د ولسي جرګې پلاوى د انارو مېله كوي (ځانګړى راپور)

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 9926

دخبریدو نیټه : 2006-11-04

 

د بېنوا ويبپاڼي ځانګړى راپور

 

آغلې شكيبا: د ولسي جرګې پلاوى كندهار ته د انارو د مېلې لپاره راغلى دى

 

د تېرو څلورو مياشتو راهيسي د كندهار ولايت پنجوايي او ژړۍ ولسوالۍ د محشر په ميدان اوښتي دي، دلته د ناټو ځواك په مټ د يوويشتمي پېړۍ د وسله وال ځواك ټول قهر او غضب خپله وح تناكه ننداره وركوي، چي د اختر پر دويمه د پنجوايي ولسوالۍ پر زنګاوات كلي د ناټو ځواكونو ړنده بمباري او تر سلو زياتو ولسي وګړو قتل عام د دغي وحشتناكي نندارې يوه پرده وه چي په اړه يې افغان ولسمشر هم وويل چي په دې پېښه خواشينى دى، د بشري حقونو نړيوالو ټولنو او د سره صليب نړيوال سازمان هم خواشيني ورباندي وښوده.

د افغان ولسي جرګې له خوا د څېړني لس كسيز پلاوى د موضوع د څېړني لپاره تېره پنجشنبه د لړم پر ۱ مه كندهار ته راورسېد.

د دغه پلاوي يوې غړي شكېبا هاشمي په هماغه شپه د كندهار د روهي ادبي بهير په اوونيزه غونډه كي برخه واخيسته، هغې غونډي ته وويل چي دې له پلاوي څخه وغوښتل چي راشي او په روهي ادبي بهير كي له ليكوالو، روڼاندو او څېړونكو سره وګوري، خو هغوى نه يوازي دا چي خپله رانغله، بلكي د طلوع، آريانا، لمر او ........ ټلوېزونونو ژورناليستان يې هم ورسره پرې نښودل، او بانه يې ستړيا وښوده.

آغلي شكيبا وويل چي د دوى پلاوى به هيڅ هم و نكړي، ځكه هغوى كندهار ته يوازي د انارو د مېلې په نيت راغلي دي، هغې زياته كړه چي ما ورته وويل چي تاسو كله بهرنيو هيوادو ته ځئ نو هلته د ستړيا بهانه نشئ كولاى او خپل پروګرام مخته وړئ، خو دلته چي په خپل هيواد كي سفر كوئ او د يوې لويي بشري غميزي د څېړني لپاره راغلي ياست نه غواړئ چي رښتينى واقعيت ځانته م الوم كړئ.

دې همدارنګه وويل چي په ولسي جرګه كي د جرګې غړي جميل كرزي د كندهار والي بې كفايته وښود، خو وروسته يې بخښنه وغوښته چي دى احساساتي وو او دا خبره ځني وشوه، دا وايي چي دې وجميل كرزي ته وويل چي تا په خپل ژوند كي همدا يوه رښتيا خبره وكړه خو له بده مرغه بيرته دي واخيسته، هغې زياته كړه كله چي د كندهار والي اسدالله خالد د پلاوي په راتګ خبر شو نو بهر ته يې سفر پلان كړ، چي دوى كله راغله هغه نشته تللى د .

آغلي شكېبا وويل چي هرڅوك هرڅه كوي خو دا به تر خپله وسه هلي ځلي كوي او د خپل ولس ترڅنګ به ولاړه وي.

وروسته ښوونكي مهدي خليق د آغلي شكيبا له نيكو احساساتو او وطندوستۍ څخه مننه وكړه او دا يې رښتيا ووبلله چي آغلي شكېبا په خپل ټول خلوص د خپل ولس ترڅنګ ولاړه ده، دوى هم ټول د دې ملاتړ دي.

وروسته د ښاد په نامه يوه ښوونكي د آغلي شكيبا د نيكو احساساتو ستاينه وكړه او په له درده ډكه ژړغونې لهجه يې وويل چي چارواكي د ولس په غم كي نه دي، دوى د ولس د قربانيانو د وارثانو پر زخمونو مالګي دوړوي، ده وويل چي د ده خوريى د دوراهي په چاودنه كي تور سكور شو، دى ولايتي شورا ته د هغه له وارثانو سره د مرستي په نيت څو واره ورغئ خو د شورا مشر احمدولي كرزي دى لكه د فټبال توپ يوې او بلي خواته په لغته وهي، ده وويل چي چارواكي ټول خاينان دي، دى نور ژوند نه غواړي هغوى دي دى ووژني.

ورپسې ځوان ژورناليست او ليكوال مفتي احمد فرزان وويل چي هغه م ستي چي د پنجوايي او ژړۍ ولسوالۍ د جنګ ځپلو په نامه راځي د چارواكو له خوا خوړل كېږي، بله دا چي د موضوع د څېړني لپاره په پلاوو كي داسي كسان ټاكل كېږي چي هغوى اصلاً د دغو لوبو اړخونه وي، چي هيڅكله هم دولس د درد احساس و سره نشته.

ده د كندهار پر چارواكو او په خاص ډول پر والي نيوكه وكړه چي دوى اصلاً د مسئلي او ستونزي په رامنځته كولو كي پړه دي، ده وويل له كله چي دغه اوسنى والي (اسدالله خالد) كندهار ته راغلى دى، نو دغه ټولي بدمرغۍ سيمي ته ورسره راغلي دي، بيا رغونه يو مخ په ټپه درېدلې ده، اداري فساد اوج ته ختلى دى، د ځانم ګو بريدو شمېره تر تصور اوښتې ډېره شوې ده، جنګونو د بشري ناورين بڼه نيولې ده او هغه مرستي چي ولسمشر يې ژمنې كړي چي جنګ ځپلي به حج ته استوي د دغه ناورين جبران نه شي كولاى.

په ده پسې عبدالاحمد محمديار د شكيبا د هلو ځلو او خلوص مننه وكړه، ده وويل چي دا خور په رښتيا د ولس په غم غمجنه ده دوى اوس ستړي كندهار ته راورسېد ، د دوى نور پلاوى به په رښتيا هم اوس د هوس په محلونو كي په خنداوو بوخت وي، خو دغه نره خور په دا نيمه شپه د كندهار د فرهنګيانو و سپېره غولي ته راغله، ځكه دا پوهېږي چي د ستونزي اصل لار، د منډيګك ماڼۍ په محل او د و ايتي شورا د نارنج ماڼۍ په شيش محل كي نشي پيدا كېداى، بلكي د ولس په منځ كي پيدا كېدلاى شي، ده زياته كړه چي دغه پلاوى بايد له چارواكو او د قومي مشرانو په نامه د ولس او قومونو له سوداګرو او دلالانو سره و نه ګوري ب كي د ولس له رښتينو خواخوږو او ولسي خلګو سره وګوري او د ستونزي او را پېښ بشري ناورين يو رښتينى انځور ولسي جرګې ته له ځان سره يوسي، ده پر ولسي جرګه او د كندهار پر ولايتي شورا نيوكه وكړه چي دوى خو ولس د خپلو استازو په توګه ټاكلي نو بيا دوى ولي په دغسي يوه لويه غميزه كي د ولس پر بده ورځ كوم جدي غبرګون و نه ښود.

په اخيره كي ټولو فرهنګيانو له آغلي شكېبا څخه هيله وكړه چي پر پلاوي ټينګار وكړي چي د حقايقو د ښه روښانتيا لپاره له دوى سره وګوري، هغې هم ژمنه وركړه او ويې ويل كه پلاوي ورسره نه كتل نو دا به په يوازي سر د څېړني او نظر اخيستلو يو پروګرام جوړ كړي.