د روهي ادبي بهير ۳۱مه غونډه جوړه شوه

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 9932
مختاراحمد انتقام/كندهار
دخبریدو نیټه : 2006-11-04

راپور: مختاراحمد انتقام

 

د روهي ادبي بهير ۳۱مه غونډه د روان كال د لړم پر ۱۱مه د ماځيګر پر۴:۲۰ بجو د ښاغلي عبدالله ستوري لخوا د قرانكريم په تلاوت سره پيل سوه.

دا تر كوچني اختر وروسته د روهي ادبي بهير لومړنۍ غونډه وه چي پ انيستونكي خبري يې د ښاغلي واصل حسنيار پر غاړه وې.

نوموړي د اختر د خوښيو كيسې ونكړې بلكي د دې سيمي د وګړو د اختر د ورځو له غميز و څخه وږغېد، له اختره يې ناخوښي وښوول او ويې ويل چي اختر خو داسي نه وي لكه زموږ چي د خوښيو پر ځاى يې له ځان سره غمونه او دردونه يې راوړي وه.

ده په بهير كي د ځينو كسانو حركتونو ته په اشارې سره وويل چي موږ بايد له حسد او كينې څخه كار وانخلو، همدا ول يې څرګنده كړه چي كه يو ملګرى كمزورى شعر وايي نو پر خندل كېږي، خو ځني كسان چي بيا ښه شعر وايي نو هغوى بيا د خپل حسد پر اساس نه خوښوي او څه پسي وايي، د خبري د روښانه كولو په خاطر يې يو حديث وړاندي كړ چي په كي ويل سوي دي چي ((كه په هر كور كي كه سپى او تصوير وي نو ملكه نه ورځي)) ښاغلي حسنيار وويل چي د حديث په تفسير كي زړه له كور، سپى له حسد او تصوير له دنيا او دولت سره تشبه سوى. نو كه په كوم زړه كي حسد وي  نو په هغه زړه كي خو مينه او مهرباني نسته، هيله يې وښوول چي داسي بايد ونه سي، پر ځاى يې بايدګمزوري ملګري وهڅول سي، خو پر دې يې ډېره خوښي وښوول چي بهير ته نوي ملګري راغلي دي.

و پسې مختاراحمد انتقام د تېري اونۍ راپور وړاندي كړ، چي د كره كتني لپاره هم څو ټكي په كي پاته وه.

ښاغلي عبدالاحمد محمديار راپور وستايه او هغه يې له ستونزو خلاص وباله خو په راپور كي يې د دې خبري لامل و غوښت چي ولي غونډي مېلمه نلري او ولي يې مشر ارزيابي ونكړه.

ښاغلي جان محمدصالح ته دا جمله بدخونده ښكارېدله چي په راپور كي راغلي وه غونډه د پلانكي په ق ائت ويلو سره پيل سوه خو نوموړي يې سمه بڼه داسي وښوول چي غونډه د چا له خوا په قرائت ويلو پيل سوه.

تر هغه وروسته مشاعره وسوه چي دې ښاغليو په كي شعرونه واورو :

قدرت الله ليوال، توريالي څرګند، سيدحبيب الله روحاني، سيدالرحمان خپ واك، محمد اسماعيل، خيرالدين صنميار،واصل حسنيار،عبدالاحمدمحمديار، حكمت الله سروش، احمدالله عباد، عبدالله شاه محتابي، حافظ نثاراحمد، علي احمدسمسور، قيام الدين قيادت، عبيدالله تسل، استاد مهدي خلي ،عبدالقيوم مينوال،احسان الله جرس،حيات الله څرك،بشيراحمد قادري، ګران اغا الفتيار، حبيب الله قلم مل، سيد نور ساحل،علي محمد جلال، خالد نړيوال،علي محمدحقمل او محمد شريف ناكرار.

مشاعره لا پاى ته نه وه رسېدلې چي ښاغلى محمديار بېله بلني د مايك تر شا راڅرګند سولومړى يې د كندهار ولايت څخه ولسي جرګې ته د كندهار د استازي اغلي شكيبا د راتګ خبر وركړ، همدا ډول يې له هغو كانديدانو سر وټكاوه چي دوى د دې سيمي په استازيتوب په ولسي  جرګه كي ناست دي او د دې سيمي د وګړوپه حال ځان نه خبروي، ده وويل چي كه چيري دوى په رښتيا سره زموږ په غم كي واى نو د اختر په ورځو به زموږ په لسګونو كسان نه وژل كېدلاى او په اختر كي به د غم پر ټغر نه واى ناست، اغلې شكېبا يې ډېره وستايل چي د ولس لپاره يې كار كړى او كوي يې ښه مثال يې د ښاغلي سيداحمد قانع له بنده د راخلاصولو پر مهال همكاري وبلل. او دا يې د كندهار په استازو كي يوه وتلې استثنا وبلل.

وروسته آغلي شكېبا ته نوبت ورسېد، هغې لومړى بهير ته پر راتګ خپله خوښي وښوول چي له فرهنګيانو سره ويني، خو دا د هغه پلاوي يو غړې وه چي د وروستيو ناورينونو په خاطر كندهار ولايت ته د ولسي جرګې له خوا را لېږل سوى و، دې له خپلو هغو ملګرو شكايت وكړ چي له دې سره په سفر كي ملګري وه، دې وويل چي ما خپلو ملګرو ته  چي د دې سيمي استازي هم دي وويل چي راسئ له عامو وګړو او فرهنګيانو سره وينو، خو دوى وويل چي موږ خسته يو، ددې په نظر چي دوى د انارو ميلې ته راغلي دي نه د خلګو غم ته، همدا ډول دې څرګنده كړ چي موږ كله خارجي هيوادو ته په سفر ځو نو هلته همدغه استازي په هره ميلمستيا او غون ه كي برخه اخلي، خو زه افسوس كوم چي دوى په خپل كور كي داسي كوي او له كوره نه راوزي.

دې وويل چي ما دوى ته دا هم وويل چي راسى له عامو وګړو سره ووينو ځكه چي عام ولس موږ ته رښتيا وايي، خو د كندهار چارواكي رښتيا نه وايي، دې د كندهار له چارواكو سر وټكاوه او په اخير كي يې وويل چي جميل كرزري څو ورځي مخكي وويل چي د كندهار والي دي بدل سي چي د كندهار حالت سم سي، ما وويل چي لومړى كس دى چي داسي خبر يې وكړه او په خوښه هم سوم، خو وروسته بيرته له خپلي خبري تير سو او بخښنه يې وغوښته، په دې يې خواشيني وښوول چي جميل ك زي ولي خپله خبر واخيسته زياته يې كړه چي نوموړي په خپله خبره باور نلرى نو ولي يې يو ځل داسي ويل دې زياته كړه چي د پلاوي په راتلو سره د كندهار والي هم كندهار خوشي كړى او خارج ته تللى.

په روهي ادبي بهير كي د راټولو سو فرهنګيانو او ولس څخه يې غوښتنه وكړه چي همكاري ورسره وكړي كنه له ناكامۍ سره به مخ سي ځكه چي په ولسي جرګي كي يوازي ده او څوك يې ملګرى نه كوي.

تر دې وروسته ښاغلي استاد مهدي خليق ته ور وركړل سو، ده له اغلي شكيبا مننه وكړه چي بهير ته راغلې ده اوله دې يې زياته خوښي په دې  وښوول چي د بهيروالو سره په دې سپېرو خاورو كي ويني،همدا ډول يې وويل چي زه ددې خور له نظر څخه پوسوم چي هغه نور استازي رښتيا هم د انارو ميلې ته راغلي نه زموږ درملني ته په پاى كي يې د بهير د ملګرو په استازيتوب دې ته هر كلى ووايه او له دې يې غوښتنه وكړه چي هغه كسان چي زموږ درد ته دوا كېږي هغوى هم زموږ په درد خبر كړي.

