مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2004-09-27   مخپرونکئ : عبدالله احسان

د اطلاعاتو اوکلتور وزارت اود کندهار احتجاج

غوث الدين فروتن ( کندهار )

 

د سهيل لوېديځي حوزې د ادبي ټولنو د اطلاعاتو او

کلتور وزارت پر تېر کاري بهير احتجاجي غونډه وکړه

 

غوث الدين فروتن / کندهار

 

دروان كال د سپټمبرپه ۲۷مه دماښپين په ٤ بجو په کندهار کې دافغان مطبوعاتي مرکز اينې په انګړ کې دسهيل لوېديځ زون دادبي ټولنولخوا داطلاعاتو اوکلتور وزارت پر تېرنيمګړي کارې بهيراحتجاجي غوندۀ جوړه شوه.

  په پيل كي د غونډې اجنډا دميوند مجلې مسئول مدير عبدالنافع همت لخواوړاندي شوه، ده دخپلو خبرو په تر څ کې وويل :"افغانستان له كلونوكلونوراهيسي دژوندپه هرډګركي درانه زيانونه ليدلي چه ترټولو زيات زيانونه يې كلتوراوفرهنګ ته اوښتي دي. ده زياته كړه چه داطلاعات وكلتوروزارت مسئوليت لري چې زمونږ حق راكړي اومونږ هم دڅان په اړه مسئوليت لروچې دخپل حق غوښتنه وكړو. داساسي قانون له مخي دولت مكلف دى چه دپښتواودري ژبودمتوازن انكشاف لپاره كاروكړي، خوله بده مرغه چه تراوسه نه دولت اونه هم داطلاعات وكلتوروزارت په دې اړه كوم مثبت ګام اخيستى دى، كله چه ځوك دكابل ټلوېزيون خپروني ګوري نوكټ مټ لكه دايران دكوم ښارګوټي ټلوېزيوني چېنل چه وي اوياديوې سيمي دخلكو لپاره ځانګړى شوى وي.

دملي ټرمينالوژي په اړه بايدووايوچه دافغانستان ملي ټرمينالوژي دمختلفوژبوله الفاظوڅخه جوړه شوې لكه لېسه،قول اردو، دارالمعلمين، اكاډمي، پوهنتون اوداسي ... دپښتو،دري،عربي،انګليسي،تركي اوداسي نوروژبوڅخه اخيستل شوي همدارنګه داساسي قانون په ۱۶ماده كي راغلي چې دافغانستان ملي ټرمينالوژي دي پرخپل حال پاته وي اما ددې برخلاف مونږشعورا وينوچه دملي ټرمينالوژۍ په برخه كي په څانګړي ډول له پښتوسره ستره جفاكېږي،هغه منل شوي الفاظ لكه پوهنتون، پوهنځى،ستره محكمه چه په پښتودي په دانشګاه،دانشكده، دادګاه عالي باندي اړول كېږي خو لېسه،قول اردو، دارالمعلمين، اكاډمي اوداسي نورچې په نوروژبودي پرخپل حال پاته دي.

دمطبوعاتوپه برخه كي هم همداحال دى داطلاعاتو او كلتور وزارت له خوا ځنيوهغو دولتي خپرونو ته  چې په پښتو ژبه خپريږي ويل شوي دي چې تاسو بايد په خپله خپرونه كې۳۰% فارسي مضامينو ته ځاى وركړى ،دبيلګې په توګه يې دخوست مجلې څخه ورته غوښتنه شوې وه خو دمجلې ادراې له دې امله چې فارسي ليكنې يې نه درلودې بخښنه غوښتې وه ، خو دوزارت له خوا ورته ويل شوي وه چې ليكنې موږ دركوو. اوس نو كه چېرته داسي وي نو هرات ،مزار شريف اوداسي نورو سيمو په خپرونو كې هم بايد ۳۰ فيصده پښتو مضامينوته ځاى وركړل شي .

 كله چه يوپښتون ليكوال يوڅه ليكي اوهغه  هم پرحقيقت ولاړي ليكني وي په نه څه ځورول كېږي، دخپرونودبندېدوګواښونه ورته كېږي اوحتى ترمركزاوڅارنوالۍ پوري غوښتل كېږي خونوركسان كه هرڅه وايي يايې ليكي مخه يې نه نيول كېږي دبېلګي په توګه پيام مجاهد،پنجره اوځيني اشخاص وايي اوليكي: كرزى جاسوس پاكستان، پښتانه بې فرهنګه دي، كرزى ناخوانده امضاميكنداوپه ټلويزيون كي په ښكاره وايي چه زه افغان نه يم او اساسي قانون نه منم ،ايادداسي كسانواوملي وحدت ضدويناوومخنيوى داطلاعات وكلتوروزارت دنده نه ده؟؟

دتاريخي اثاروپه ساتنه كي هم دموراوميرې چلندكېږي ديوې سيمي دتاريخي اثارودساتني لپاره هره وسيله په كاراچول كېږي خودبلي سيمي تاريخي اثاروته كه ځه هم په لوټ اوتالان يې خبروي هيڅ ياملرنه نه كيږي دبېلګي په ډول داحمدظاهرقبرجوړېږي خومتآسفانه داطلاعات وكلتوروزارت دملي اتلي ملالۍد قبرجوړول خولاڅه كوې تراوسه ورغلي هم نه دي.

نوموږ داوايو چې نوموړى وزارت يو بې كيفيته وزارت دى او په راتلونكي كابينه كې بايد داطلاعاتو اوكلتور وزارت په يو ملي وزارت بدل شي اوده داسي كسانو چې له تعصبه ډك وي محه ونيول شي .

 ورپسې ډاکترمحمد ابراهيم شينواري دخپلو خپرو په لړ كې وويل : دنيا اوس ديو نړيوال كلي حيثت  غوره كړ ى او په دې نړيوال كلي كې به هغه قومونه فعال او ژوندي وي چې كلتور يې ژوندى وي په افغانستان كې دكلتور خبره مهمه ده خو متاسفانه دهيواد دكلتور په برخه كې له پښتو ژبې سره جفا شوې او په حقير نظر ورته كتل شوي دي نو موږ غواړو چې خپل حقه حقوق تر لاسه كړو تر څو له خپلو حقوقو څخه بر خورداره شواودا زموږ حق ده او موږ ټولو قومونوته دهغوى دمساوي حقونو دوركولو غوښتونكي يو .

 وروسته عبدالاحمدمحمديار او حيات الله رفيقي په دې اړه خبرې وکړې.

ديادوني وړده چې په دې احتجاجي غونډه كي پر کندهار سربيره د روزګان ، زابل ،غزني او هلمند ولايتونوادبي ټولنوګډون درلودچې دغونډې په پاى كي يې په ګډه يو پرېکړه ليک صادر کړچې  په لاندي ډول دى

 

 

ليکوال او څېړونکی ښاغلی حيات الله رفيقي غونډي ته وينا کوي

 

دكندهار، زابل اوهلمندولايتونودفرهنګي ټولنوګډپرېكړه ليك

 

 

۱: د مرکز او ولايتونو په راډيو ګانو او ټلوېزونونو کي دي دفارسي او پښتو انډول په پام کي ونيول شي

۲: د هيواد د ټولو سيمو تاريخي اثارو او ودانيو ته دي يو ډول پاملرنه وشي.

۳: د افغانستان د اساسي قانون سره سم دي د افغانستان ملي ترمينالوژي پخپل حال وساتل شي او د پرديو هيوادونو د ملي ترمينالوژۍ مخه دي ونيول شي.

۴: هغه ترانه چي د ملي سرود په ځاي کارېده د اساسي قانون تر تصويب وروسته لغوه ده نو بايد چه نور د ملي سرود په ځاى و نه کارېږي او ونه ږغول شي، ملي سرود چه په پښتوژبه دى بايد ژرترژره جوړ شي.

۵: ددې لپاره چه د افغانستان دري لهجه وساتل شي د هيواد په تلوېزونونو کي دي د ايراني فلمونو مخه ونيول شي.

۶: دافغانستان د اطلاعاتو او کلتور وزارت دي داسي چاته وسپارل شي چه د افغانستان د ټولو ژبو د متوازن انکشاف لپاره کار وکړي.

۷: په کندهار کي دي د ملي اتلانو لکه ملالۍ او زرغونې آنا مقبرې جوړي شي.

۸: د هيواد په تلويزونونو کي دي هغه چاته اجازه نه ورکول کېږي چه د حکومت په افغاني هوئت، ملي وحدت او اساسي قانون باندي باور ونه لري.

۹: دافغانستان هغه خپروني دي بندي سي چې د قومونو تر منځ نفاق اچولو ته لمن وهي او په ملي اتلانو پسي بد رد وايي.

 

له هالنډ څخه ورغلی ميلمه تکړه شاعر ښاغلي عنايت الله پويان غونډي ته وينا کوي

 

 

 

د احتجاجيه غونډي برخه وال

 

 

 

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery