غلام ولي نوري
د مېړاني جزا( The Punishment of Virtue) د هغه ناندرييز كتاب نوم دى چي د ۲۰۰۶م كال د اكتوبر په مياشت كي د امريكا په متحده ايالاتو كي خپور شو، چي ورسره سم يې د رسنيو او سياسي حلقو پام ځانته واړاوه.
د كتاب ليكواله آغلې ساراچيس ده، چي د امريكايوه
وتلې ژورناليسته ده او په ۲۰۰۱ كال كي هغه وخت د نيشنل پبليك راډيو(National Public Radio)
له خوا څخه نړيوالو
ته د طالبانو د زوال د وروستيو شېبو د انځورولو په موخه افغانستان ته را استول شوې وه چي د طالبانو واكمني
يوازي د دوى تر مركز كندهار پوري محدوده پاتې وه.
له دې هيواد سره د دې ا
نايي او د امريكا د متحده ايالاتو اشغال دا دې ته وهڅول چي په افغانستان كي له دغه رواني ډرامې څخه پرده پورته
كړي او دغه ټوټه_ټوټه هيواد د يوې ژورناليستي او يوې مرستندويي په صفت يو موټى كړي، همدا لامل دى چي دا په
افغانستان كي د ډېرو هغو پټو رازونو څخه خبره او عيني شاهده ده چي عام ولس ډېر لږ ترې خبر دى.
كه څه هم
له نېشنل راډيو سره د سارا وظيفه په ۲۰۰۲ م كال كي پاى ته ورسېده، خو دې له افغانستان څخه لاس وانه خيست، هغې هوډ
كړى وو چي وكړاى شي د دغه جنګ ځپلي هيواد تقدير ته په خپلو هلو ځلو سره بدلون وركړي.
همدا دليل
وو چي دې له مايكروفون سره مخه ښه وكړه او افغانان د مدني ټولني پر لور چي يوه خيريه ټولنه ده او د ولسمشر كرزي
د مشر ورور قيوم كرزي له خوا تمويليږي، هغه وړانديز ومانه چي دې ته يې د وظيفې لپاره كړى وو.
په كندهار
كي د دې دنده دا وه چي كليدي چارواكو ته د پام وړ ټكي ورپه ګوته كړي. همدا دليل دى، چي د كابل د امنيه قومندان
بريد جنرال محمداكرم خاكرېزوال د وژلو تر څنګ د نورو ډېرو زړه بوږنونكو او پټو رازونو عيني شاهده پاته شوې
ده.
دا زياتوي دغه فاسده جګړه چي په افغانستان كي روانه ده د امريكا حكومت او وسله وال پوځ دې ته زمينه
برابره كړه چي يو ځل بيا فاسد مليشه يي قوماندانان واك ته ورسوي او همدا شان پرېږدي چي يو ځل بيا د طالبانو ډله
د امريكا د ملګري پاكستان په مرسته خپل نفوذ په سيمه كي وغزوي.
سارا په خپل كتاب كي د ټولو هغو شيانو څ
خه بحث كوي چي څنګه هغه ځواكمن قبايلي مشران چي د طالبانو له خوا له واكه ګوښه شوي وه بيرته واك ته ورسېدل او
پر افغان مظلوم او بېچاره ولس د طاعون اپت په څېر رانازل شول، چي په دغه لوى او بې شرمانه جرم كي د امريكايي پوځ
او نورو چارواكو لاس هم شامل دى.
د پنيشمنټ اف ورچو په افغانستان كي د امريكا د غلطي پاليسۍ يو ښه سند
دى، چي څنګه يې هغه د تېرو پېړيو زوړ او قبايلي جنګسالاري سيسټم بيرته راژوندى كړ چي جبر او ستم يې بايد د
افغانستان بې چاره ولس وزغمي.
سارا زموږ د ګاونډي پاكستان د مداخلي په اړه وايې چي يوه ورځ د كندهار
ولايت مقام ته د پاكستان د استخباراتي ادارې اى ايس اى دوه افسران راغلل، والي ګل اغا شيرزي ته يي وويل چي
تاسو ولي له والي اسماعيل خان څخه د هرات ولايت نه نيسئ؟
شيرزي هغوى ته په جواب كي وويل زه په مخ كي
دوه خنډونه لرم يو داچي كرزى نه غواړي په هيواد كي كورنۍ جګړه پيل شي او بل د كندهار امنيه قومندان جنرال اكرم
خاكريزوال د هرات په نيولو كي زما مخه نيسي.
د اى ايس اى افسرانو د جنرال خاكريزوال په اړه والي شي
زي ته وويل، چي داسي ده نو بيا ولي خاكريزوال نه وژني هغه بايد مړ شي.
د دې تر سترګو خاكريزوال
يو اتل دى، د دې په كتاب كي داسي فصل به نه وي چي هغې دي په لسګونو واره د خاكريزوال يادونه نه وي پكښي كړې. (خاك
يزوال نه يوازي دا چي د سارا تر سترګو اتل دى بلكي د هر با احساسه افغان په فكر كي يو
هېرو دى) ((ژباړن))
دا د استخباراتو د هغه مامور يادونه كوي، چي څنګه يې د خلكو څخه د پېښي اصل حقيقت پټاوه. دا زياتوي د كندهار هوايي ډګر چي د امريكايانو اډه ده،
له اډې دباندي ټولي امنيتي كرښي د رازق شيرزي چي د والي شيرزي ورور دى د نفرو له خوا ساتل كېدې. د همدې اډې عمومي
دروازه هم د رازق له خوا كنترولېده، په كندهار كي د امريكايانو لپاره ترجمانان هم همدې شيرزي برابرول، ټولي د
بيارغوني پروژې د ده په مشوره اجرا كېدې، همدا دليل دى چي نوري قبيلې د بيارغوني د چارو څخه بې برخي پاته دي.
د خوراكي موادو، موټرونو او نورو موادو راوړلو قرار داد هم له ده سره
وو.
دا چي د شيرزي كورنۍ د اى ايس اى په مرسته واك ته رسېدلې وه، ځكه نو اى ايس آى د رازق په مرسته دننه
په هوايي ډګر كي د امريكايانو د څارلو پوره وس درلود.
د والي بل ورور پاچا شيرزى په سيمه كي يو لوى
اچاق بر دى، چي په ټانكرونو كي به يې پاكستان او اېران ته مخدره مواد استول، يوه ورځ يو ټانكر چي له مايعو مخد
ه موادو ډك وو د سپين بولدك په سرحدي ولسوالي كي د سرحدي پوليسو له خوا ونيول شو، د ټانكر ډرېور له ځان سره د
پاچا شيرزي ليك درلود، چي په كي ليكل شوي وو د دغه ټانكر چلوونكى زما نفر دى څوك يې بايد ونه د
وي.
د پاچا شيرزي سره د مخدره موادو په قاچاق كي د كندهار په هوايي اډه كي د امريكايي پوځ ځيني كسان هم
شريكان وو.
په كتاب كي داسي ژبه كارول شوې ده، چي د ليكوالۍ او ژورناليزم اصول په پام كي نه دي
نيول شوي، آن د ځينو كسانو پر شخصيت يې تېري كړى دى.
لكه (( خالد پښتون ته د
ېوني سپي او والي ګل اغا ته په پنډ شونډي او ډډ اوازي خطاب كوي چي دا ټوله شيان د
انسان پر شخصيت تېرى او له ژورنالستيكو اصولو خلاف كار دى، چي دا ډول جملو ته په ليكوالي او ژوناليزم كي هيڅ
ځاى نشته.
دا كتاب ټول ټال ۳۸۸ مخونه لري او ۳۲ څپركي دى، چي ټوله د
افغانستان د تاريخ او روانو پيښو لپاره ځانګړى شوى دى.
دا اثر د تاريخ په يوه خورا مهم پړاو كي م
نځته راغلى چي ښيي سارا څرنګه له افغانانو سره د هيواد په ودانولو او د قانون او ډيموكراسۍ په پلي كولو كي م
سته كوي.
دا اثر زموږ د اذهانو د روښانولو لپاره يو ښه تاريخي سند دى او د هغو ټولو حقايقو څخه
پرده پورته كوي چي د ترهګرۍ ضد په دغه حياتي جګړه كي روان دي.
سارا د ولسمشر كرزي د كورنۍ په شمول د
ومي مشرانو، د امريكا د اردو او ډيپلوماتانو او د افغانستان په حكومت كي د لوړ پوړو كسانو سره خورا نيژدې او
تاوده اړيكي لري.
آغلې سارا پوره پنځه كاله د يوه افغان يعني كرزي په كورنۍ كي تېر كړي همدا لامل دى
چي دا د افغانانو له كلتور او سياست سره پوره بلديت لري، روانه پښتو وايي او ډېر وخت يې د افغانستان پر افسانوي
تاريخ څېړنه وكړه چي څنګه افغانانو په تشو لاسونو د بهرنيو يرغلګرو سره مقاومت
كاوه.
سارا د ۱۹۹۷ څخه تر ۲۰۰۲ م كال پوري د نېشنل راډيو لپاره له هيواد نه ليري په پاريس، بالكان
او الجيريا كي د وياندي په توګه وظيفه اجرا كړې ده.
د كاسوو په شخړه كي نوموړې د نيشنل راډيو
لپاره د وياندويي تر څنګ د همدې راډيو د نورو ټيمونو سره هم همكاري لرل همدا دليل وو چي دې په ۱۹۹۹م كال كي د
فورين پريس كلب او سيګما ډيلټا چي
(The Foreign Press Club and Sigma Delta chi) له خوا ايوارډ تر
اسه كړ.
په كتاب كي له ډېرو رازونو څخه پرده پورته شوې ده چي
هيله ده د افغانانو د استفادي وړ وګرځي، زه د همدې كتاب د خپراوي څخه خپل نيژدې ملګري مارك چي په لندن كي اوسېږي
خبر كړم او راته راويې لېږئ، چي مننه ترې كوم.
له دې كتاب څخه مي تر اوسه يو څو څپركي ژباړلي دي. كېداى
ي د ټوله كتاب تكميلېدل يو څه وخت په بر كي ونيسي، له همدې كبله مي وپتېيله چي په سلسله واره توګه يي د ژباړي د
تكميلېدو تر مهاله د يوې له لاري د هيوادوالو د لوستلو جوګه كړم.