مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2007-03-16   مخپرونکئ : شمس

د سيدجمال الدين افغان د ۱۱۰ تلين غونډه وشوه

د ختيځ نابغه علامه سيد جمال الدين افغان د ١١٠ تلين په مناسبت په خوست ولايت کې يو ورځنى سيمينار تر سره شو.
دغه سمينار د خوست ولايت د خپلواكې فرهنګي ټولنې لخوا د دې ولايت د كنفرانسونو په تالار كې جوړشوى ؤ چې د خوست ملي جهادي اسلامي، ملي پيوستون ،ژورنالستانوشورګانومشرانو، د سمون انجمن، د مجاهدينو تحريك، د مېډيوټيك او نورو ټولنيزو او سياسي سازمانونو، اتحاديو، ټولنواو شوراګانومشرانو او استازوپكې ګډون كړى ؤ .
دغه سمينار دوې برخې لرلې چې په لومړى برخه كې شعرونه او ويناوې واورول شوې او په دويمه برخه كې د سمينار د ګډونوالو لخوا ليكل شوې مقالې ولوستل شوې .
ياده شوې غونډه د خوست ملي جهادي اسلامي شورا مشر مولوي سردار لخوا د عظيم الشان قران د څو مباركو اياتونو په تلاوت سره پيل شوه .
ورپسې د خوست خپلواكې فرهنګي ټولنې مشر نصيراحمدروښان پرانيستونكي ويناوكړه او د علامه سيدجمال الدين د شخصيت، افكارو او كړو، وړو په اړه يې په زړه پورې څرګندونې وكړې .
بيا مولوي سيدالله سعيد وينا وكړه نوموړي د دغسې سمينارونو جوړول يو لوى علمي كار وبالۀ او پخپل واريې د سيدجمال الدين افغان د علمي شخصيت په اړه ښايسته مالومات وړاندې كړل .
ور پسې د سولې پيغام راډيو مشر زاهدشاه انګارخبرې وكړې اود علامه سيدجمال الدين په كارنامو يې رڼاوچوله .
بيا د قومونوپيوستون شوراريس غازي نوازتڼي خبرې وكړې اود سمينار د جوړېدوستاينې ترڅنګ يې د موضوع په اړه په زړه پورې خبرې وكړې .
ورپسې دخوست ملي جهادي اسلامي شورامشرمولوى سردارخبرې وكړې اوداسلام په رڼاكې يې دعلامه سيدجمال الدين دعلمي كارونوپه اړه په زړه پورې څرګندونې وكړې .
دسميناردويمه برخه دعلامه سيدجمال الدين دشخصيت ،افكارو، كړو،وړواوعلمي كارونودڅرنګوالي په اړه د بېلا بېلو ليكوالانو شاعرانواوروڼ اندولخواليكل شوې مقالې وې .
لومړى مقاله دسمون انجمن درهبري شوراغړي استادعبدالخالق سروري ولوستله چې دفغان سيدجمال الدين دكړو،وړوپه اړه پكې ښايسته توكي راټول شوي وو .
ورپسې دازادۍ راډيوخبريال اميربهيردعلامه سيددعلمي شخصيت په اړه خپله ليكل شوې مقاله واوروله .
بيادخوست راډيوامراودپه خوست كې دژورنالستانواتحاديې مشرمحمدغفورمهيدي خپله هراړخيره مقاله چې دعلامه سيدجمال الدين دشخصيت،علمي كړو،وړواوافكاروترڅنګ پكې دهغه ژوندليك هم ليكل شوى ؤدسمينارګډونوالوته واوروله .ورپسې دحقوقوپوهنځي استادزمردمنګل ،سفيرځدراڼ ،اوتواب غورځنګ پخپل وارسره خپلې ليكل شوې مقالې دسمينارګډونوالوته واورولې چې دعلامه سيدجمال الدين دعلمي شخصيت،ددۀ دافكارو،كړو ،وړواو كړوخدمتونوپه اړه پكې هراړخيزمالومات راغونډشوي وو .
په وروستۍ برخه كې دكانديداكاډميسن علمي شخصيت ارواښادمحمدصديق روهي زوى ښاغلي ډاكټرخوشال ورهي د سمينار د غونډې ارزونه وكړه اودغونډې مثبت اومنفي ټكي يې په ګوته كړل .
دسميناردغه غونډه دسهار په نهوبجوپيل اودماسپښين په يوه بجه دسفيرځدراڼ لخواددوعايې په وېيلوسره پاى ته ورسېده .

 

 

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery