باجوړ، پاکستان - د مولوي فقير لنډه پيژندنه!

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 9888
پتمن
دخبریدو نیټه : 2006-11-02

دپتمن رالېږنه - کابل

په تيرو څو کلونو کې د طالبانو د قومندانانو يا مشرانو په نوم ډير کسان تېر شول .نن سبا په دغو قومندانانو کې د مولوې فقير نوم  ډير گرم دی . د نړۍ په ټولو مطبوعاتو کې يې نوم مشهوره شوی دی.او د پاکستان حکومت يې هم د نيولو لپاره خپلې لېڅې  رابډوهلي دي .پرنوموړي دا تور دی چې دطالبانو پلوی دی او د القاعده غړو ته پناه ورکوي .

مولوې فقير په خپل څلويښتم کال پښه  ايښې ده . نوموړی څلويښت کاله وړاندي د باجوړ له مرکز خار څخه څه نا څه لس کيلومتره ليري د ډمه ډولۍ په جنگې سيمه کې زيږدلی دی . لومړنۍ زده کړي يې دباجوړ په مامون کې ترسره کړي او د صوابې له مشهوري مدرسې پنج پير څخه يې لوړې زده کړې ترسره کړي دي . وروسته له زده کړو نوموړي په افغانستان کې د روسيې پر ضد جهاد کې ونډه واخيسته ،گمان کيږې مو وي فقير په همدغې مهال له افغانې طالبانو سره نژدې اړيکې پيداکړې وي.

نړيوال مطبوعاتو کې دا نوم اوس وپيژندل شو خو سيمه ييزو خلکو نوموړې او د هغه کارونو سره  له پخوا نه اشنا وول. په 1994 کې کله چې مولوي صوفې محمد د نفاذشريعت محمدې په نوم تنظيم جوړ کړ او څه حکومتي ودانۍ يې تر ولکې لاندې اوستې  مولوي فقير په هغه کي د يو مهم شخص رول ادا کړې و. په هغه وخت کي هم مولوي فقير د نيولو پسې حکومت امر ورکړي و.خو د يو څه وخت وروسته يې بيرته معاف کړ.

په افغانستان د امريکې له ب يد وروسته په پاکستان کې د مظاهرو په لړۍ کې نوموړې د باجوړ د مظاهرو مشري په غاړه درلوده. ددوهم ځل لپاره په نوموړې د پاکستان حکومت زور هغه مهال راغې کله چې په توره بوره کي القاعده له ماتې سره مخ ول او باجوړ ته د څو ورځو لپاره دمولوې فقير په ځاې تم شول. دا ځل بيا نوموړی له حکومت څخه پټ شو. بيا هغه مهال را څرگند شو چي په مردان کې د القاعده د يو مهم غړي فراج اللیبي ونيول شو او بيا د مولوې فقير کور حکومت وپلاټه چې نوموړې په کور کې نه و او د هغه يو ورور او د تره زوی يې ونيول. نوموړې تر ډير وخته په پښو سفرونه کول خو اوس مهال په موټر کې له يو ځای څخه بل ځای ته ځي .د نوموړي په وينا دم گړۍ هغه سره شاوخوا زرتنه جنگيالې شته دي.

د بل ځل لپاره نوموړي څو ورځې وړاندي په يوه مظاهره کي را څرگند شو چي د امريکا او پاکستان پر ضد يې بيانونه ورکړل او د طا بانو او القاعده په پلوې يې خلک راوبلل.