کابل ښاروالي او ورسره ستونزې تر څه وخته !

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 9970

دخبریدو نیټه : 2006-11-05

کابل ښار چې د افغانستان پلازمينه او ددغه هېواد له سترو ښارونو څخه شميرل کيږي لا هم د پلازمينې بڼه نه ده غوره کړې . د ښار دننه د ترافيکو گڼه ګوڼه ، د هوا د چاپيريال خربوالى او ککړتيا، د خپل سروکورنو او هټيو جوړول ، د زورواکو له خوا د دولتي ځمکو غصبول ، په عامه لارو او سړکونوکې د تبګنيانو او لاسي پلورونکو ګڼه ګوڼه او زوږ ، د اوبو ،بريښنا ، سړکونو او د ککړوتوکو د سموشبکونه شتون او په لسګونو نورې داسې ورته ستونزې شته ، چې هم کابل ښاريان ، دولتي چارواکي ،په خپله شاروال ، ښاروالي ، ترافيک او امنيتي چارواکي ورڅخه سر ټکوي . دورته ستونزو په تړاو دولسي او مشرانو جرګو ناستو ته په وار وار چارواکي ورغوښتل شوي ، مګر تر اوسه د ستونزو د اواري له پاره بنيادي چارې نه دي په ګوته شوي . که له يوې خوا د کابل ښاروالي چارواکي د کابل ښار په زړه د قواى مرکز په څلور لاره او ښاوا خواکې کې دوکانونه ورانوي له بل لوري د کمپنۍ پر سيمه کې دشګو او ريګ جوړولو شرکتونو دغه سيمه غار غار کړې ، چې د کڼدوالو بيرته جوړول او سمول به نه يوازې دا چې کلونه ونيسي ، بلکه په ميليونو افغانيو لگښت به پرې راشي . د شګو او ريګ جوړولو شرکتونو يولس تنه خاوندان او چارواکي او کابل ښار وال پرون ولسي جرګې ته ور بلل شوي وو. د شرکتونو چارواکو شکايت د لود چې ښاروالي يې په کارونو بنديز لګولى اورته پيښ شوى زيان به له دولت څخه وغواړي . کابل ښاروال بيا وويل چې ددغو شرکتونو تړون لا لس مياشتې وړاندې د کانو او صنايعو له وزارت سره پاى ته رسيدلى او د کابل ښاروالى ٢٥ ک ن ماسټر پلان يې له خنډونو سره مخامخ کړى دى . نوموړي ادعا وکړه چې دغو شرکتونو په سيمه کې دلويو او ژورو کندو په رامينځ ته کولو سره دولت ته د ميليونو افغانيو زيان رسولى دى . خو په ناسته کې چې دولسي جرګې مشر يونس انوني او د جرګې داقتصاد او شکايتونو د کميسيونو مشران او چارواکو هم حاضر وو، پريکړه وکړه چې د کال تر ختم يدو پورې شرکتونه کولاى شي خپلو کړو وړو ته په دغه سيمه کې ادامه ورکړي او وروسته له هغه دې خپل ماشين الات د ته بند سيمې ته وليږدوي .د کابل ښار د قواى مرکز په سيمه کې هم د کابل ښاروالى او هټيوالو لوى غرب او درب روان دي او له پرون راهيسي د ښاروالي چارواکي په سيمه کې دموټرو د پرزه جاتو لوى لوى دکانونه يو پر بل پسې ورانوي او ادعا کوي چې په خپل سراود ماسټر پلان پر خلاف جوړ شوي دي . ځينې هټيوال بيا ادعا کوي ، چې يوازې د کم وسو او کم زورو دکانونه ويجا ړيږي او د زورواکو هرڅه پر ځاى دي . د کابل ښاروالى يو چارواکي وويل چې په پام کې ده په دغه سيمه کې د موټرو څلور لو ى تم ځايونه او يوه لويه څلور لاره جوړ شي او ددغې سيمې ٦٠ فيصده سيمه شنه سيمه ده ، چې دا مهال په کې لس ګونه دکانونه جوړ شوي دي .د ښاروالى د بازار موندلو مشر نثار احمد حبيبي بينوا ته وويل چې د سيمې دکاندارانو ته په بګراميو کې ٣ زره نوي دکانونه جوړ شوي او ډير د وړاندې دوى ته خبر ورکړل شوى وو، چې سيمه تشه کړي او هرڅه نويو دکانو ته وليږدوي . پرته له دې د تيرو پنځو کلونو په بهير کې د کابل ښار په لويو واټونو ، سړکونو او لارو کې د بهرنيو او کورنيو سازمانونو، موسساتو او ځواکونو له خوا د خونديتوب او امنيت د ساتلو تر نامه لاندې د گن شمير سمنټي ديوالونو او چکونو جوړول او ايښودل دا ښار لا نور هم په سې تنګ کړ ، چې له امله يې د ښار دننه د تګ او راتګ او ترافيکو ستونزې لا ډيرې کړې دي . د کابل ښار زړه کې د پخواني کابل هوټل او اوسني سرينا هوټل شاوخوا سړکونه بل ډول بڼه غوره کړې ، د وزير اکبرخانه مينه نوره بيګانه بريښي او په نوي ښار اوځينو نورو سيمو کې هم هرڅه بدلون موندلى دى . ترافيک ، امنيتي چارواکي او کابل ښار والي هم ونه توانيدل چې د شار خنډونه لرې کړي . دورته ستونزو په يادولو سره ويلاى شو چې په ورته ستونزو کې يوازې ښاروالي او ښاروال ګرم نه دي ، د اوسنى ښار وال هلې ځلې بيا هم د پخوانيو ښاروالانو په پرتله له ورايه تر سترګو کيږي ، مګر ترڅو چې دا ښاروالي او زوړ ماسټر پلان ،چارواکي او زورواکي وي ،ورته ستوزې مخ په ډيريدو دي ، ښار به لا نور هم ککړ شي ، بې وزله اوسيدونکي به يې د کور خاوندان نه شي او ټول ښاري حقوق به تر پښو لاندې وي .کابل ښار يان هم دنده لري تر څو د خپل کور ، دکان او ښار په ساتنه ، پاکى، خونديتوب ، ښکلا او پرمختګ کې پوره ونډه واخلي . ولسمشر حامد کرزي ا ودولتي چارواکو ته هم په کار ده چې په دې برخه کې پوره پاملرنه وکړي او اړوندې ادارې او چارواکي دې ته اړ باسي تر څو د يو بنسټيز پلان په تيارولو سره د ټولو خپل سريو مخه ونيسي او په ريښتيني توګه کابل ښار ته د يو هېواد دپ ازمينې بڼه وبښي . دا مهال کابل ښاروالي د يو زوړ او ډير پخواني تشکيلاتي جوړښت له مخې د بهرنيو هېوادونود ښارواليو په څير هيڅ ډول مالي ، اقتصادي ، تخنيکي ، کلتوري او فرهنګي ځواک نه لري ، ترڅو چې زموږ ښاروالي دو ته ځواکونو او څه ناڅه لوستو مهندسانو ، انجينيرانو او مسلکي چارواکو څخه برخمن نه شي ،نو تل به د ا ستونزې او دا کټو او څمڅه وي .