مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دا ټپه دي زما پر زړه ډير ښه لګي


اباسين راغی غاړې غاړې   ~   پۀ سر يې راوړۀ کشميري د خيال شالونه
اباسين بيا پۀ څپو راغی  ~   پۀ سر يې راوړۀ سپينې خولې زېړ پېزوانونه
اباسين بيا څپې څپې دی   ~   هره څپه يې ورانوي د پګړۍ ولونه
اب و دانه مې شوه تمامه  ~   ليلا پر زړۀ راکړۀ د تورو ګوزارونه
اب کوثر جانانه راشه   ~   د بېلتانه پۀ سفر ځم تږی بۀ شمه
اپت وهلي کښت ته راغلم  ~   نه يې شين توب شته نه هغه خوند راکوينه
اټې اټې زلفې دې توی شوې   ~   د پا غوندې پۀ دود دې سر سپين شومه
اجر و جزا د عمل حق ده  ~   څوک چې د نېکو عمل کړي نېکي بۀ وړينه
احمده خدای دې جنتي که   ~   تر هندوستانه پورې تا کړي جنګونه
اخر بۀ خاورې شې صورته   ~   که دې هر څونه پۀ زربفتو کې ساتمه
اخر بۀ خاورې شې بدنه  ~   که دې هر څو پر وطنو وګرزومه
اخر بۀ خاورې شې جانانه  ~   ما اشنا سترګې نا اشنا ليدلې دينه
اخر بۀ پاتې شې ميدانه  ~   مسافر کډۍ باروي وطن له ځينه
اخر بۀ دا دنيا شي ورانه   ~   تر خاورو لاندې بۀ شي ښکلي بشرونه
اخر بۀ کند کچکول راواخلم   ~   چې کبرجن جانان مې نه کوي پوښتنه
اخر به مرم پاتې بۀ نه شم   ~   ته چې دا سپينه سينه ږدې پۀ دېوالونه
اخر بۀ مرم پاتې بۀ نه شم   ~   که د فولادو کلا تاو له ځانه کړمه
اخر بۀ وران شې پېښوره   ~   د ننګرهار نجونې ښېرا درته کوينه
اختر پرون ؤ پرون تېر شو   ~   دا د دامان کوترو نن سرۀ کړۀ لاسونه
اختر پرون تېر شو عالمه  ~   د بغدادو کوترو نن راغلل سيلونه
اختر نژدې دی روژه لاړه   ~   ليلا بۀ چاته سرې منګلې ښکاروينه
اختر پۀ ټوکو ټوکو راغی   ~   نه مې اوږۍ شته نه د غاړې تاويذونه
اختر پۀ ورځ دې سينګار کړ   ~   څوک دې پۀ زړۀ دي که ډاډه وهې ټالونه
اختر ته ډېره خوشالېږم  ~   زما ديار وعده اختر دی رابۀ شينه
اختر چې تېر شي بيا بۀ راشي   ~   دا د ځوانۍ عمر پۀ بېرته نه راځينه
اختر د واړو مبارک شه   ~   دا د ځوانۍ عمر پۀ بېرته نه راځينه
اختر دې تا ته مبارک شي   ~   چې لاس او پښې دې بې حنا اور لګوينه
اختر له تا سره ښایېږي   ~   نور خلک خوشې د اختر هوس کوينه
اختر نژدې دی ياره راشه   ~   مبارکي بۀ يو وبل ته ورکوونه
اخر ته داسې درته وايم   ~   اجازه واخله چې جوړه کابل ته ځونه
اخرنی ځای دې لحد دی  ~   ظالمه مه کوه پۀ ما ډېر ستمونه
ادکې مورې څراغ بل کړه   ~   د مومن خان پۀ وينو سرۀ شول بالښتونه
اذان پۀ ځنډ کوه طالبه   ~   زه د جانان غېږې ته اوس ورسېدمه
ارام د زړۀ مې پرې و نۀ شو   ~   که مې له سرو سترګو ويني تويومه
ارمان ارمان تېره ساعته   ~   پېدا بۀ نه شې کۀ ملنګ در پسې شمه
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery