دغازي امان الله خان د ازادۍ د سرو زرو مډالونه >>>

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 984
خپرنيزه څانګه
دخبریدو نیټه : 2004-09-01

   ښاغلی  حبيب الله رفيع       __________________________      ښاغلی عبدالحميد مبارزښاغلی عبدالحميد مبارزاستاد حبيب الله رفيع

په اروپا کې د افغاني کلتوري ټولنو د ګډې جرګې له خوا د افغانستان د سياسي خپلواکۍ د بېرته ګټلو او د غازي امان الله خان د واکمنۍ د پنځه اتيايمې کاليزې په وياړ  دوو نومياليو افغان ليکوالو او  د بيان د ازادۍ وتليو او زړورو مبارزينو  ښاغلي استاد حبيب الله رفيع او ښاغلي عبدالحميد مبارز ته د غازي امان الله خان  د ازادۍ د سرو زرو مډالونه ورکړل شول .

 

په اروپا کې د افغاني کلتوري ټولنو د ګډې جرګې دغه پرېکړه د روان کال د اګست پر ٢١ نېټه په هغه  ستره غونډه کې اعلان شوه چې د هېواد د خپلواکۍ او د غازي امان الله خان د واکمنۍ د پنځه اتيايمې کاليزې په مناسبت د جرمني د ليورکوزن په ښار کې د افغانستان د کلتوري ودې ټولنې له خوا د اته سوو تنو افغانانو په ګډون جوړه شوې وه او مډالونه او سندونه يې پر هماغه ورځ د جلال اباد په تاريخي ښار کې په هاغه غونډه کې دغو ښاغليو ليکوالو ته وړاندې شول چې په همدې وياړلي مناسبت د افغانستان د کلتوري ودې ټولنې او د ختيځو ولاياتو د ليکوالو او ژورناليستانو ټولنې له لورې جوړه شوې وه.