مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2006-12-04   مخپرونکئ : خليل الله سروري

په کندهار کي دعلامه بابا (رح) دوهم تلين ولمانځل سو

خليل الله سروري

خليل الله سروري - کندهار
يكشنبه د روان لمريز كال د لنيدۍ د مياشتي ١١مه چي د ډسمبر د مياشتي د ٢مي نېټې سره سمون لري په كندهار كي د علامه بابا (رح) دوهمه تلينه د يوې مشاعرې په ترڅ كي د كندهار د اطلاعاتو او كلتور رياست د غونډو په دالان كي ولمانځل سوه.

لمړى د قرآن عظيم الشان ختم د علامه بابا (رح) په مزار كي له ١:٣٠ څخه تر ٢:٣٠ پوري د خاتمې او دعاوو په و يلو سر ته ورسېد.
وروسته د ختم گډونوال، فرهنگيان او فرهنگپال، د علامه بابا(رح) مينه وال او دوستان په گاډو كي د كندهار د اطلاعاتو او كلتور رياست ته ورسول سول.
او غونډه د ماپښين پر ٣:٠٠ پيل سوه، چي دا غونډي درې برخي درلودې.
لومړۍ څېړنيزه برخه وه چي په هغه كي د كندهار د اطلاعاتو او كلتور رئيس ښاغلي عبدالمجيد بابي پرانيستونكې وينا وكړه، وروسته د علامه رشاد ا كاډيمۍ مشر څېړنمل انجنير شېرشاه رشاد د علامه رشاد اكاډيمۍ يو كلن راپور وړاندي كړ او په دغه لړ كي يې د علامه بابا (رح) د دوهمي تلينې په اړه د لاندي شپږو اثارو د چاپ ژمنه وكړه.
د نواب احمد خان بنگښ او د هغه كورنۍ
د كندهار تاريخي ياداښتونه (دوه ټوكه)
په گلش روه كي د بابوجان منتخبات نثر نه دي
حضرت ابوبكر صديق (رض)
ملي اتل غازي محمد اكبر خان

حافظ رحمت خان بړېڅى
وروسته له دې د كندهار دروند ليكوال او څېړونكي ښاغلي عبدالمالك همت د علامه بابا(رح) د كره كتني د اُصولو په اړه وينا وكړه، چي په دې سره لومړۍ برخه پاى ته ورسېده.
د غونډي په دوهمه برخه كي د علامه بابا (رح) په اړه شعرونه او آزاد شعرونه لاندي شاعرانو وړاندي كړه:
ښاغلي عبدالمجيد بابي، استاد حيات الله رفيقي، استاد فضل محمد پنهان، ځوان شاعر سعيد لودين، عبدالقديم پتيال، احسان الله جرس، غلام سخي نوريوال، حبيب الله آغا، محمد سرور حسنيار، قدرت الله لېوال، حبيب الله قلم مل، احسان الله درمل او نورو شاعرانو خپل شعرونه وا ورول.
د غونډي په دريمه برخه كي تنكيو زلميانو د علامه بابا (رح) شعرونه يو په بل پسې ډيكلومه كړل چي په پاى كي د هيواد تكړه ليكوال، څېړونكي استاد ډاكټر عبدلرزاق پالوال غونډه و ارزول او غونډه د دعايې په ويلو سره د ماښام پر ٧:٣٠ پاى ته ورسېده.

 علامه رشاد بابا

دعلامه رشادبابا ددوهم تلين دعکسونو البم له دې ځايه وګورﺉ

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery