مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2007-03-31   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

پنځه کلنه دموکراسي او د خبريالانو له ګواښ سره . .

ميرويس جلالزئ

 مخامخ شوي خپلواكى 

ميرويس جلالزئ

ډانيل ماسترو جياكومو او د هغه نور بهرني خبريال ملګري به وروسته له دې هيڅ كله هم د افغانستان جنوبي ولايت هلمند ته د رپوټ جوړولو د ورتګ لپاره زړه ښه نه كړي . 
روان كال د خونړى او برخليك ټاكونكې كال په ګوتو شوي دي . څوك به د پخوا په شان د طالبانو د بغاوتونو او د ناټو ځواكونو د بمباريو حال د عامو افغانانو او د نړۍ د خلكو غوږونو ته ورسوي ؟  دي پوښتني ته به افغان خبريالان ځواب وركړي خو په ناكراره جنوبي ولايت هلمند كې ورته اوس هيڅ يو خبريال ځواب نه لري .

په دي ولايت كې يو خبريال چې مخكې به يې هره ورځ يو نيم رپوټ د خپلي سيمي په روانو حالاتو چمتو كول اوس د پخوا په شان په  خلاص لاس اوډاډه زړه كار ته زړه نه ښه كوي ښايې چې وروسته له دې په خبرو پيښو د ملامت سړي په شان  ځان بې خبره  واچوي .

هڅه كوم چې په هلمند او د هغه ولايت په ګاونډيو ناكراره ولايتونو كې ځان د خبريال او خبريالۍ له روان وضيعت څخه باخبر كړم.

هڅه مې وكړه چې يو افغان خبريال په دي اړه را وږغوم  ، كله چې مي مايك ور مخي ته كړ او په دې اړه چې ولي اوس په ډاډه زړه كار نشي كولاي او لري پرتو ولسواليو ته د ورتګ لپاره زړه نه ښه كوي ؟
راته يې وويل؟ 
د بهرنيو خبريالانو له لاسه زمونږ ژوند هم تريخ او په خطر كې شو ؟
ترينه مې وپوښتل : ولي ؟
خپل خيرن بيك يې چې پري په انګريزۍ ژبه آډيډاس ليكل شوي وو له اوږي را ښكته كړ او ترينه يي يو لپ ټاپ په دوړو ككړ  كمپيوتر راو ايست .
راته يې وويل چې دا كمپيوټر ، مايكروفون او سټلايټ ټليفون يوه مياشت طالبانو ور څخه په دي پلمه وړي وو چې ګواګي پري د جاسوسانو لپاره كار كوې .
بخت يې  بيدار وو چې د ايټالوي خبريال ډانيل په شان يې د جاسوسۍ په تور نه وو نيولى كه نه نو د اجمل نقشبندي په شان به يې ډير ژر برخليك روښانه شوى واى.
هغه د ايټالوي خبريال ډانيل ماستروجياكومو د خلاصون پر سر معامله ته اشاره وكړه ،دا ايټالوي خبريال د هلمند ولايت له نادعلي ولسوالۍ څخه كابو يوه مياشت مخكى د طالبانو له خوا وتښتول شو  .

په لومړيو ورځو كې دا نه وه روښانه چې طالبانو دا خبريال او د هغه دوه افغان ملګري ولي تښتولي دي .

د طالبانو نامتو قوماندان ملا دادالله د ډانيل تر يرغمل كيدا مخكې په وار وار افغانو او بهرنيو خبريالانو ته خبر دارى وركړى وو چې كه چيرته ناسم  او نامتوازن رپوټونه خپاره كړې نو د طالبانو له خوا به ووژل شي .
خو ايټالوى خبريال ډانيل له خلاصون وروسته يوي خبري غونډي ته وويل چې ، هيڅ نا سم او نا متوازن رپوټ يې نه وو خپور كړى او طالبانو بي له كوم مشخص جرم څخه په ناحقه د ۲۰ شپو لپاره په بند كې ساتلى وو.
دا لومړى ځل نه وو چې طالبانو د افغانستان په جنوبي ولايت هلمند كې خبريالان يرغمل كړي وو ، بلكه له دې مخكې د تير ميلادي كال په ورستيو كې درى تنه پاكستاني خبريالان هم د همدې ولايت په يوه اړوند سيمه كې چې نوم يي خپور نشو طالبانو يرغمل كړل .

طالبانو ويل چې دا كسان بي له قانوني اسنادو افغانستان ته ور ننوتي خو كله چې روښانه شوه نيول شوي كسان خبريالان دي طالبانو بيرته د پاكستان او افغانستان تر منځ په ګدو پولو كې آزاد كړل .

تير زيږديز كال په افغانستان كې د حامد كرزى په مشرۍ د جوړ شوي دولت د جوړيدا راهيسي تر ټولو خونړى کال وو .
په دې كال كې كابو يو سلو اويا ۱۷۰ ځانمرګى بريدونه د طالب جنګيالو له خوا تر سره شول او څه نا څه ۴۰۰۰ تنو افغانانو د دې هيواد په بيلا بيلو ولايتونو كې د ښكيلو ډلو تر منځ په راپورته شويو وسلوالو نښتو كې خپل ژوند له لاسه وركړ .
د تير  ۲۰۰۶ كال وروستۍ څلور مياشتي د ناټو او افغان ځواكونو لپاره خورا له ستومانۍ ډكي مياشتي وې .
د كندهار ، هلمند ، زابل ، غزني او پكتيكا په ولايتونو كې پراخي جګړي وشوي .
په سلګونو تنه عام وګړي د ناټو ځواكونو په هوايي بمباريو كې ووژل شول .

افغان او بهرنيو خبريالانو تر خپل توان پوري د جګړو انځورونه نړيوالو ته په ريښتيني ډول خپاره كړل او پايله يي هم د ملګرو ملتونو د امنيت شورا د هغه پلاوي ورتګ په ګوتو كولاي شو كوم چې د ناټو ځواكونو په هوايي بمباريو كې د ملكي كسانو د مړيني د عامل د څيړلو لپاره كابل ته راغلل .

په ختيځ كې ډاكټر محمد حنيف ، په سويل كې قاري محمد يوسف او په ورته وخت كې ملادادالله هغه كسان ول چې وخت نا  وخت به يې له افغانو او بهرنيو خبريالانو سره د ګرځنده ټليفونونو په مرسته خبري كولي ، خبرونه به يي وركول او د خبريالانو پوښتنو ته به يې ځوابونه ويل .

افغان دولت او ناټو ځواكونه هم تير كال په دي وپوهيدل چې طالبانو د دوي په وړاندي ستره تبليغاتي جګړه پيل كړي او دوي هم بايد هڅه وكړي چې د خلكو زړونه او فكرونه په هر قيمت چې تماميږي خپل كړي .
په دې لاره كې په سلګونو زره امريكايي ډالر ولګول شول خو دا نده روښانه چې خبريالان په پيسو هم وپيرل شول او كه څنګه .
خبريالان تل ځانونه د شيدو او د هنداري په شان سپين بولي .
هغوي استدلال كوي چې خبريال د يو ملت ژبه ده او د خبريالانو وهل او ډبول د يو ملت د وهلو ډبولو په معني ده او د خبريال نيول د يو ملت د آزاديو د سلبولومعني لري .

له كومي ورځي چې د افغان دولت د ايټالوي خبريال د خوشي كولو په بدل كې ۵ تنه لوړ پوړي تندلاري طالب جنګيالي خوشي كړل ، په هرو دريو بهرنيو او كورنيو خبريالانو كې ۲ تنه يې اوس د پخوا په شان په ډاډه زړه كار نشي كولاي ، هغوي استدلال كوي چې د افغان دولت دي عجولانه او بي اهميته معاملې نه يوازي دا چې نړيوال اصول يې مات كړل ، د سلګونو تنو هغو خبريالانو ژوند هم له جدي ګواښ سره مخ كړ كوم چې په افغانستان كې په فعاليت بوخت دي .

افغان ولسمشر حامد كرزى ته نژدي او باوري سرچنيو وويل: ولسمشر له طالبانو سره دا معامله د يو افغاني دود د پوره كولو په منظور كړي ده .

د حامد كرزى له خولي ويل شوي چې د ايټاليا د خلكو له خوا په افغانستان كې د دي هيواد د سرتيرو د ماموريت د ختمولو پر سر د نوموړي هيواد لومړى وزير رومانو پروډي دي ته اړ شو چې، له خپلي دندي استعفا وركړي نه دا چې له افغانستان څخه د ايټالوي سرتيرو د وتلو مهال ويش لاسليك كړي .
حامد كرزى ويلي دا ۵ تنه بنسټ پال طالبان يې د پروډي د دي ميړاني په بدل كې د ډانيل پر سر تبادله كړل .
يوه بله مهمه مسله چي د يادولو وړ ده په دې معامله كې د ملت د بابا رول دی . د محمد ظاهر شاه د دفتر يو چارواكې چې نه يي غوښتل نوم يي واخيستل شي وويل: د ملت بابا له افغان ولسمشر كرزى څخه غوښتنه كړي وه كه چيرته ايټالوي خبريال ژوندي خلاص نشي نو دى به ډير ژر افغانستان پريږدي او بيرته به ايټاليا ته لاړ شي .
اوس داسي ښكاري چې د افغان ولسمشر دې ميړاني په افغانستان كې د خبريالانو ژوند له ستر ګواښ سره مخامخ كړى دى .
له دې معاملې پس اوس د سويلي ولايتونو خبريالان نشي كولاي لري پرتو ولسواليو ته لاړ شي او له هغه ځاي څخه ريښتيني انځورونه عامو خلكو ته ورسوي ؛ دا د هغوي ګناه  نده  بلكي اوبه له لويه سر ه خړي دي .
په نړيوالو اصولو كې له ترهګرو سره په هر ډول معاملي بنديز لګول شوی خو افغان دولت دا اصل مات كړ په داسي حال كې چې نن سبا افغان دولت وال د ډيموكراسۍ په تيږه سر ماتوي.
د ايټالوي خبريال خلاصون د هغه په خپل هيواد كې هم غبرګونونه را وپارول .
د ايټاليا د پارلمان كيڼ اړخي يو وكيل د ډانيل ماستروجياكومو له خلاصون وروسته وويل: هغه ترهګر چې د ډانيل د خلاصون په بدل كې خوشي شوي كولاي شي چي زمونږ د سلګونو تنو سرتيرو او عامو وګړو ژوند له خطر سره مخامخ كړې چې داسي بايد نه وای شوي .  هغه دا معامله د ايټاليا په تاريخ كې بې سارې او له شرمه ډكه وبلله .
د امريكا متحده ايالتونو او انګلستان هم د افغان دولت په دې عمل خواشيني وښودله خو ځكه يې په افغان دولت مخامخ او تنده نيوكه ونه كړه چې د افغانستان په ظاهري خپلواكۍ كې خلكو ته شك پيدا نشي.
مولوي ياسر ، عبدالطيف حكيمي او درې تنه نور چې يو يې دطالبانو د وتلى جګړيز قوماندان ملادادالله ورور دى د افغانستان له بيلا بېلو سيمو څخه دافغان او امريكايې ځواكونو له خوا نيول شوي وو .
د باوري سرچينو له خولي راغلي چې دا پينځه تنه لوړ پوړي طالبان ټول د بهرنيو ځواكونو په هغو بندي خانو كې پراته وو كومي چې د افغانستان په بيلا بيلو ولايتونو كې پرتې دي .
د سرچينو په قول چې لطيف حكيمي د بګرام او مولوي ياسر د كندهار د هوايي ډګر په امريكايي زندانونو كې تر شديد امنيتي څار لاندي بنديان ول .
ګومان كېږي چې په دې معامله به امريكايان هم خبر ول او هغوي به هم له طالبانو سره د معاملي يو اړخ جوړ كړى وي . 
د افغانستان د  پخوانى ولسمشر صبغت الله مجديدي په مشرۍ جوړ شوي د سولي د ټينګښت كميسون چې له څلورو كلونو راهيسي د نارضيانو د بيرته راتګ او له دولت سره د هغوي د يو ځاي كيدو په برخه كې كار كوې ، په دي معاملي خپله بي خبري وښودله ، خو د ناتيد شويو رپوټونو په حواله چې په خپله د همدي كميسيون مشر ښاغلي مجديدي هم په دي معاملي كي  كليدي رول درلود .
دې معاملې اوس ستري ستونزي رامنځ ته كړي دي . افغان خبريال اجمل نقشبندي چې له څه كم يوي مياشتي راهيسي د طالبانو په بند كې پروت دې اوس هم لا بندي دى .
طالب قوماندان ملادادالله د هغه د خلاصون په بدل كې د خپلو دو تنو ملګرو د خلاصون غوښتنه كړي  چې تر اوسه نده منلي شوي .
په سلګونو تنو افغانو خبريا لانو او له هغوي څخه د ملاتړ ټولنو له ملي شورا ، افغان حكومت او طالبانو غوښتنه وكړه چې اجمل نقشبندي خوشي كړي او د خبريالانو د كار مخې ته خنډونه جوړ نكړي خو د خبريالانو د دي غوښتني د نه منل كيدو سربيره د ژورنالستانو ژوند ورځ تر ورځي له جدي خطرونو سره مخ او مخامخ كيږي .

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery