دخپریدو نیټه : 2007-03-26 مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل
ايډز په افغانستان کې د نيويارک ټايمز له نظره
ژباړه ډاکتر عيسي ستانکزي
ژباړه ډاکتر عيسي ستانکزي
دامريکا يوې ورځپاڼې په يوه مفصل راپور کې په افغانستان کې د يو ې ورانوونکې بلا خپراوي ته پام کړى دى دغه ناروغي ايډز ده چې تراوسه پورې په دغه جنګ ځپلي هيواد کې د يولړ قوانيونو او ستونزو له امله نه وه برسيره شوې خو اوس داسې ښکاري چې دغه بلا هم د افغانانو په مصيبتونو ورزياته شوې ده.
نيويارک ټايمز ورځپاڼې په خپل راپور کې ديوه افغان پلار حالت بيان کړى چې ١٨ کلن زوي يې په دغې نارغۍ اخته شوى دى اوڅلور مياشتې مخکې ايډزدهغه ښځه هم ترې اخيستې ده او اوس دغه افغان بزګر له خپلو ځلورو ماشومانو سره له ډيرو ستونزور سره مخامخ دى .
دوه لسيزې جګړې او بيا دطالبانو سخت قوانين ددې سبب شول چې دغه ناروعي تر يوه حده محدوده پاتې شي خو اوس يې نښې په دغه هيواد کې څرګندې شوي دي خوله دې سره سره اوس دغه ناروغي له دې امله نه په ډاګه کيږي چې خلک شرميږي او نه غواړي څوک ددوي په دې ناروغي خبر شي ددغه اتلس کلن هلک پلار هم له دې امله دزوي ناروغي پټه ساتي چې ورته شرم او ننګ ښکاري چې په دې ناروغي اخت شوىدى . هغه وايي په دې شرط مرکه کوي چې نوم ېې وانه خستل شي دغه بوډا حتي خپله کورنۍ دخپل زوي له ناروغۍ بې خبره ساتلې ده خو باوري دى چې ميرمنه ېې هغه وخت په دې ناروغۍ اخته شوه چې څوکاله مخکې ېې په پيښور کې ورته په ايچ آي وي ککړه وينه ورکړې وه.
په افغانستان کې لومړنۍ ابتدايي څيړني ددې ښودنه کوي چې يوازې ٦٩ کسان په ايډز اخته دي چې درې تنه پکې مړه شوي هم دي خو له دې سره سره د عامې روغتيا چاوراکو خبردارى ورکړى دى چې دغه شميره ډيره زياته ده . دنړيول بانک له ايچ آي وي او ايډز سره دمبارزې يوه سلاکاره ميرمن نيلوفراګامبردي وايي :
پر دغو شميرونو هيځکله باور نه شي کيداي او حتي خطرناکه دي. د روغيتا نړيوالې ادرې هم اټکل کړى دى چې په افغانستان کې پر ايډز د اخته کسانو شمير دزرو او دوزرو په منځ کې ده. خو ميرمن نيلوفر وايي دروغتيا دنړيولې ادارې دغه شميره هم له حقيقت سره اړخ نه لګوي.
د افغانسنان د روغتيا په وزارت کې دايډز د کنترول د ملي پرګرام مشر ډاکټر سيفور رحمان هم ددغې ميرمنې له نظر سره موافق دى .
په هر صورت دروغتيا په برخه کې نړيولو او افغان کارپوهانوخبردارى ورکړى دى په هغو هيوادونو کې چې جنګونو ځپلې دي مهاجرتونه پکې ډير شوي وي، دليک لوست کچه پکې ټيټه وي او يا بهرنۍ مرستې ورته ډيرې او ناڅاپه ورشي په هغو کې ددغې ناروغۍ دخپريدا چانس هم ډير وي دا په داسې حال کې دي چې افغانستان له جغرافيايي او مهاجرتي پلوه ډيره ورته مساعد دى او دغه هيواد له هغو هيوادونو سره ګډې پولې لري چې په هغو کې دايډز ناروغي هم زياته ده په تيره بيا چين ، پاکستان هند،ايران او دمنځنۍ اسيا هيوادونه په ايچ اي وي ډير ککړ کسان لري نو ايډز په آسانۍ سره له سرحدونو اوښتلاي شي په تيره بيا د هغو کډوالو له لوري دغه هيواد ته رسيدالاي شي چې په دغو هيوادونو کې ېې ژوند کړى دى.
په دې وروستيو کې په افغانستا کې دکوکنارو کر او توليد هم زيات شوى دى له ې سره سره چې حکومتي چاوراک ا وديني مشرانو له ايډز سره مبارزه په خپل کاري لومړيتو ب کې راوستې ده خو په دې لاره کې ډيرې ستونزې لري دايډز په برخه کې دحکومت يو سلا کارا ود فغانستان په کليوالو برخو کې دروغتيااو درملنې د پراختيا مسول فرډ هرتمن ټينګار کوي په افغانستا کې د ايډژ د پراختيا لپاره ډيرو عواملو سره لاس يو کړى دى. افغانستان په تيرو پنځو کلونو کې له اقصادي غوړيداسره مخامخ دى ا وپه ميليونونو افغانۍ دغه هيواد ته راغلي دي پر دې سربيره په لکونو افغانان د کار روزګار لپاره عربي هيوادونو ته تللي دي چې د ځاننو لپاره کار پيدا کړي يواروپايي ډاکټر چې غووښتل نوم يې ونه خيستل شي په دې هکله وويل په ٢٠٠١ او ٢٠٠٢ کلونو کې ٢٣ تنه افغانان له دې وروسته له اماراتو وايستل شول چې په آزمايښتونو کې ېې ايچ آي وي ثابت شو په دغه هيواد کې دغه ازميښت اجباري دى . دغه ډاکټر واي په غه وخت کې په افغانستان کې په ايډز د ٢٣ کسانو دخته کيدا راپور رو کړل شوى ؤ خو ما په خپله ٢٣ مورد ونه ثبت کړي دي او س چې ميليونونه افغان کډو ل بيرته هيواد ته ستانه شوي دي په دغې ناروغۍ دخته کسانو شمير به نور هم زيات شي.
دملګرو ملتو دمرستو غږمله کونکى رينو چاهيل ګراف وايي : په کابل کې په دې اړه يو کلينک هم جوړ شوى دى چې هلته دايډز آزميښتونه هم کيږي خو دا ورته کفايت نه کوي په تيره بيا دا چې په دغه هيواد کې دستنو له لارې د نشه اي توکو استعمالونکي هم زيات شوي دي.نيويارک ټايمز د خپل راپور په پاي کې وايي :
په دې وروستيو کې يو شمير بدلمنې ښځې هم افغانستان ته ورغلي دي چې دغه چاره به پر ايډز داخته کسانو په شمير کې زياتولى راولي .