مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
بېنوا        مرسته

دبېنوا پاڼي درنو لوستونکو :
موږ د وس تربریده کوښښ کوو چي په دې پاڼي کي ستاسي د لا اسانتیاو لپاره  ټول هغه اړین تخنیکي مواد راغونډ کړو ترڅو ورته اړتیا لیدل کیږي او هڅه مو هم دغه وي چي هرڅه په واضیح ډول ستاسي په مخ کي کښیږدو ترڅو ستاسي وخت چي ترهرڅه مهم دي ئې په لټولو کي ضایعه نسي .

موږهغه ځیني اړین معلومات په دې برخه کي ستاسي مخي ته ایږدو چي ښائې ستاسي په ستونزه کي دسره مرسته وکړي که بیا هم  نوري مرستي ته اړتیا موجوده وي نو کولای سي چي خپل ستونزه د همدې پاڼي د اړیکو له لاري راسره شریکه کړی .

دلیکني او انځورونو رالیږل :

که چیري غواړي چي موږ ته خپله لیکنه ، دلیکني سره انځورونه رالیږل غواړی نو تاسي کولای سئ چي خپله لیکنه او ټوله انځوره په یو بریښنالیک کښي مل کړي او دبېنوا د مشرتابه په بریښنالیک ئې موږ ته راولیږي
دبرښنالیک پته ده : khalid_hadi@hotmail.com

دویډیوئې کلپونو رالیږل:

که چیري غواړی چي دبېنوا د لوستونکوسره  د سند په توګه اویا هم د نورو لاملونو له مخي دخپل موبایل ، کامرې  او نورو ویډیوئې کلپونه شریک نو دا کارهم له دوو لارو شونی دی لومړي تاسي کولای سی چي یاده ویډیوکه ئې وزن ډیر دروند نه وي د بریښنالیک له لاري ئې په یو لیک کي مل د مشرتابه په بریښنالیک پته راولیږی او دوهم یاداچي تاسي کولای سی چي په ډیره اساني سره خپل ویډیو کلیپ د ټولنیزو رسنیو لکه یوټیوب او فیسبوک له لاري پورته کړی او موږته ئې لینک راولېږئ موږ به همهاغه ویډیو درته خپره کړو .

که غواړي ستاسي کتاب په بېنوا کي خپورسي:

که غواړي چي ستاسي او یا ستاسي د کوم ملګري کتاب د بېنوا په بریښنایې کتابتون کي خپورسي نو تاسي کولای سی چي خپل کتاب د بېنوا د مشرتابه په بریښنالیک موږته راولیږی موږ به ئې درته خامخا خپور کړو خو باید پام مو وي چي کتاب د مایروسافټ په ورډ پرکرام کي کي لیکل سوي او سافټ کاپي وي  موږ د پي ډي ایف یا انځورونو څخه کتاب په بریښنائې کتابتون کي نه خپروي .

که اسلامي پوښتنه لري :

که چیري تاسي کومه اسلامي پوښتنه لري او غواړي چي داړوند علماو څخه ئې مستند جواب ترلاسه کړی تاسي کولای سی چي داسلامي پوښتنو او جوابونو په برخه کي د هري پوښتني دمتن لاندي په یوځانګړې برخه کي خپلي پوښتني مطرح کړی ، که غواړي چي پوښتنه داسي وکړي چي پر پاڼه خپره نسي خو جواب ئې تاسي په خپل بریښنالیک کي ترلاسه کړي نو دا چاره هم شونې ده تاسي په هغه یاده برخه کي خپله پوښتنه ولیکی او ترې لاندي ولیکلی چي (جواب ئې زما پربریښنالیک راولیږی ) ددې ترڅنګ هغه ګراني پتمني دیني خویندي او میندي چي کومي اسلامي پوښتني لري او د بیلابیلو لاملونو له مخي نشي کولای د یو چا څخه ئې په اړه پوښته وکړي  کولای سي چي خپله پوښتنه  د دیني پوښتنو د لاري موږ ته په پښتو ، لاتني تورو او یا انګریزي ژبه راولیږي زموږ دیني علماء به ئې جواب په امانت ډول ددوي په بریښنالیک ورولیږي.

که په پاڼه کي ستونزه وي :

که چیري ستاسي په کمپیوټر کي بېنوا پاڼه نه لوستل کیږي . او یا کومه تخنیکي ستونزه وي او یا هم دبېنوا پاڼي لیکني او خبرونه له ورځو ورځو راهسي ستاسي دکمپیوټر په مخ نه تازه کیږي یا دې ته ورته ستونزي وي تاسي کولای سی چي لومړي دخپل کمپوټر د سکرین یو انځور واخلی او دبېنوا د مشرتابه په پته ئې راولیږل  ترڅو موږ درسره مرسته وکړو .

که دبېنوا کومه صفحه له منځه تللې وي :

که چیري تاسي د بېنوا کوم لینک یا تړاو پخوا ساتلی وی او اوس ئې دپرانستلو هڅه کوي او هغه نه خلاصیږي ، یا په بېنوا کي کومه لیکنه وي او اوس نه موندل کیږي او یا دې ته ورته نوري ستونزي وي تاسي کولای سی چي یاده موضوع د بېنوا د اریکو دلاري موږ ته راولیږی ترڅو موږ درسره مرسته وکړو
ډیرځله د بېنوا د ډيزاینونو په بدلیدو سره ځیني لینکونه کار پریږدي خو که چیري ستاسي سره د کومي لیکني لینک موجود وي تاسی کولای سی چي دلینک اخیري عددونه چي د ( = id ) وروسته راغلي و په لاندي شکل کي د درکړل سوي لینک سره وکاروي خامخا به کار وکړي
www.benawa.com/fullstory.php?id=50034

Warning: include_once(): http:// wrapper is disabled in the server configuration by allow_url_fopen=0 in /hermes/bosnacweb01/bosnacweb01av/b622/ipw.benawaco/public_html/web_stuff/help.php on line 149 Warning: include_once(http://www.benawa.com/web_stuff/elan/full_2.php): failed to open stream: no suitable wrapper could be found in /hermes/bosnacweb01/bosnacweb01av/b622/ipw.benawaco/public_html/web_stuff/help.php on line 149 Warning: include_once(): Failed opening 'http://www.benawa.com/web_stuff/elan/full_2.php' for inclusion (include_path='.:/usr/local/lib/php-5.3.29-amd64/lib/php') in /hermes/bosnacweb01/bosnacweb01av/b622/ipw.benawaco/public_html/web_stuff/help.php on line 149
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 518 3662728   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2012   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery