مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2006-11-13   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

دارواښاداسحاق ننګيال پنځوسمه کليزه ونمانځل سوه

عبدالله احسان - هالنډ

 

عبدالله احسان - هالنډ

ارواښاد اسحاق ننګيالد۲۰۰۶ عيسوي کال دنومبر دمياشتي پر دولسمه نېټه د بلجيم هيواد په پلازمېنه بروکسل کي په بلجيم کي د افغانانو کلتوري ټولني په نوښت د پښتوژبي د نوميالي شاعر ارواښاد محمداسحاق ننګيال دزوکړي پنځوسمه کليزه دبېلابېلو ټولنو له پيغامونو ليکوالو له مقالو ، شعرونواو ټنګ ټکور څخه په جوړه سوې درنه غونډه سره ونمانځل سوه .

دا غونډه چي د اروپا د يوشمېر هيوادونو څخه پوهانو ، ليکوالو ، شاعرانو او د ارواښاد ننګيال مينه والو ترڅنګ يوشمېربلجيم مېشتو افغانانو هم برخه پکښي اخستې وه ماسپښين درې بجې پيل او ماخستن تر سو بجو پوري وغځېدله .

غونډه چي په بلجيم کي د افغانانو دکلتوري ټولني دمرستيال ليکوال او شا عر ښاغلي حاجي امين باوري چلوله د ق آن عظيم الشان  دڅو مبارکو ايتونو په تلاوت سره پيل سوه ورپسې  د نوموړي ټولني مشر ښاغلي دارواښاد اسحاق ننګيال قبرنجيب احمدزي دغونډي د پرانستونکي وينا په ترڅ کي په دې و وستيو کي په پاخه ډول د ارواښاداسحاق ننګيال د قبر او پر هغه دګنبدي په جوړېدو او په لغمان ولايت کي د هغي ښوونځی يادونه وکړه کوم چي په دې وروستيو دنوموړي ټولني په هاند او هڅو د ارواښاد اسحاق ننګيال په نوم ونومول سول .

تر هغه وروسته ښاغلي انجنير حضرت سادات د کندهار د کلتوري مرکې له خوا رالېږل سوی پيغام ، ښاغلي ډاکټر محمدصابر په جرمني کي د افغانستان دکلتوري ودي ټولني پيغام ، ښاغلي رحمت ګل ځواکمن په هالنډ کي دافغاني کلتوري ټولني پيغام ، ښاغلي عتيق باوري په هالنډ کي د سلام کلتوري ټولني ،عبدالله احسان په کندهار کي د بېنوافرهنګي ټولني  پيغام  ولوست او ښاغلي امين کټوازي داسحاق ننګيال يوشعر او د افغان ادبي بهير او رشادکره کتني د پيغامونو د ترلاسه کولو يادونه وکړه .

وروپسې دغونډي د مقالو په برخه کي دجرمني په مونشن ګلدبخ کي د افغانانو د کلتوري ټو ني مشر ښاغلي احمدشا امين د ليکوال اوکره کتونکي ښاغلي زرين انځور مقاله ولوستله او بيا ليکوال ، شاعر او دارواښاد اسحاق ننګيال ملګري ښاغلي صبور الله سياسنګ د ارواښاد ننګيال له يادونو او خاطرو څخه جوړه سوې يوه په زړه پوري مقاله ولوسته  اودکوربه ټولني مشر ښاغلي نجيب احمدزي ته يې دارواښاد اسحاق ننګيال هغه ليکنه ورکړه چي دښاغلي سياسنګ په وينا له تېرو شپاړسو کا و راهيسي يې ساتلې او دڅوقطعو عکسونو يوه سي ډي وسپارله چي ويل کيږي تر اوسه يې عکسونه خپاره سوي نه دي دريمه اووروستۍ مقاله دښاغلي ډاکټر خوشال روهي له خوا واورو ه سوه . ټاکل سوې وه  چي له انګليستان څخه به ښاغلو اکبرکرګر ، افضل ټکور او نظيف تکل هم په دې غونډه کي برخه اخستای او د ارواښاد ننګيال دشعر پر څرنګوالي به يې خپلي مقالې ا ورولای ، د غونډي دچلوونکي په ويناهغوی دځينو ستونزو له کبله په غونډه کي ګډون ونه سوای کولای .

ترمقالو وروسته يوشمېر دغو ښاغليو خپل شعرونه يا ځينو د ارواښاداسحاق ننګيال شعرونه واورول : ښاغلی صبورالله سياسنګ د ارواښاد ننګيال د ( آس ) شعر په خپله اصلي بڼه او بيا يې دري ژباړه او ورپسې نور دوه  د ( کب ) او ( برخه ) ترسرليکونو لاندي شعرونه چي  ښاغلي سياسنګ پاړسي  ته ژباړلي وه  واوروله ،  دغونډي د برخه والو له خوا په پرله پسې ډول په تودو چکچکو بدرګه کېدله ، تر دوی وروسته ښاغلي مبارز څاپي په دوو برخوکي خپله بوللـه واوروله  ، ښاغلي حاجي امين باوري داسحاق ننګيال څو ښکلي شعرونه دکلمه کړل او ښاغلي خيال محمدکټوازي ، جاويد احمدزي ، نيسم ستوري دخپل پلار ( دارواښادکبيرستوري شعر ) ، او صديق الله اکبري د ارواښاد اسحاق ننګيال يوشعر واوراوه ، ديادوني وړ ده چي دغونډي چلوونکي ښاغلي حاجي امين باوري  دارواښاد اسحاق ننګيال دانتخابي شعرونو په دکلمه کولو سره  چي د هرو دوو ويناوالو دخبرو په ترمنځ به يې اورو ه خاصه ښکلا بخښله  او همداډول يې د سپيني ماڼۍ او سرې ماڼۍ غوندي څو نورو طنزيه ټوکو سره دغونډي پربرخه والو دخندا پېمانۍ ووېشلې .

ترمشاعرې وروسته  نيم ساعت تفرېح او ډوډۍ خوړلو ته وخت جلا سوی و او ورپسې ښاغلي نادر صديقي ، صنم ګل او ملګري يې سازونه سره کړې وه او ديوساعت شاوخوا يې په زړه پوري اوخوندوي سندري  وړاندي کړې ، دپکتيا خوست او کنړ ځوانانو په اتڼونوکي څوڼي غورځولې ، اوښتل را اوښتل او په دې ول ګړۍ دماخستن لسو بجو ته نژدې کېده چي لا سندريزي وږمې پای ته نه وې رسېدلي خو څنګه چي سبا ته دوشنبې ( په لويديځو هيوادونو کي د هفتې لمړۍ رسمي ورځ ده ) نو لمړۍ د نورو هيوادونو څخه راغليو مېلمنو يو په يو رخصت اخست او بيا به نو ښايې د بلجيم د ليري ښارونو څخه راغليو کسانو مخه ښه کړې وي . او په دې ډول سره دارواښاداسحاق ننګيال  دزوکړي دپنځوسمي کليزي  غونډه پای ته ورسېده .

تاسو کولای سی د دې غونډي ديوې پيغامونو او مقالو ج يان له بېنواويبپاڼي په ږغ کي واورﺉ .

 

دغونډي جريان له دې ځايه واور

په نوي ډول د ارواښادننګيال دقبر جوړېدوپه کار کي دښاغلي نجيب احمدزي او هغو ټولو چي په دې کار کي يې مرسته کړې ، هڅي دستايني وړ دي .

 

په ب وکسل کي د پنځوسمي کليزي دغونډي عکسونه

 ( عکس اخستونکی : اجمل روهي )

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery