مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2004-09-20   مخپرونکئ : عبدالله احسان

د محمديار ژوند او فن تر سرليک لاندي سيمينار

بېنوا خپرنيزه څانګه

د پښتو ادبي غورځنګ له خوا د ښاغلي محمدصادق ژړک او همکارانو په هاند اوهڅو د روان کال د سپټمبر د مياشتي پر ١٩ نېټه دسهيلي پښتونخوا د کوئټي  په ښار کي  ( د محمديار ژوند او فن ) تر سرليک لاندي په زړه پوري سيمنار جوړ شوی و .  په دې سيمينار کي د سهيلي پښتونخوا د بېلابېلو سيمو څخه په زيات شمېر پوهانو ،  ليکوالو ، شاعرانو ، او د پښتو ادب او فرهنګ مينه والو  ګډون کړی وو .

سيمنار د سهار پر ١١ بجې د قرآن عظيم الشان په څو مبارکو ايتونو پيل ، لومړی د پښتو ادبي غورځنګ مشر ښاغلي محمد صادق ژړک پرانستونکې وينا وکړه . اوورپسې د سميينار د مشرتابه پلاوی په لاندي ډول وپېژندل شو .

ښاغلی پوهاند سيال کاکړ د سيمينار دمشر په توګه

ښاغلي ډاکټر بصير اڅکزی د ځانګړي ميلمه په توګه

ښاغلی عبدالاحمد محمديار د سيمينار د ميلمه په توګه

او ښاغلی دروېش درانی د سيمينار د مشرتابه پلاوي د غړي په توګه

په نوموړي سيمينار کي چي د ځوان شاعر ، تکړه ليکوال ، او ژروناليست  او همدا ډول   له ١٣٧٧ لمريز کال راهيسي د بېنوا فرهنګي ټولني مشر د ادبي او فرهنګي بېساري خدمتونو ستاينه وشوه ، او د ډيورنډ د کرښې پر دواړو خواوو يې د محمديار پر کلتوري هڅو رڼا واچول .

په دې  اړه په سيمينار کښي دکوئټي د ښار اوسيدونکو او بېلابېلو سيمو څخه راغليو دغو ښاغليو ليکوالو  خپلي مقالې ولوستلې او ويناوي يې وکړې .  لکه :ښاغلي : عصمت الله زهير ، نعيم ازاد ، ډاکټر لياقت تابان ، واصل واصفي ، عادل اڅکزي ، صادق ژړک ، او همدا ډول له کندهار څخه د ښاغلي عبدالقديم پتيال راليږل شوې مقاله د احمد شا اعظمي لخوا ولوستل شوه .

په کوئټه کښي د پښتوادبي غورځنک لخوا تر اوسه په ټولو جوړو شويو غونډو او سيمينارونو کښي ځيني جايزې  ويشل کيږي ، چي دا ځل هم درې جايزې برابري شوې وي .

لومړۍ دوې جايزې  د غورځنګ علمي ايوارډ  په نوم وې د غورځنګ د ملګرو له خوا   د کوئټي ښار د دوو ښوونځيو د لسم او دوولسم ټولګيو څخه په لومړۍ نمره بريالي شوو زده کوونکو ته  ورکړه شوې .

دريمه جايزه د نامتو ژورناليست په نامه  د شهيد عبدالرحمن لودين ايوارډ په  نوم د پښتو ادبي غورځنګ د ملګرو له خوا  په کندهار کي د بېنوا فرهنګي ټولني مشر ښاغلي عبدالاحمد محمديار ته ډالۍ شوه .

تر دې وروسته ځوان شاعر ، ليکوال او تکړه ژورناليست ښاغلي محمديار وينا وکړه ، او د پښتو ادبي غورځنګ له مشرتابه پلاوي او ټولو غړو په ګډون يې د ټولو برخه والو څخه مننه وکړه .

ورپسې نوميالي شاعر او ليکوال ښاغلي دروېش دراني وينا وکړه ، نوموړي د محمديار د فرهنګي هڅو او خدمتونو ستاينه وکړه ، او همدا ډول يې د پښتوادبي غورځنګ له ملګرو څخه مننه وکړه .

تردې وروسته ښاغلي ډاکټر بصير کاکړ وينا وکړه ، او ورپسې ښاغلي پوهاند سيال کاکړ پر افغاني کلتور ، پښتو ژبي ، او د محمديار پر هڅو رڼا واچول ، او دداسي سيمينارونو جوړول يې يو ګټور کار وباله .

ښاغلي محمد صادق ژړک د سيمينار د کوربه په توګه د غونډي د برخه والو څخه مننه وکړه او دا ډول د ماسپښين پر دريو بجو د ډوډۍ خوړلو دمه اعلان شوه  .

درې نيمي بجې د مشاعرې برخه پيل شوه چې ددې برخي مشر ښاغلی عبدالروف رفيقي ، مېلمه صالح محمد سارنګزی ، او کوربه عصمت الله   زهير وو .

په مشاعره کښي د سهيلي پښتونخوا د بېلابېلو سيمو څخه لکه : کوئټه ، کلا سيف الله ، ږوب  ( ژوب ) ، لورالايي ، دوکۍ ، پښين ، نوشکي ، چمن ، زيارت  څخه  شاعرانو او اديبانو ګډون کړی وو ، ښکلي او په زړه پوري شعرونه يې وويل . د مشاعرې په پای کي ښاغلي ډاکټر بصير اڅکزي په نوموړي سيمينار کښي د لوستل شويو مقالو څخه د يوه کتاب د جوړيدلو او هغه د چاپولو ژمنه وکړه .

ماښام اووه بجې د مشاعرې برخه هم پايته ورسيده ، او د پښتو ادبي غورځنګ مشر ښاغلي صادق ژړک له ټولو راغليو ميلمنو نه مننه وکړه ، او له ليري سيمو څخه راغلي ميلمنو ته د شپې تيرولو لپاره د پښتو ادبي غورځنک په ميلمستون کښي تياری نيول شوی وو ، او د شپې تر ناوخته پوري يې پر بېلابېلو موضوع ګانو او سيمه ايزو فرهنګي هڅو خبري اتري او دزړه خواله وشوه .

 

په دې اړه د المان ږغ راډيو د ښاغلي عصمت الله زهير سره مرکه کړېده دلته يې واورئ

 مرکه کوونکی : عبدالرزاق برق

 

( د ارشيف څخه ) پوهاند سيال کاکړ غونډي ته د وينا پر مهال 

ښاغلی احمد شا اعظمي غونډي ته د وينا پر مهال

ښاغلی جاويد اقبال د غونډي برخه والو ته مقاله اوروي

 ښاغلي : عصمت زهير ، عبدلروف رفيقي ، او صالح محمد سارنګزی د غونډي مشرتابه پلاوی

د سيمينار برخه وال

د غونډي يو اړخ

د پښتو ادبي غورځنګ مشرښاغلی صادق ژړك

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery