ګزارشګر : حکمت الله څرك / کندهار
په كندهار كي د افغان ملت ګوند له خوا
د كرزي د كانديداتورۍ ملاتړ غونډه جوړه شوه
د روان كال د وږى پر ١٢ مه د افغان ملت ګوند له خوا د حامد كرزى د كانديداتورۍ د ملاتړ غونډه د نوموړى ګوند د مشر پروفيسر ډاکتر انورالحق احدي په مشرۍ او د سل ګونو ګوندي غړو، سپين ږيرو او ازادو خلګو په ګډون د كندهار ښار په خوشبخت سالون كي جوړه شوه.
دا غونډه تر غرمي وروسته پر٣ بجې د قران شريف د څو سپيڅلو اياتونو په تلاوت سره پيل شوه په پيل كي په كندهار كي د ګوند د ولايتي شورا غړى او د كندهار د ګمرك رئيس حاجي عزيزالله اسحاقي د پيل وينا وكړه، په هيواد كي پر شته ستونزو، د هغو پر لاملونو او د اواري پر لارو چارو يې وږغيد.
ورپسي د نوموړى ګوند مشر ښاغلى ډاكتر احدي د تودو چكچكو په بدرګه د دريځ مخي ته وبلل شو ښاغلى احدي په پيل كي وويل:
زه ستاسو د تاوده هركلي او احساساتو څرګندولو لپاره د مننى ټكى نه لرم خو بس وايم چي تشكر،نوموړی لومړى د ملتونو د سياسى تكامل پر بهير وږغيد او ويې وويل:
ملتونه د خپل سياسي تكامل په ترڅ كي له درو مرحلو څخه تيريږى چي لومړۍ يې د دولت جوړولو دويمه د ملت جوړولو او دريمه يې هم د ديموكراسۍ مرحله ده، ده د همدغو درو پړاوونو په اړه اوږدې خبري وكړى، بيا د افغان ملت ګوند پر تاريخ او ارزښت وږغيده او په پاي كي يې د خپل ګوند له خوا د ښاغلى كرزى د كانديداتورۍ د ملاتړ اعلان وكړ.
ده د خپلو خبرو په ترڅ كي د كرزى د حكومت مثبتو او منفي اړخونو ته اشاره وكړه او مثبت اړخونه يې فوق العاده ځواكمن وبلل، ده همدارنګه د كرزي حكومت په افغانستان كي يو انقلاب وباله او د دې انقلاب د تكميل لپاره يې د كرزى بيا ټاكنه اړينه وبلله، ده وويل:
زه ډير ګمان كوم چي كرزى صاحب وړونكى دى، خو ښه خبره به دا وي چي موږ دي په ښه لوره اكثريت سره بريالي كړو، په لوى اكثريت د برياليتوب ګټه دا ده چي دي بيا كولاى شي چي پخپله اداره كي لوى تصميمونه ونيسى، ده همدارنګه د نورو ګوندونو په اړه پرته له دې چي نوم يې ياد كړي نظر وښود او ويې وويل:
موږ كوښښ كوو چي د ګوندو تعداد لږ شى او درو څلورو ته را ورسيږي او نورګوندونه چي دي ماته يې هيڅ واضحه تګلاره او پلان نه مالوميږى.
په ده پسي قومي مشر او د كرنى پخواني وزير عزيز الله ( واصفي ) په كندهار كي د نوموړي ګوند د ښځو د جرګي مشرې عاليې، په زابل كي د ګوند ولايتى جرګي منشى سيدا جان ( غمخور) ،په هلمند كي د ولايتي جرګي په استازيتوب امان الله ( سعادت )، د كندهار پوهنتون رئيس حيات الله ( رفيقي ) او يو سپين ږيري سيد ظاهر اغا ويناوى واورولې، د غونډي په وروستيو كي ځينو مشرانو او تجارانو ښاغلى احدي صاحب ته پګړۍ ور پر سر كړه او نوري ډالۍ يې ورته وړاندى كړې، غونډه د ماځيګر په پنځه نيمو بجو د دعا په ويلو سره پاى ته ورسيده.