- لکه د پورتنۍ څیرې په دود پر POP3 کلیک وکړی او بیا پر Next تڼۍ کلیک وکړی.
۳-اوس به لاندې څیره درته راخلاصه شي او د کارن په هکله معلومات به په لاندې توګه په اړوند تشو کې وټا پۍ.
دYour Name د تشې مخې ته خپل نوم وټا پۍ دا نوم ستا سو د پیغام ترګوتو کونکې ته دFrom په برخه کې ښکا ریږي.
دE-mail Address مخې ته تشه کې خپل دبریښنا لیک پته وټا پۍ د نمونې په توګه user@yahoo.com
۴-د سرورد معلوماتو(Server Information) په برخه کې د
Incoming mail server (POP3) مخې ته تشه کې pop.mail.yahoo.com وټا پۍ او د(SMTP) Outgoing mail server مخې ته تشه کې smtp.mail.yahoo.com وټا پۍ.
۵-دLogin Information په برخه کې د User Name مخې ته تشه کې خپله د Yahoo ID ( د بریښنا لیک پته بې له @yahoo.com څخه دYahoo ID بلل کیږي.) وټا پۍ. د پټ نوم(Password) مخې ته تشه کې خپل د یا هو پټ نوم ورکړه.ددغې برخې څخه لاندې یو غوراوی شتون لری(Logon using Secure Password Authentication) دغه غوراوی مه غوره کوی او تش یې پریږدی.
۶- اوس په پورتنۍ کړکۍ کې د More Settings… په برخه کلیک وکړی یوه څیره به درته وازه شي په دغه څیره کې د Outgoing Server په برخه کلیک وکړی.اوس به دلته یو غوراوی ووینۍ My outgoing server(SMTP) requires authentication دغه غوراوي باندې کلیک وکړی او غوره یې کړۍ.اوکه غواړی چې د پیغامونو یوه کا پي مو د Yahoo په Mail server کې هم پا تې شي نو په همدغه څیره کې د Advanced په برخه کلیک وکړی دلته به دDelivery تر برخې لاندې یو غوراوی ووینۍ:
Leave a copy of messages on the server پر دغه غوراوي کلیک وکړی او غوره یې کړی.
۷- اوس نو دOK پر تڼۍ کلیک وکړۍ.
۸-دNext پر تڼۍ او بیا د Finish پر تڼۍ کلیک وکړی.
بس همدومره اوس به تا سو د یا هو بریښنا لیکونه په اوټ لوک ۲۰۰۲ یا ۲۰۰۳ کې تر لاسه کړی.
په سپیڅلې کلیواله مینه