يادَوَنه :بېنواويبپاڼه غواړي تاسو درنو لوستونکو ته په افغانستان ، محکوم
پښتونستان او همدا ډول د نړۍ په ګوټ ګوټ کي دکلتوري ټولنو دکار اوفعاليت په اړه لنډ راپورونه وړاندي کړي .
دهغو کلتوري ټولنو له مسولوکسانو څخه چي تر اوسه د بېنواويبپاڼي سره نېغ په نېغه اړيکي نه لري هيله کوو چي
دخپلي ټولني دجوړښت ، دټولني لاسته راوړنو او غړو په اړه لنډ معلومات له خپلو هيوادوالو او په ځانګړې توګه
نورو کلتوري ټولنو سره په کلتوري چارو کي دهمږغۍ په نيت شريک کړي . ددې ترڅنګ ستاسو هر ډول مشورو او
وړانديزونو ته پر دې برېښناليک
پته هرکلئ کوو . په درناوي : عبدالله اح
سان
ددې لړۍ لومړنی راپور د سهيلي پښتونخوا کلا سيف الله څخه دکلاسيف الله پښتو ادبي
ټولني په اړه دټولني مشر ښاغلي محيب الله ښېراز رالېږلئ دئ .
دپښتو ادبي ټولني کلاسیف الله
بنسټ په ۱۹۹۵ کي د کلاسیف الله د پښتو ادب مینه والوښاغليو :
شېرزمان زیارمل ؛محمدانورانور؛امیرمحمدلیکوا
؛محمدنوازقائل؛شکوروصال؛ستارزیری؛عبدالرحیم جدون اونوروملګرو په مرسته کیښودل شو.
دغه رنګه دا ټولني پرمختګ شوروکړمیاشتنۍ اواونیزي غونډي پیل شوې آن دا چي ده مسلم باغ څخه هم څه ملګري راتلل
او ناستي به ئې په ډیر شوق سره لمانځلې او په کوټه کي چي به کله هم ده ملګري لیکوال یا نورو ټولنوسیمینار یا لوی
کانفرنسونه کول نو دا ټولوملګروبه ډیر شوق سره ګډون پکي کاوه؛اوآن دا چي دې ملګروپه ۱۹۹۶ کي یو کتاب هم د(
وښانه ستوري)په نامه ترتیب اوچاپ کړ چي مارکیټ ئې هم پیدا کړ.
له دې پس داټولنه تر دروڅلوروک
ونوپوري وچلیده خو له بده مرغه ده مختلفو سازشونوپه وجه د لوئ انتشار ښکارشوه او هرقسمه منډی ترړي ئې کمزوري
شوې؛خو کله چي زه لږڅه له پوهنځي څخه فارغیدوشوم نومي ټولو سینئرملګروسره و لیدل چي غواړم دا ټولنه یووار بیا
ژوندۍ کړم خوڅه موده پس مي ټوله ولیدل چي به هغوی کي محمد انور انور؛امیرمحمدلیکوال او محمدلیکوال ډیره م
سته او ملګرتیا راسره وکړه .
ما اوملګري کریم الله سودايي ټول ملګري راوغوښتل د بیا فعالیت د پا
ه مو رسمي ناسته وکړه اوورسره مو ده ټولني چڼ هم وکړ چي په کي ښاغلی سلام محمد ګریاني د ريس په
توګه ، کریم الله سودائي او زما ( محيب الله ښېراز ) نومونه دټولني د مرستيال په توګه وټاکل سول او زم
ا نومونه و ټاکل سول همدارنګه موږ ده ټولني د نور پرمختګ له پاره هلي ځلي پیل کړې اومیاشتنۍ غونډي موشورو کړې
چي پکي ټولو ملګرو ده زړه په مینه ګډون کاوه .
په ۲۰۰۵م کال ملګري عبدالقادر مجرم خپله شعري
ټولګه د(مات وزري) چاپ کړاو په حقیقت کی ډیره په زړه پوري او لوستونکوته قبوله وګرځیده اوپه هم دغه تسلسل
کي یوبل ملګري همت وکړ اوخپله شعري ټولګه ئې تیاره کړه اوچاپ ئې کړه چي نوم ئې ورله ( داباتور افغان ملت دی)
ورکړ او له دې نه پس موږټولو ملګروفیصله وکړه چي یوه ورځنۍ څیړنغونډه به جوړه وؤ.
نوهمداوؤ چي د
ټولو ملګرو په خوښه مو د ۲۰۰۵م کال ده جولای ۲۴مه نیټه وټاکله او څیړنغونډه مو اعلان کړه اوټولو ښه د زړه په
خواله کار پیل کړ او دا څیړنغونډه مو وه کامیابي ته وروسپارله چي په کښي ده سهیلي پښتونخواه زیات تره شاع
انو او لیکوالانو سره له سیاسیانو ئې ګډون په برخه سواو زموږدا څیړنغونډه ئې لا نوره په خپل راتګ سره ښائسته
کړه چي موږبه ورته
هرکله درناوی لرو؛ ددې څیړنغونډي عنوان :پښتوادب په یویشتمه پیړۍ کي :چي په کښي ډیرودرنو
یکوالانولکه
محمودایاز؛سیدخیرمحمد عارف؛عارف تبسم؛محمدصادق ژړک؛ډاکټرمحمد شفیق؛امیرمحم
دلیکوال؛محمدنوازقائل؛شیرزمان زیارمل؛همایون مندوخیل؛درویش کاکړخپلي مقالې اوویناوي ګډون والو ته واو
ولې چي ټولي د قدر وړ اوپه زړه پوري وې او دویمه برخه ئې جائزې وې چي وه محمود ایاز؛سیدخیرمحمدعارف؛عبدالقادرم
جرم؛محمدنوازقائل؛همایون مندوخېل؛صادق ژړک ته د پښتوژبي ته د زیات خدمت کولواوددې څیړنغونډي دکامیابه کو
وپه بدله کي ورکړل سوې؛اودریمه برخه ئې ډوډی وه چي دټولني ځوانانوئې بندوبست کړی وؤکم نه کم ۳۰۰ ګډونوالو ته
وډی ورکړل سوه اوهمدارنګه دغونډي څلورمه برخه چي مشاعره وه پیل سوه اودې مشاعره کي دیواندازې مطابق دسلو څخه
زیات شاعرانو ګډون درلود او همدا څیړنغونډه د شپې پرڅلوربجې پائ ته ورسیده.
د یادوني وړ ده چي په غونډه کي
بوریوال کاکړداشنا ریډیو په استازیتوب اوهمایون مندوخېل دږوب راډیو په استازیتوب ګډون درلود او دائې د می
یا په لیکه هم کړ؛له دې څیړنغونډي پس هم په دغه تسلسل سره ملګري محمدنوازقائل هم خپله شعري ټولګه(زما وطن )
د چاپ له پاره تیاره کړه چي سریزه ئې سترلیکوال او سیاست پوه اجمل خټک صیب لیکلې ده خود مالي لګښت له وجي نوم
وړي دا ټولګه لا تر اوسه چاپ ته نه ده را ایستلې.
له دې ټولوهلوځلوسره ملګري ټول د خدمت په جذبې سره
مست شو او هم دارنګه مو د ستر لیکوال اودپښتو شپږم ستوري علامه شکوررشاد بابا ده لومړي تلین په مناسبت هم یو
ورځنۍ غونډه پر۳۰م ډسمبر۲۰۰۵م جوړه کړه چي پکي ده کلاسیف الله او مسلم باغ ملګرو ګډون درلود چي په کي امیر
یکوال؛خان زمان کاکړ؛محب الله ښېرازاوډاکټر محمد شفیق مقالې وړاندي کړې او محمد نواز قائل؛پیر محمدسی
اب؛هدایت الله دانش؛کلیم الله کلیم؛سید اکبرکاګړ؛محمد اکرم مبارز درشاد بابا پر وياړمن ژوند په ډی
ه ښايسته توګه رڼا واچوله اودویمه برخه ئې مشاعره چي پکي اندازاً ۳۰ شاعرانو ګډون درلود. دا غونډه هم د م
اښام پرلمانځه پائ ته ورسیده؛لا تراوسه دا ټولنه په خپل ښایسته انداز سره دپښتو خدمت ته ملا تړلې اوؤنیزی
اومیاشتنۍ ناستي جاري ساتلې دي؛الله تعا لا دي نور توفیق ور په برخه کړي آمین .
محيب ال
ه ښېراز
دکلاسيف الله پښتو ادبي ټولني مشر
کلا سیف الله سهیلي پښتونخواه
دټولني سره اړيکي برېښناليک
: muhibpsf@gmail.com ټيلفون : 00923337918019