د وردګو ولايت د سيداباد ولسوالۍ د قومي
جرګې د تالار بنسټ کېښودل شو
نبي ساحل
د بيات بنياد مشر انجنير احسان
الله بيات د خپلو مرستو په لړ کې د جمعې په ورځ د وردګو
ولايت د سيداباد په ولسوالۍ کې د اړوندې ولسوالۍ ، د قومي شورا لپاره د غونډو د يو تالار د بنسټ ډبره
کېښوده.
دغه تالار به په يوه وخت کې د ٦٠٠ تنو د ځايولو وړتيا لري او تر څنګ به يې د يو دفتر سربې
ه څو عصري تشنابونه هم جوړ کړى شي. په همدغه مناسبت په جوړه شوې غونډه کې د سيداباد ولسوالۍ ولسوال په افغاني لرغوني تاريخ کې د جرګو او مرکو دود ته په اشارې سره وويل چې هميشه افغانانو خپلې ستونزې د همدغو جرګو او مرکو له لارې هوارې کړې دي او
د راتلونکي لپاره يې پلانونه پکې جوړ کړي دي. هغه زياته کړه چې همدې دود د دغه ملت د م
ي وحدت ستنه جوړه کړې ده.
د سيداباد ولسوال د
دغه لرغوني فرهنګ د ژوندي ساتلو لپاره د بيات بنياد دغه پر ځاى ګام چې د وردګو ولايت
د سيداباد په ولسوالۍ کې د قومي جرګې لپاره يو تالار جوړوي وستايله او مننه يې ترېنه وکړه. د بيات بنياد مشر
انجنير احسان الله بيات د دغه تالار د بنسټ د ډبرې د اېښودلو پرمهال د افغانانو د ټو
و ستونزو د حل يواځينۍ لار خبرې اترې او مفاهمه وښوده او زياته يې کړه چې هيله لري په ټول افغانستان کې دې ته ورته
د جرګو او مرکو تالارونه د سيمو د مخورو لپاره جوړ کړي. ښاغلي بيات زياته کړه چې ( وردګ يوه کوچنۍ سيمه ده او په
ډېره کمه ځمکه زيات اولس ژوند کوي، اقتصادي حالت يې هم دومره خوندور نه دى خو دا سيمه او قوم تر هرچا لوى پانګه
وال دي هغه د علم د پانګې شته والى دى چې دوى يې لري. په ټول افغانستان کې وردګ په پوهه، علم او تدبر باندې شهرت ل
ي.)
هغه د سيمې خلکو ته په خطاب کې وويل چې
د دغو مرستو څخه هېڅ کومه سياسي او يا بل مطلب نلري يواځې د خپل خداى او د دغه هېواد پور چې پر ما دى ادا کوم يې.
هغه زياته کړه چې ما د دې هېواد اوبه څښلې، هوا مې يې تنفس کړې او خاپوړي مې پکې کړي دي نو ضرور پر ما هم يو څه حق لري چې دا دى نن يې زه په ادا کولو پسې را وتى يم.
د تکيې د ليسې مدير غفور
خان له ښاغلي بيات څخه وغوښتل چې له دې ولايت سره د پوهنې او معارف په برخه کې هم مرسته وکړي، ځکه چې د دې ولايت د
پوهنې حالت ډېر د اندېښنې وړ دى. د يادولو وړ ده چې ښاغلي بيات د سيمې خلکو سره ژمنه
وکړه چې وخت ته په کتو سره به په بېلابېلو برخو کې نورې مرستې هم ورسره وکړي.