يوه بله اندېښنه ( اريانا افغان الوتنه له سعودي بنده سوه )

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 9988
د ح . يکنه
دخبریدو نیټه : 2006-11-07

د ( ح .) راپو

افغان ولس په وروستيو دريو لسيزوکې له هر لوري او خوا پر مخ سختې څپړې خوړلې ، چې د ټپونو جوړيدل به يې کلونه وخت ونيسي . دا مهال هم پر يوه او بله خوا وهل کيږي ، کله له بهر څخه او کله هم د خپل کور او مينې د ننه څخه ! د ولس سپين ږيري ، ماشومان او ميرمنې مو هم له دغو ګوازرونو څه خوندي نه دي او لا هم ددغه بې وز ه ولس پر مخ د مظلوميت اوښکې روانې دي . ګريوان مو څيرې ،په پښو لوڅ اوخپل کور او خپله مينه را ته په دې دنيا دوزخ ګرزيدلي دي . د کور خاوند هم چيغې وهي ، چې غل دى او غل هم نارې وهي چې غل دى ! د پنځو کلونو په تيريدو سره بيا هم نه يوازې دا چې افغان ولس بلکه زموږ د چارو چارواکي ، سياستوال او نړيوال هم په دې پوره نه پوهيږي ، چې دافغان ولس غميزې ته به څه وخت د پاى بنيادي ټکۍ کيښودل شي ؟ دولس څخه لاره ورکه شوې ، له هر لوري د ظلم کاڼې او ډبرې پرې اوري . سره له دې چې په هېواد کې مود گڼ شمير بهرنيو هېوادونو پوځيان ميشت دي ، دنړيوالې ټولنې د ميلياردونو ډال ود مرستواو پور دروند پيټۍ مو پراوږو ايښودل شوى او حتمې ده چې په ملاوو به مو کړوپ او مات کړي ! له دې ستر رنځ او دروند پيټي سره لا هم زموږ تير پنځه کلن ژوند د کميسيونونو په جوړولو ، تيروتنو او غمرازيو په څرګندولوتير شو او داسې څه مو د ژوند، ټولنې او هېواد په ډګر کې ترلاسه نه کړل ، چې د يو ښه راتلونکي افغانستان په موخه يې ډاډه واوسو او سر مو پرې اوچت وي . هره ورځ تيروتنه ،درغلي ،فساد ، دروغ ، ستونزه ، شاتګ او له شګو څخه بندونه جوړول دي ! غواړم دبيلګې په توګه د اريانا افغان هوايي شرکت کړو وړو ته يو څه تم شم او ووايم چې د شيدو دغه ديګ ته به ک ه سرپوښ پيداشي ؟او يا به د تل له پاره ددغه ديګ شيدې په خوټيدو وي ؟ دا مهال که له يوې خوا زمو ږ په زرګونو هېوادوالو بيت الله شريف ته د حج دادا کولو د تګ نيت او بندو بست کړى دى ، له بل لوري د اريانا افغان هوايي شرکت الوتکې د اورپا په څيردسعودي عربستان د چارواکو له خوا هم په تور لست کې ځاى ونيو . له دې سره سم هوا هم په سړيدو ده ، بيچاره حاجيان به بيا د تير په څير په سړو کې هلته او دلته سرګردان ګرځي . سره له دې ستونزودترانسپورت وزير او د اريانا مشر جاويد احسان پرون څرګنده کړه چې تلونکو حاجيانو ته به د تګ او راتګ د تکټ ويشلو لړۍ پيل کړي او په دې هکله يې خپل پوره تيارى په ډاگه کړ. دوى ځرګنده کړه چې ستونزې اوارې شوې اود هېوادد څلورو لايتونو له هوايي ډګرونوڅخه به عربستان ته دتلونکو حاجيانو دتګ الوتنې پيل شي . نوموړو هرڅه يوازې په هيلو او پرمختګونو کې نغښتي وبلل او دا يې ورسره غبرګه کړه، چې حاجيانوته د ښو خدمتونو د ترسره کولو په موخه ددغه شرکت د کارکونکو يوه ٢ سوه کسيزه ډله هم عربستان ته استوي .د حج او اوقافو وزارت چارواکو هم ويلي چې د حاجيانو لومړۍ الوتنه به د روان کال د ليندۍ دمياشتې په لومړۍ نيټه ترسره شي . د چارواکو څرګندونې د تير په څير په ډير شد او مد له دولتي او خصوصي ټلويزيونو او راديو ګانو څخه خپرې شوې اوپر سهار يې دورځپاڼو مخونه هم پرې تور شول ، خو چارواکودا ونه ويل ، چې د ٢٣ زرو مظلومو حاجيانو د ليږد له پاره دا ځلې دوى ، اوښان ، اسان او يا خره په کرايه کړي اويا که څنګه ؟ هر څه چې له افغان حاجيانو سره کيږي هغه به کيږي . خو د يو شمير چارواکو او کسانو له پاره د شيدو غوا بيا په ير ښه وخت کې لنګه شوه ! ددولت مشرتابه ، ولسي جرګه او مشرانو جرګه هم له دغو چارواکو نه پوښتي چې تاسو تر اوسه څه کول ، بيده واى او که بيدار او پر څه بوخت وى ؟ د وزيرانو شورا خو بيا د تير په څير د بهرنيو ، ترانسپورت ، ح ج او اوقافو له وزيرانوڅخه جوړشوي کميسيون ته دنده وسپارله چې د سعودي عربستان له چارواکو سره دغه موضوع حل کړي . د خبري رسنيو مشران او چارواکي هم په دې څرګندونوغوږونه نه ګروي ، ځکه د ويلو او خپريدلو يو څه ورته پيدا شوي . په داسې حال کې چې ددغه هېواد هره کوڅه ، کلي او ښار کې د خبرونو، ليکنو او خپاروي لسګوني داسې موضوعات شته ، چې په خپرولو سره يې د خبري رسنيو رسالت ترډيره بريده ادا کيږي . په تيرو دوو کلونو کې د ترانسپورت د پخواني وزير په ګډون د اريانا د ٢ تنو پخوانيو مشرانواو يو شمير نورو چارواکو د درغليو دوسيې هم غلې شوې د ډاکترآ تش د درغليو اور هم غلۍ شواو له يو څه مودې وروسته هم د عدلي او قضايي چارواکو او هم د خبري رسنيو خوله پټه شوه .د کابليانو په خبره نوش جانت ! بې ځايه به نه وي چې ووايو دا ځلې به هم د پخوا په شان د افغان حاجيانو له چارو سره و ته چلند وشي او داوسنيو چارواکو د درغليو دوسيې به يو څه وروسته تر ګردونو او خاورو لاندې پټې شي . کله چې ماته د اريانا شرکت په الوتکه کې د خپل سفر تير يادونه را په ياد شي ، نو د ټولو مسافرينو او په ځانګړې توګه حج ته د ت ونکو افغانانو په هکله يوازې دعا کوم، چې په خير لاړشى او په خير بيرته راشى . ځکه نور څه مې دوسه نه کيږي او نه خو چارواکي دځينو ليکنو پر لوستلو خپل وخت ضايع کوي . مګر د الله(ج) له حساب او کتاب څخه خلاصون نلرو. که له يوې خوا د اريانا الوتکې په رسيو او سنيو تړل شوې له بل لوري يې نه د الوتنې وخت مالوم دى او نه يې په رارسيدو څوک خب يږي ! هرڅه د الله (ج) په توکل روان دي . د الوتنې پر مهال خوبيا په هوايي ډګر کې تور درب روان وي . کله چې ما د استانبول سفر درلود د اريانا چارواکو راته وويل ، چې الوتنه د سهار په شپږو بجو ترسره کيږي او ته بايد په څلو و بجو هوايي ډګر کې حاضر وې ، همدا مې ومنل او کړل ، خو تاسو پوهيږي چې الوتنه څه مهال وشوه ؟ دورځې په دولسو بجو ! هغه هم د ايران د تهران او وروسته د انقرې او په پاى کې د استانبول په لور ، ٩ ساعته سفر وشو، باور وړکړئ چې د يو افغان په توګه په الوتکه کې له ناستو بهرنيو مسافرينو څخه شرميدم ، هغوى زموږ افغانانو په پته هر څه ويل ! ځواب مو نه درلود . د الوتکې چارواکو هم د ځنډ لاملونه نه په ګوته کول او دبخښنې د نه ويلو او غوښتلو په لاره کې خوبيا ټول اتلان يو او چا ته ټيټه نه وايو . ترکومه به داسې دربدر او خاورې په سر وو، راځۍ اوس هم وختي دى ، خپلې تيروتنې و منو، دا خو زموږ خپله کورنۍ ستونزه ده، په دې کې خو د پاکستان يا د اى اس اى لاس نه دى او که د چا لاس هم وي نو بايد ور لنډ يې کړو . په پاى کې ولسمشر کرزي او کابينې ته وړانديز کوم ، چې د يو او يا دوو تنو چارواکو په ټاکلو او تبديلى سره دا شړى نه وړۍ کيږي ، بنسټيز بدلون ته ضرورت لرو د ترانسپورت وزارت ، اريانا او کابل هوايي ډګر د مافيا د ډلې له کسانو څخه ډک دى ، هرڅه ددوى په واک دي ، الوتکې او هوايي ډګر خو اوس د پوډرو د کار او بار لويه سرچينه ګرځيدلې ده . هيله ده چې په لومړي قدم کې حج ته دتلونکو حاجيانو د ښه او پر وخت ليږد له پاره پوره بندو بست وشي او وروسته دې په دغه شرکت کې د اداري فساد د مخنيوي د دندو د چارو د ښه سمبالښت او روڼ حساب او کتاب په م وخه يوه کاري مسلکي ډله وګومارل شي ترڅو وکولاى شي د يو اوږد مهاله کاري پلان په برابرولو سره دغه شرکت له دې سترې رسوايۍ او بدنامۍ څخه وژغورل شي . که چيرته چارواکي پوره پاملرنه ونه کړي نو راتلونکۍ کال به مو له دې څخه بد وي او هغه الوتکې به هم چې دا مهال د رسيو په زور الوتنې کوي له لاسه ورکړو .