مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2007-03-17   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

(هالنډ) افغاني کلتوري ټولني پسرلنۍ مېله جوړه کړه

عبدالله احسان

 عبدالله احسان - هالنډ- شنبه د ١٣٨٥ لمريز کال د کب ٢۶  

په هالنډ کي افغاني کلتوري ټولني نن دشنبې ورځ د ۱۳۸۵ لمريزکال د کب د مياشتي ۲۶مه نېټه د اوتريخت په ښار کي تر سلو زياتو افغانانوپه ګډون پسرلنۍ مېله جوړه کړه .

په دې مېله کي دهالنډ ميشتو افغان فرهنګپالو ، ليکوالو او شاعرانو تر څنګ له جرمني څخه په اروپا کي دافغاني کلتوري ټولنو دګډي جرګې مشر ښاغلي زرين انځور ، په جرمني کي دافغانستان د کلتوري ودي ټولني په استازيتوب ښاغلي عاشق الله غريب ، په بلجيم کي دافغانانو د کلتوري ټولني مشر ښاغلي نجيب احمدزي او دکندهار ادبي مرکې مشر ښاغلي ډاکټر طارق رشاد برخه اخستې وه .

مېله له پسرلنۍ مشاعرې ، دماشومانو ذهني ازموينه ، او ټنګ ټکور څخه جوړه وه .

غونډه چي چلوونکي يې نوميالۍ ممثلي ميرمن ستورۍ منګل او تکړه فلم لوبغاړي ښاغلي ذبيح الله انيل و ، د ښاغلي سعيد الکوزي له خوا د قرآن عظيم الشان د مبارکو ايتونو په تلاوت سره پيل سوه ، ورپسي د ټولني مشر ښاغلي رحمت ګل ځواکمن پرانستونکې وينا واوروله ، وروسته ښاغلي ډاکټر سيد نصير احمد د نوي کال او پسرلي په اړه خپله ليکنه ولوسته ، او د مشاعرې په برخه کي دغو مېلمنو برخه واخيسته :

ښاغلئ عاشق الله غريب ، اغلې کامله طاهر ،ښاغلئ ډاکټر طارق رشاد ، ميرمن ثريا ، ښاغلي محمدنبي اسحاق زئ او يو شمېر نورو

تر مشاعرې وروسته ميرمن ستورۍ منګل او ښاغلي ذبيح الله انيل دڅو په زړه پورو ټوکو د اورولو وروسته چي د ټولو برخه والو د خوښۍ وړ وګرځېدې .

د ماشومانوپه ذهني ازموينه کي چي داغلي ستورۍ منګل له خوا ترتيب سوې وه او ښاغلي ذبيح الله انيل يې په چلولو کي همکاري کوله ،  اتو تنو تنکيو ماشومانو برخه واخسته ، يو شمېر پوښتنو ته ترسموځوابونو ويلو وروسته ښاغلي ځواکمن او ميرمن پښتنې دازمويني د پلاوي په توګه د هغوئ ځوابونو ته نمرې ورکړې ، او اغلي ستورۍ منګل دټولني له خوا جوړ سوي سوغاتونه پر تنکيو ماشومانو وويشل .

دغونډي دريمه برخه چي تر تفرېح وروسته پيل سوه ، د موسيقۍ برخه وه ، چي له اته نيمو بجو بيا تر نيمي شپې ( ۱۲ بجې ) پوري يې دوام وکړ ، ځوان او تکړه سندرغاړي ښاغلي نجيم جان نېکزاد او ښاغلي ياسير په زړه پوري سندري وړاندي کړې ، ځوانو په پرله پسې توګه مست ملي اتڼونه وکړه .

 

دمېلې په پائ کي د ښاغلي رحمت ګل ځواکمن او ښاغلي ډاکټر طارق رشاد له خوا ځوانو او تکړه سندرغاړو ته د ګلونو ګېډۍ ډالۍ سوې ، ښاغلي رحمت ګل ځواکمن له خوږ ژبو سندرغاړو او د غونډي له ټولو برخه والو دهغوئ د راتګ په اړه مننه وکړه .  پسرلنۍ مېله د شپې پر ۱۲ بجې پائ ته ورسېده .ديادوني وړ ده چي په دې پسرلنۍ مېله کي څو تنوسپين ږيرو مشرانواو په زيات شمېر سره ميرمنو برخه اخستې وه .

افغاني کلتوري ټولنه په هالنډ کي له ټولو افغانانو هيله کوي چي دټولني د کار او فعاليت په اړه خپل نظر او وړانديزونه د ټولني له ادارې سره پر دې برېښناليک شريک کړي : tolana@benawa.com

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery