مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2004-09-14   مخپرونکئ : عبدالله احسان

په کندهار کي د ښووني او روزني بهيراو د نوي ښوونيز کال پيل

ولي شا طبيب

دولي شا طبيب  ليکنه / کندهار

١٤ / سپټمبر / ٢٠٠٤ ز

د نوی ښوونيز کال پيل او د ښوونځی زده کوونکي

 

د لوی احمدشابابا لېسې نوې جوړه شوې ودانۍ

کندهار مي د بابا په قواله دی

که بادغيس دی که باميان دی وطن زما دی

                                                                           ( عبدالباري  جهاني )

 

کندهار ولايت نه يوازي دا چي دافغانستان يو لوی او د ډيرنفوس درلودونکی ولايت دی بلکي د تاريخی پلوه هم د ځانګړي ارزښت او دريځ درلودونکی ولايت دی . اوس يوازی  دښووني او روزني په هکله  دنوموړي  ولايت  اوسنی انځور تاسو  دقدر وړ لوستونکو او ليدونکو ته وړاندی کوم .

تر دوو لسيزو څخه اوږدې جګړې دښووني او روزني  نظام  ډير سخت اغيزمن کړی وو. دتېرو د ريو کا لو راهيسي  چه کوم نسبی سوله او ثبات رامنځ ته سويدی  نود ښووونی او روزنی په برخه کی   هم پرمختګونه سويدی ، څرنګه چه دسنبلې دمياشتي پر ۱۵ ښوونيز کال  دوباره شروع سويدی ، هری خواته  نجوني او هلکان ليدل کيږی چه ښوونځيو ته روان وي  چي په ليدلو سره يې ددې هيواد هر بچی د خوښۍ احساس کوي ، له دې کبله مي  لازمه وګڼل چي د کندهار ولايت د ښووني  او روزني په اړه لنډ مالومات او څو انځورونه خپلو درنو هيوادوالو ته وړاندي کړم :

 

دکندهار په ولايت کي دا وخت دوه درېش ليسې  دهلکانو او نجونو پر مخ فعاله دي .

يو ديرش  ( ٣١ ) منځنۍ ښوونځی فعاله دی .

دوه سوه اته څلوېښت ( ٢٤٨ )  لمړنۍ ښوونځی فعاله دی  .

ټولټال درې زره دوه سوه (  ٣٢٠٠ )  ښوونکي  لوست  ورکوي . چه شپږ (  ۶۰۰ )  تنې ېې ښځينه ښوونکي دي .

ټولټال يو سل او پنځه څلوېښت زره (  ١٤٥٠٠٠)  زده کوونکي په زده کړو بوخت دي  .

دنجونو شمېره يو ويشت زره او پنځه سوه (٢١٥٠٠  ) ده .

هلکانو شمېره يو سل درويشت زره پنځه سوه ( ۱۲۳۵۰۰ ) ده

تر اوسه پوري  دپنځه پنځوس ( ۵۵) ښوونځيو بيا جوړونه  او رغونه سويده .

تر اوسه پوري  پنځه دېرش (۳۵ )  ښوونځۍ  دبنسټه څخه  بالکل نوي جوړي سويدي .

او د پوهني کلنی جشن په کندهار کي     .

نور ښوونيز او روزنيز حرفوي ښوونځی 

 ميخانيکي  ښوونځی :

دنجارۍ ، برېښنا ،خرادۍ ( توږلو ) او فلزکارۍ  برخی لري . درې سوه  ۳۰۰ زده کوونکي په زده کړو بوخت دي .

_  ديني ښوونځی :

دکندهار په ښارکی يوه عالي  مدرسه سته ، ټولټال څوارلس سوه  ۱۴۰۰ زده کوونکي لري چي پنځه سوه  ۵۰۰ تنې يې نجوني  او  ترڅوارلسم  ۱۴ ټولګی پوري  زده کړه پکښي کوي .  .

 _ دارالحفاظ :

 په دی مدرسه کي  يوازي او يوازي دقران عظيم الشان  حفظ کيږي. تر اوسه پوري ټولټال اته سوه (  ۸۰۰  ) زده کوونکي د قرآن  عظيم الشان په يادولو( حِفظ ) بوخت دي  .

_ د شيرزي کمپيوټر تربيوي پروګرام :

د کمپيوټر دبېلابېلو کورسونو په دې روزنيز پروګرام کي په سلګونو تنه نرينه او ښځينه زده کوونکي په زده کړو بوخت دي  .

 

د کندهار ولايت د ښووني اوروزني د چارو په بيا جوړلو او پرمختګ کي د کندهار ولايت د پوهني رياست برسېره لاندنيو بهرنيو ادارو هم همکاري کړېده     :

يونسف 

جايکا 

يو اين ډي پي

ډبليو ايف پي 

آ ډي اف

تير فنډ

پي ار ټي

 

ستونزي  او مشکلات  :

_ د مسلکی  ښوونکو کمښت

_ د تنخواګانو لږوالی

_ د ښوونکو لپاره د سرپنا ه  نشتوالی

 

 

يادښت  : په پورتنۍ ليکنه کې احصايوي معلومات د پوهني د رياست  څخه تر لاسه شوي دي .

د ظاهرشاهي لېسې يوه نوې جوړه شوې برخه

د ظاهرشاهي ښوونځی منځنۍ برخه

د صوفي صاحب  ښوونځۍ ( دنجونو لپاره دا ښوونځی نوې جوړه شوېده ،

د کندهار د پوهني رياست ودانۍ تر بيا جوړوني وروسته

په کندهار کي د پوهني نړي دنړيوالي ورځي د نماځلو جشن

بېنوا خپرنيزه څانګه له ښاغلي طبيب صاحب څخه مننه کوي چي ددې مالوماتو په راټولولو او تازه عکسونو په ترتيبولوکي يې ځان ستړی کړی دی .

   

د بېنوا ويبپاڼي تکړه خبريال د همدې ولايت د ښوونيز کال د پيل په اړه د يوې جوړي شوي غونډي راپور داسي راکوي :

  په کندهار کې دنوي تعليمي کال دپيل غونډه تېره ورځ  ديونېسف له خوا په عينوښوونځی کې جوړه شوې وه . چې دکندهار والي اوورسره دکندهار ډېرى زده کونکواو ښوونکو برخه اخيستې  وه.ـ

په دې غونډه کې په کندهار کې دښوونې اوروزنې رئيس محمد شعيب وفا دتېر درې کلن تعلمي بهير په اړه خبرې وکړې ده زياته کړه :"دتېرو درو کلونو په ترڅ کې په کندهار کې ښوونې اوروزنې زياته پراختيا موندلې ده، ډېرې هغه ستونزې چې درلودې مو له منځه مووړې دي . نوموړي همدا ډول د کندهار په ولايت کي د ښووني او روزني د بهير د پرمختګ په اړه څرګندوني وکړې ."

په نوموړې غونډه کې ديونيسف په کندهار کې ادارې مشر ډاکتر واحدي دنوي تعليم کال دپيل په اړه خوښي وکړه اودکندهار د پوهنې رياست سره يې دخپلو همکاريو يادونه وکړه ده وويل:"موږ تردامهال دپوهنې رياست دليسو اوښوونځيو ښوونکوته تدريسي ميتدود دسطحې دلوړولو لپاره بيلا بيل کورسونه داير کړي دي او ٢٧٠تنو ښوونکوته مسلکي اوروزنيز کورسونه ورکول شوي او ١٤٣زره تنو ته مو قرطاسيه برابره کړې ده

ډاکتر واحدي دخپلو خپرو په پاي کې دپوهنې رياست سره ژمنه وکړه چې دده په وينا هراز مرستې ته به يې راودانګي.

 وروسته دښځينه ښوونکوپه استازيتوب دعينو دليسې مرستيالې نورجهانې خبرې وکړې دې خپل هيواد دبچيانو دسالمې روزنې لپاره خپل چمتوالى وښود . چې وروسته دکندهار والي يوسف پښتون دښوونځي دزنګ په وهلو نوى تعليمي کال په رسمي بڼه پيل کړ.

 

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery