١٣٨٤ لمريز کال د غبرګولي دوهمه نېټۀ
د بېنوا ويبپاڼي خپرنيزه اداره په هيواد کي دننه او بهر له ټولو هغو فرهنګي ټولنو او خپرونو له چلوونکو څخه چي په بېنوا ويبپاڼه کښي يې خپرونو ته ځای ورکول شوی دی هيله کوي چي د خپلو اوونيزو ، مياشتنيو او مهالنيو خپرونو نوې ګڼي راوليږي تر څو مينه وال يې پر وخت ولوستلای شي .
د بېنوا ويبپاڼي ادارې د انټرنټ پر مخ د خپلو مطبوعاتي خدمتونو په لړ کښي اتلس ( ١٨) بېلابېلو مجلو او خپرونو ته په وړيا توګه ويبځايونه جوړ کړي ، د هغوی تخنيکي کار يې پرمخ بېولی ، او پر خپلو هغو ټولو ژمنو چي له لومړي سره يې په دې لاره کښي د خپلو فرهنګپالو هيوادوالو سره کړي اوس هم ولاړ دي .
کومي خپروني چي په هيواد کي دننه يا بهر خپريږي اوتر اوسه پوري د انټر نټ نړۍ ته نه دې ننوتي کولای شي د بېنوا ويبپاڼي له ادارې سره اړيکي ټينګي کړي ، تر څو وکولای شي د بېنوا ويبپاڼي له لاري خپلي خپروني خپرې کړي ، او د نړۍ په ګوټ ګوټ کښي لوستونکي پيدا کړي .
د مالوماتو له پاره په کندهار کښي د بېنوا فرهنګي ټولني له مشرتابه سره اړيکي ټينګ کړئ ، يا په دغه ټيلفون شمېرو زنګ ووهئ:
کابل : 009370200067 کندهار:009370302878
اروپا : 0031622303611 امريکا:0015185428482
ښکلا مجله په کندهار کي د بېنوا فرهنګي ټولني دوه مياشتنۍ خپلواکه او ناپېيلې خپرونه ده چي په نړۍ کي د افغاني ليکوالو ټولنيزي، ادبي او کلتوري مقالې او څېړنيزمضامين خپروي دا مجله يوازي او يوازي د همدې مجلې د مينه والو اوفرهنګپالو په مالي پېرزوينه اودټولني په شخصي لګښت چليږي،چي مسؤل چلونکی يې تاند ليکوال عبدالقديم پتيال دی | |||
هوسۍ مجله په کابل کي خپردونکې خپلواکه ناپېيلې دومياشتنۍ خپرونه ده په زړه پوري کلتوري،ټولنيز، او ادبي مضامين خپروي داد فرهنګپالوپه مالي پېرزوينه او د مسول چلونکي په شخصي لګښت چليږي کومه مالي منبه نه لري ، ددې مجلې مسول چلونکی تاند ليکوال صالح محمد صالح دی | |||
پالنه مجله په کوئټه دصحاف د خپرندويه ټولني خپلواکه ناپېيلې دوه مياشتنۍ خپرونه ده چي هررنګه اربي ټولينيز او فرهنګي ماصامين خپروي دا مجله د صحاف خرندويه ټولني په شخصي لګښت چاپيږي کوم مالي منبه نه لري ددې مجلې مسول چلونکی حميدالله صحاف دی | |||
مېوند مجله په کابل کي خپريدونکې خپلواکه ناپېيلې مجله ده چي په زړه پوري ټولنيز ، ادبي او کلتوري مضامين خپروي ، دا مجله د فرهنګپالو په مالي پېرزوينه او د چلونکي په شخصي لګښت چاپيږي کومه مالي منبه نه لري ، ددي مجلې مسؤل چلونکی عبدالنافع همت دي | |||
هوډ مجله په کندهار کي د لوی احمد شاه بابا دد علمي او کلتوري مرکز خپلواکه ناپېيلې خپرونه ده چي په زړه پوري تاريخي ،کلتوري او ادبي مضامين خپروي دا مجله په هرو دو مياشتو کي د همدې مرکز په مالي لګښت له چاپه راوزي او مسول چلونکی يې روښان ولسمل دی . | |||
پخلاينه د هيواد د زړه کابل څخه خپريدونکې سياسي ټولنيزه او فرهنګي جريده ده چي په زړه پوري مطالب خپروي او په لوړ تېراژ چاپيږي ددې جريدې د امتياز څښتن ښاغلی محمد شينواری دی او مسؤل چلونکی ئې بريالی جهش دی | |||
سېلۍ مجله د هميشه بهار ننګرهار په زړه کي د ځوانانو د فرهنګي ټولني دوه مياشتنۍ خپلواکه ناپېيلې خپرونه ده چي هررنګه سياسي ، علمي اوادبي مضامين خپروي ،دامجله د همدې ټولني په مالي لګښت په هرو دومياشتو له چاپه راوزي ددې مجلې مسول چلونکی رحمت ګل حليم دی | |||
لمبه مجله په کوټه کي دپښتو ادبي غورځنګ له خو خپرېدونکې دومياشتنۍ خپلواکه ادبي خپرونه ده چي هر رنکه علمي ، تاريخي او کلتوري مضامين خپروي دا مجله د همدې غورځنګ د ځوانانو په شخصي لګښت له چاپه راوزي او کومه مالي منبه نه لري او مسول چلونکی يې تاند ليکوال محمد صادق ژړ ك دی | |||
څانګــــه مجله : ـ په جلال اباد کي خپريدونکې خپلواکه او ناپېيلې مجله ده چي سميز تاريخي، سياسي، کلتوري او ادبي مضامين اوڅېړنيزي ليکني خپروي دا مجله د چلونکو په شخصي لګښت چليږي کومه مالي منبه نه لري ددې مجلې مسول چلونکی ښاغلی ( بشير ګواښ ) دی | |||
وردګ جريده له وردګو نه دوردګ زلميانو دفرهنګي ټولنې مياشتينۍ خپرېدونکې خپرونه ده نوموړې خپرونه چې يوه خپلواکه فرهنګي او ناپيلې خپرونه ده دچلوونکو په مالي لګښت چاپېږي او کومه مالي منبه نه لري ددې جريدې مسوول چلوونکی حميد ناصري وردګ دی٠ | |||
تـنده مجله په کندهار کي د هيواد ټولني دوې مياشتنۍ خپرونه ده ، چي د سيمي د ليکوالانو هر اړخيزي ادبي کلتوري او تاريخي ليکني خپروي ددې مجلې مالي لګښت د کندهار يو تجار حاجي عبدالله ايوبي له خوا ورکول کيږي او مسول چلونکی يې ښاغلی واصل حسن يار دی ، | |||
اقتصاد مجله په کابل کي خپريدونکې دوه مياشتنۍ خپلواکه او ناپېيلې خپرونه چي اقتصادي ادبي او کلتوري مضامين خپروي دا مجله د چلونکي په مالي لګښت او د فرهنګپالو په مالي پېرزوينه چليږي ددې مجلې مسول چلونکی محمد اصف ننګ دی | |||
نښتر مجله په لوی پکتيا کي کي خپرېدونکې دوه مياشتنۍ خپلواکه ناپېيلې ادبي مجله ده هر ډول سياسي کلتوري او ادبي مضامين او نوري سيميزي ليکني او څېږنيزي مقالې خپروي دا مجله د چلونکو په شخصي لګښت له چاپه راوزي کومه مالي منبه نه لري ددې مجلې مسول چلونکی ( ډاکټر اکرام خپلواك) دې | |||
مــــــينه د ننګرهار ولايت په مرکز جلال اباد کي خپريدونکې خپلواکه او ناپېيلې مجله ده چي سميز تاريخي، سياسي، کلتوري او ادبي مضامين اوڅېړنيزي ليکني خپروي دا مجله د چلونکو په شخصي لګښت چليږي کومه مالي منبه نه لري ددې مجلې مسول چلونکی ښاغلی (عزت الله ځواب) دی | |||
سوغات : جريده د کندوز زړه څخه خپريدونکې خپواکه ناپېيلې ټولنيزه تاريخي او ادبي مجله ده چي د سيمي د ليکوالو هر اړخيزه مقالې او ليکني پکښي خپريږي ددې جريدې مسول چلوونکی عزت الله پامير او دامتياز څښتن ګل رحيم نيازمند دی | |||
پګړۍ مجله د هلمند د باستاني ولايت د په زړه کي د بست د کلتوري ټولني له خوا خپريدونکې درې مياشتنۍ خپرونه ده چي هر ډول سيميز، ادبي ، کلتوري او تاريخي مواد خپروي ددې مجلې د امتياز څښتن ښاغلی بريالی هلمند دی او مسول چلونکی ئې تاند ليکوال رازمحمد نظامي دی | |||
ورېښم مجله د افغانستان د زړه ( کابل) څخه خپريدونکې ادبي ناپېيلې دوه مياشتنۍ خپرونه چي تر ډيره حده ادبياتو ته ځانګړې شوې ده او هر ډول ادبي توکي د ځان سره لري ددې مجلې مسول چلونکی دروند ليکوال عبدالهادي ( هادي ) دې | |||
اوښکه مجله د هميشه بهار ننګرهار څخه خپريدونکې ادبي ، تاريخي ، ټولنيزه ناپېيلې دوه مياشتنۍ خپرونه چي هر ډول څيړنيز مضامين ،ادبي مقالې او روزنيزي ليکني خپروي ددې مجلې مسول چلونکی دروند ليکوال عطا محمد هيله من دې | |||