بازارونه، کوڅې او واټونه له گڼه ګوڼې ډک دي، هر څه پرېمانه دي او هر څوک د خپل جېب له مخې يو څه رانيسي. مګر ډېر شمېر اوسېدونکو چې له بېنوا ويبپاڼي سره يې د زړه خواله کوله هيله څرګنده كړه، چې وطن يې آرام او سوکاله شي، د جګړو، وژنو، چاودنو، درغليو، غلاوو، ظلم او تښتونو لړۍ پاى ته ورسېږي، ټول سره يو لاس شي، اوکډوال يې په عزت سره وطن ته بيرته ستانه شي. يو تن اوسېدونکي سيد رحمن وويل، اختر به هغه ورځ اختر شي، چې سوله وي او جګړه بنده شي. نوموړي طالبان هم ددغه وطن بچيان او اوسېدونکي وبلل او له دولت څخه يې هيله څرګنده کړه چي ورسره جوړ جاړى وکړي. د کابل ښار يو بل اوسېدونکي ګل ولي وويل له دې اختره به څه خوند واخلي، چې ماشومان يې نوي جامې نه لري او د بېوزلۍ له امله يې تر اوسه هيڅ خواږه نه دي رانيولي. يو کابلي ځوان تميم انصاري وويل يوه اونۍ مې مزدوري کړې اود خوړو او مېوو د انيولو له پاره مې يو څه پيسې ګټلې دي، چې د مېلمنو او انډيوالانو قدر مي په وشي.د سړک د څنډې يوې خيرات غوښتونکي ١٠ کلنې ماشومې نجلۍ مريم، چې اوښکې يې له سترګو راروانې وې، وويل د اختر پوښتنه مه را څخه کوه، خيرات راکړه چې م ور مې ناروغه ده او واړه وروڼه مې د خوړلو له پاره څه نه لري، زه درمل ته ضرورت لرم نه نوو جامو ته. د همدې ماشومې په خبرو ما هم د نورو مرکو او خبرو توان له لاسه ورکړاو په دې دعا سره، چې الله تعالى دې په دې بېوزلو ماشومانو او کورنيو ورحمېږي د دفتر په لور روان شوم او دغه رپوټ مې بېنوا ته پورته کړ .