بسم الله الرحمن الرحيم
د یکشنبې مازدیګر د ډسمبر ۱۷ نېټه چې د لېږديز لمریز کال د لېندۍ له ۲۶ مې نېټې سره برابره ده د تېر په څېر یو ځل بیا په لندن کې د لندن ادبي بانډار په لندن کې د یو شمېر اوسېدونکو په نوښت د ښاغلي ټکور په اوجره کې جوړ شو. دا ځل یې د پښتو ژبې د وتلي شاعر رحمت شاه سایل د شعرونو رنګین تاج په خپلو غورو ونمانځه او په سر کې پوهاند ډاکټر مجاور احمد زیار نه یوازې د ښاغلي سایل د شعرونو ستاینه وکړه، بلکې هغه شاعرانه تخیل او انځورونه چي د سایل د شعر ځانګړنه ده یاد کړل او دا یې په ډاګه کړه چې د ده د شعر په هنداره کې د وخت ناخوالې په داسې هنری بڼه انځور شوي دي چې لوستونکی باید ورته یوه شېبه تم شي. زیار صاحب د سایل دا شعر راواخيست:
چې د کور لوښي یې خرڅلاو له پېښور ته راغلل کابل جوړ بیا چېرته چا نوي مسلمان ونیو
ورپسې ښاغلي ټکور هم د سایل د شعرونو ستاینه وکړه، خو دا یې هم وویل چې د نوموړي په شعر کې د قافیې ځينې نیمګړتیاوې تر سترګو کېږي او له یو شمېر شعاري شعرونو پرته نوره شاعري یې ډېره په زړه پورې ده. لا کوم شعرونه چې دی په ترنم کې وایي لا یې رنګیني په زړه پورې شي.
ښاغلي تکل هغه یو غزلبول شاعر وګاڼه او ویې ویل کوم شعرونه او کتابونه چې ما د ښاغلي سایل لوستي دي خدای شته چې شعري تنده مې پرې ماته شوې ده.
د همدې ادبي بنډار په ویاړ ښاغلي ناروغ یو ښکلی او زړه راښکونکی شعر د سایل دغې ادبي ناستې ته ډالۍ کړ.
همدارنګه د غونډې یو بل برخه وال ښاغلی اعظمي و. نوموړي هم نه یوازې د سایل شعرونه ښکلي و ګڼل بلکې دا یې هم وویل چې د ښاغلي رحمت شاه سایل په شعرونو کې د حالاتو ډېره ښه ترجماني شوې ده. ولې له دې سربېره د پښتون نشنلیزم روحیه هم پکې پالل شوې ده چې په دې اړه یې د هغه د شعر څو بېلګې ناستو کسانو ته وړاندې کړې.
ورپسې ښاغلي بکتاش د سایل شعر یو ښه شعر وګاڼه. د قافیې جوړښت ته یې ګوته ونیوله او بیا یې خپل درې ازاد شعرونه چې ښکلي تصویرونه یې په زړه پورې وو د بنډار ملګرو ته ولوستل.
ښاغلي داود جنبش په خپل ښکلي غږ د سایل هغه ښکلی شعر چې په فارسۍ هم ژباړل شوی دی او د جلال اباد په غونډه کې یې ویلی و په دواړو ژبو، لومړی په فارسۍ ژبه (من کابل را نه دیده ام) ولوست او بیا په پښتو. دومره په زړه پورې و چې موږ ټول ورته ګوته په خوله شو. له دې سربېره ښاغلي جنبش دا هم وویل چې ده کله نا کله له سایل سره مرکې کړي دي، چې ژبه یې خوږه او روانه وه.
د بنډار په ناسته کې ښاغلي سنګروال هم د سایل د شعر په بېلابېلو اړخونو رڼا واچوله او د هغه چاپ او نا چاپ اثار یې په ګوته کړل چې موږ د ویر په چم کې وار د نغمو دی، د لمبو په سیوري، د ښایستونو د سپرلي بادونه، د وینو رنګ په لمبو څنګه ښکاري؟ تاله تصویر په ګلاب جوړ کړم کنه؟، درد چې د څړیکو څانګې و څپړلې، حالات چې اور اوروي؟، اخري سندره (لنډې کیسې)، او په ناچاپو کې په في المیزان کې، ټپه کې ستاینه، د ثقافت تاریخي بنیادونه او هر تصویر زما تصویر دی د بېلګې په توګه یادولی شو. ده دا هم وویل د دې لپاره چې د قافیې په عیب او نیمګړتیاوو وپوهېږو، غوره به وي چې د فونیمیکې الفبې او لیکدود ښېګڼې له پامه ونه غورزوو.
په پای کې ښاغلي عبیدالله محک هم د هغه په شعر کې هنري ارزښت ته ګوته ونیوله او و یې ویل چې زه لا د ښونځي زده کونکی وم چې د سایل له شعر سره اشنا شوم او رښتیا هم چې د هغه په شعر کې ښکلا، تخیل او تصویرونه دومره د زړه تل ته پرېوزي چې ان لوستونکي ته یو ډول تخیل پیدا کوي. د ساري په ډول یې د نوموړي هغه شعر (زما د روه جنازه) یاد کړ او ډېر ښه یې وڅېړه. د ښاغلي محک د خبرو یو بل اړخ لا په زړه پورې و او هغه دا چې د سایل په شعر کې د تصوف انګازې هم له پامه نشي غورزېدی.
په اخر کې بنډارچیانو ښاغلي ټکور ته دنده وسپارله چې د لندن د ادبي بنډار په استازیتوب په هغه غونډه کې برخه واخلي چې د ښاغلي جنبش په ویاړ په بلجیم کې جوړېږي.
دغه بنډار چې شپږ بجې پیل شوی و، د شپې د لسو بجو په شاوخوا کې پای ته ورسېد.
په درنښت
شهسوار سنګروال
لندن