مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2006-12-20   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

په هالنډ کي د ثبات د ټينګښت کنفرانس ږغ او انځور

عبدالله احسان

عبدالله احسان - هالنډ

کنفرانس د شنبې په ورځ د۲۰۰۶ ميلادي کال د دسمبر دمياشتې په ۹ مه نېټه د سهار په ((۹ بجواو ۳۰دقيقو)) د پاک قرآن عظيم الشان دڅو آياتونود تلاوت نه وروسته د نوموړي فېډراسيون د مشری مېرمن نجلا واسعي،دهرکلۍ په لنډه وينا پيل شو  . دنوموړې تر وينا وروسته د افغانستان د آزادۍ دلاري پاکو شهيدانوته ددرناوی په خاطر د يوې شېبې چوپتيا وسوه . وروسته کنفرانس په رسمي توگه  د افغانستان د پخواني پاچا اعليحضرت غازي امان الله خان د زوی والاحضرت شهزاده احسان الله دافغانستان په پيليزه وينا پرانيستل سو.
د کنفرانس برخه والو دوې ورځې ( د۲۰۰۶ م کال دد سمبر د مياشتې نهمه او لسمه) په هيواد کې د سولې اوسياسي ثبات د ټينګښت  د بېلابېلو موضوعګانواوپه افغانستان کې دپېښو ستونزو اوکړکېچونود حل د لارو چارودلټون  او څرګندېدو په نيت بحثونه اوخبرې وکړې .دکنفرانس برخه والو لاندي مواد د رايوپه اکثريت تصويب کړل :

په کنفرانس کي يوازي هغوکسانو برخه اخستلای سوه کومو ته چي رسمي بلنه ورکول سوې وه . څرنګه چي دبېنواويبپاڼي خبريال په غونډي ته نه و بلل سوی ، نو بېنواويبپاڼه په دليکلي راپور پرځای ( دپرېکړه ليک پښتوژباړه ) د کنفرانس ږغ او ځيني عکسونه خپرېدو ته چمتو کړي دي .

ددوه ورځني کنفرانس د ويناوالو ږغ په پنځو برخو کي

 لومړۍ برخه             دوهمه برخه             دريمه برخه          څلورمه برخه               پنځمه برخه  

  دپروفيسر ډاکټر محمد عثمان تره کي مرکه  خاوران 
  دښاغلي حبيب الله غمخور مرکه بي بي سي

دکنفرانس د پرېکړه ليک پښتو متن  

١/ د ترهګرۍ په وړاندي دنړيوالي ټولني دمبارزې ستراتيژی دافغانستان دروانوبې ثباته اوناوړو حالاتو پرانکشاف باندي ژورې اغېزې کړى، او په يو ډول يې د بن دکنفرانس سياسي، اقتصادي او ټولنيزي لاسته راوړني تر سيوری لاندي راوستي دي . له نړيوال ائتلاف سره د جنګ سالارانو د سياسي اړيکو ټينګښت، اداري فساد، له بهرنيوسره يوځاي دهغوي د مرستو څخه ناوړه استفاده، دکوکناروپراخ کښت ،پټه سوداگری او بالاخره د هيواد په جنوب کي دجګړې زور اخيستلو پايله دا سوه چي  د نړيوال ائتلاف له خواپه افغانستان کي دجګړه ايزي تګلاري ستراتېژۍغوره کړي  . په دې ډول  نړيوالي مرستي او افغانستان ته بيلي  سوي  پيسې  ،  ددې پر ځاي چي دافغانستان د بيا رغوني په لاره کي مصرف شوۍ واي ، ډير  ي پيسې،مالي او فني امکانات جگړې وخوړل .  له ترهګرۍ سره جګړه ، د جګړې ځپلو سيمو بيا رغونه په ټپه ودرول،له دې  چارو څخه  د انتظار نه ليري حالت رامنځته کېدل او د هغو وده او غزېدل  ، د غونډي د برخه والو، ټولو افغانانو او نړيوالي ټولني د ژوري اندېښنې سبب ګرځېدلى دى .

له ترهګرۍ سره جګړه ، د جګړې ځپلو سيمو بيا رغونه په ټپه ودرول،له دغې وضعي څخه له انتظار نه ليري حالت رامنځته کېدل او د هغو پراختيا د غونډي د برخه والو، ټولو افغانانو او نړيوالي ټولني د ژوري اندېښنې سبب ګرځېدلى دى .

٢/ د کنفرانس ګډونوال د افغانستان په چاروکي د ګاونډيو هيوادولاسوهنه په کلکه غندي، له نړيوالي ټولني او ملګرو ملتودسازمان څخه غوښتنه کوي چي د دغولاسوهنو او مداخلو دپاي ته رسېدو اومخنيوی لپاره کوټلي ګامونه پورته کړي.

٣/ د کنفرانس ګډونوال په افغانستان کي پربشري حقونوپه ځانګړې توگه د ښځو پر حقوقود تېري په اړه خپلي  ژور ي اندېښنې   د افغاني او نړيوالي ټولني تر غوږه رسوي او په ټينګه يې د پاى ته رسېدو غوښتنه کوي.

٤ / د کنفرانس ګډونوال د افغانستان د سياسي حالاتو د څېړلوپه منظورد اېټاليا د حکومت له هغه ابتکار څخه چي د ملګرو ملتونودسازمان تر مشرۍ لاندي د نړيوال کنفرانس دجوړېدواړتيا ويني ، ملاتړ کوي.

٥/ دکنفرانس ګډونوال د هغو افغانانو په اړه چي په پټو او ښکاره بنديخانوکي بنديان اوبې موجبه زورول کيږي ژوره اندېښنه څرګندوي او د هغوى د بې قيدو شرطه خوشي کېدو غوښتنه کوي.

٦/ دکنفرانس ګډونوال د افغانستان پر مظلوم او بې دفاع ملکي ولس د باندنيو ځواکونو بمبارۍ غندي او د بندولو غوښتنه يې کوي . بايد په جګړه کي زيانمن شويو کسانو ته د هغوى د مادي او معنوي زيانونو تاوان ورکړل سي.

٧/ د کنفرانس ګډونوال په اروپا، امريکا،کاناډا او اسټراليا کي د اوسېدولو افغانانانو د دوه گوني تابعيت د لرلو وړانديز تايدوي او له پارلمان څخه د دغي مادې د تصويب غوښتنه کوي.

٨/ دکنفرانس  گډونوال دافغانستان دحالاتو دڅارني  ،دتصويب شوی پرېکړه ليک دپلي کولو او منظمو اړيکو دتامين لپاره ديوه کميسيون د جوړېدو اړتيا ويني ،ترڅود ملي او بين المللي سازمانواو ادارو سره ددغه کنفرانس دموخو په پلي کولو کښي مرسته وکړی  .

پورتنی پرېکړه ليک په اتو مادو کښي په زياتو رايو ( اکثريت ) ومنل شو .

پروفيسر ډاکټر محمد عثمان روستار تره کی

ښاغلی زرملوال ، ښاغلی ډاکټر نثار احمد صمد او پوهنوال رسول باوري

ملالۍ جويا

ډاکټر خليل الله هاشميان

ستانه ګل شېرزاد

دهالنډ د دفاع وزارت وياند

شکريه بارکزۍ او شهزاده احسان الله د افغانستان

استاد خليل الله هاشميان

شکريه بارکزۍ

 

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery