مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2006-11-14   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

په مورنيو ژبو د ښووني او روزني په اړه سيمينارجوړسو

ډاکټر ابراهيم ينواری

کابل - افغانستان  ( دمورنیو ژبو او ښوونې او روزنې په اړه دنظر غوښتنې سیمینار)

د هيوادوالو د بيا غوښتنو له مخې د پوهنې وزارت يو نيک ګام واخست او د مورنيو ژبو د زده کړې په باب يې د نظر غوښتنې يوه علمي غونډه جوړه کړه٠ غونډه د٢٠٠٦ کال دنومبر په دوهمه په کابل انټر کانټننټل هوټل کې وشوه او د افغانستان د بيلابيلو قامونو او ژبو پوهانو پکې په يوه خوله او اتفاق له پوهنې وزارته وغوښتل چې دا مسله ډير ژر حل کړي٠ چې دسپارښتنو لن يز يې دادی:

په هغو سیمو کې چې ددوه رسمي ژبو او دریمې رسمي ژبې ویونکي يوځای ژوند کوي دتعليم ژبه دې په لاندې ډول تنظیم شي:

دپښتو ژبو او دري ژبو زده کوونکو دتعلیم ژبه به ددوی مورنۍ ژبه وي چې دزده کوونکو دشمير داکثریت له مخې وټاکل شي. او دا اکثريت به د ښوونځي په کچه په پام کې نيول کيږي٠ 

په هغو سیمو کې چې زده کوونکي یې په دریمه رسمي ژبه خبري کوي ددوی مورنۍ ژبه به دیو مضمون په توګه له ۱-۱۲ ټولګی پورې تدریسیږي .

خو دتدریس عامه ژبه به یې دهیواد له دوه سمي ژبو(پښتویا دري) څخه یوه وي. مضمون په توګه له ۱-۱۲ ټولګی پورې تدریسیږ ی.

ددوی دتدریس ژبه به ددوی په ګاونډ کې داکثریت پښتو ژبو يا اکثریت دري ژبو ژبه وي (چې دادواړه دهیواد په کچه رسمي ژبې دي،که له دې دوه رسمي څخه یوه ژبه دتدریس دژبې په توګه غوره شي بله به يې دیو مضمون په توګه تدریسیږي ) ددې کار دقیق میکانیزم به دیو تخنیکي ټ یم له خوا په تفصیل سره وڅیړل شي.

دتعلیم دژبې او مورنۍ ژبې پر ښوونه سربیره دې دبهرنيو ژبو تدریس په لاندې ډول تنظیم شي:

بهرنۍ ژبه دې دیو مضمون په توګه اوسمهال له څلورم ټولګی پیل شي او په راتلونکي کې دې له ټيټو ټولګیو څخه دهغې دتدریس دپیلولو په علمي او عملي امکاناتو فکر وشي.

عربي ژبه دې له اووم ټولګي څخه ديو مضمون په توګه تدریس شي.

 

 دپوهنې وزارت ته لاندې سپارښتنې :

ددې غونډې دګډون کوونکو نظریات دې په دقیق ډول تحلیل او ارزيابي کړی،په مشخصه زماني موده کې دې دښوونکو، زده کوونکو او دژبو په باب معلومات راټول کړي.

دپورتنیو حل لارو دپاره دې تفصیلي او عملي لاري چارې په نښه کړي.

په دوه مياشتو کې دې بل سمینار راوغواړي چې دغه حل لارې ورسره ش یکې او نهایي کړي.

د ۱۳۸۶کال په پیل کې دې عملا کار پیل کړي.

د پوهنې وزارت ژمنه وکړه چې ددې سپارښتنو سره سم به د ٢ مياشتو په موده کې بيا د پوهانودغسې يوې غونډې ته له يوه عملي پلان سره راځي او د هيواد د بچيانو دا روا حق به اعاده کي٠ په دې هيله چې دپوهنې وزارت وعدې ډير ژر عملي ي او دا ستر ملي وياړ وګټي٠

 

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery