ډیر ملګري له دې ستونزې سرټکوې چې کله
هم انټر نیټ کا روم نو ځینې کړکۍ بغیر زما له غوښتنې وازیږي.ډیر ځله خو داسې غیراخلاقي کړکۍ راوازیږي چې د انسان
خصیت تر پوښتنې لاندې راولې. په هر حال څنګه کولاې شو دداسې کړکیو له وازیدو څخه مخنیوی وکړو.
۱- د خپلDesktop پر مخ دInternet Explorer په Icon با
ندې غبرګ کلیکونه وکړۍ تر څو یوه انټرنیټ پا ڼه را وازه شي.
۲- اوس نو په نوموړې
وازه شوې کړکۍ کې د Tools له مینو څخه Internet Options…غوره او کلیک پر وکړۍ. نو دا لاندې کړکۍ به درته وازه شي.
۳- په پورتنۍ کړکۍ کې د
Privacy په برخه
کلیک وکړۍ. اوس نو د دغې کړکۍ په لاندېنۍ برخه کې د Pop-up Blocker تر برخې لاندې چې په شنه آسما نې رنګ ښودل شوی دی په لاندیني
غوراوي(Option) باندې کلیک وکړۍ.
۴- د Block pop-ups غوراوی(Option) غوره او کلیک پر وکړۍ اوس با ید نوموړی غوراوی د Tick(√) په علامه نښه شوی وي. لکه په پورتنۍ کړکۍ کې دا کار شوی.
۵- اوس د Apply او بیا د Ok پر تڼیو کلیک وکړی نو کړکۍ به بنده شي نور به تا سو
ته په خپل سر کړکۍ ګا نې نه راوزیږي.
په سپیڅلې کلیواله مینه
ډاکټر ثواب الدین مخکښ