ښاغلي عبدالخليل ښاد د ښاغلي محمديار د خبري په تايداغ ې شكيبا ډېره وستايل د هغې له كارو يې يادونه وكړه.

ورپسې ښاغلي احمدفرزان د خبرو نوبت خپل كړ، ده هم په ولسي جرګه كي د كندهار استازي ددې سيمي په ناخوالو ناخبر وبلل، د كندهار له والي اسدال ه خالد او نورو چارواكو يې سخت سر وټكاوه اود هغوى دليري كولو غوښتنه يې هم وكړه، ددې سيمي د امنيت خرابي، د بيا جوړوني د كارو درېدل يې ددې والي له لاسه وبلل، ده د ناټو د ځواكو پرهغو دليلو هم ډېره حيرانتيا وښوول چي دوى د بمباريو وروسته لرل، ده يادونه وكړه چي دوى ويل چي زموږ كسانودې كورو ته په دوربين كي وكتل په دې كورو كي ښځي او ماشومان نه تر سترګو كېدل او دا د طالبانو ځالي وې نو موږ بمبار كړل،بل دليل يې دا وښود چي ولي موږ ته خ كو خبر رانكړه چي موږ په دې كورو كي ژوند كو نو موږ به، بمبار نه پركولاى ده زياته كړه چي د ناټو ځواكونو خو ويل چي زموږ څخه پر مځكه هيڅ هم نه وركېږي موږ هر څه وينو، نو دوى ولي د اختر په ورځ زموږ په لسګونو كسان چي ښځي او ماشومان هم ور په كي وه ووژل؟.

تر ده وروسته ښاغلي محمديار د بهير د م ګرو په استازيتوب وويل چي موږ كوم سياسي اړخ نه غواړو او نه يې لرو، هيله يې وكړه چي بايد چاته داسي فكر پيدا نه سي، چي بهير سياسي اړخ لري په اخير كي يې وويل چي فرهنګي سياست او ملي سياست به لرو ځكه چاره نه ورڅخه لرو خو هر څه چي وايو بايد دليل اومنطق ولرو، ددې سيمي د وګړو پټه خوله يې د دوى ناتواني وبلل.

وروستى كس ښاغلى فيض محمد كارګر و، ده له عامو وګړو او فرهنګيانو ملاتړ وكړ او له ځان سره يې دا پوښتنه لرل چي څو كاله مخكي خو همدې خارجي قواو ويل چي طالبان نور ختم سول او هغه په افغانستان كي نسته، خو اوس له كوم لوري راغله، د كومه سول؟

ځواب يې له فرهنګيانو، ولسمشر حامدكرزي، كندهار والي او د ناټو له ځواكو وغوښت. ده وويل چي ولي پر عامو خلكو بمونه غورځول كېږي؟ د كندهار د خلكو ژوند يې ژوند ونه باله، په اخير كي يې هيله وښوول چي پټه خوله مه پاتېږى خپل ږغ پورته كړى، موږ له تاسو سره يو، كه يې تاسو وژلاست نو ما دي په سر كي ووژني.

د غونډي مشر ښاغلى عبدالله ستورى، ميلمه يې ښاغلى علي محمدجلال و، د وخت د كموالي له خاطر د غونډي مشر غونډه ارزيابي نسواى كړى.

د غونډي په اخير كي و پتېيل سول چي په راروانه اونۍ كي به ښاغلى احسان الله جرس د ښاغلي حكمت الله سروش پر شعر كره كتنه كوي، د غونډي وياند ښاغلى عبدالواسيع هڅيال و، غونډه د ماښام پر ۶:۴۵ پاى ته و سېده.