مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2007-04-07   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

کندهار:د اپريل ۷ دروغتيا نړيواله ورځ ونمانځل سوه

ولي شا طبيب

داپريل اوومه چه دحمل د۱۸ سره برابره وه د عامي روغتيا درياست اودکندهاردطبي ډاکترانو دټولني لخوا دمراسمو په ترځ کي ونمانځل سوه ، دسږکال لپاره دروغتيا نړيوال شعار (په روغتيا  يې ولګوئ ،يوه ښه راتلونکې جوړه کړئ ) ټاکل سويدی .

مراسم دقران عظيم الشان د څومبارکو اياتونو په طلاوت سره پيل شول ، دعامي روغتيا ريس ډاکتر عبدالقيوم پخلا دخپلي وینا په ترځ کي دروغتيا اوسنی  حالت بيان کړ او دنورسمون په هکله يي داړوندو اورګانونو اوخصوصي سکتور دهمکاري هيله وکړه . ډاکترعبدالجبار دکندهار دطبي ډاکترانو دټولني ريس د روغتيا پراهمیت وږغيد اوهيله يي ښکاره کړه چه هغه ډاکتران اونرسان چه په وروستيو ورځو کي يرغمل سوي دي ژرترژره راخوشي سي او روغتيايي کارکوونکي دسياست قرباني نه سي ځکه چه روغتيايي کارکوونکي دميندو،ماشومانو او دټولني دغړو خدمت بيله کوم تبعيض اوتوپيره شپه اوورځ ترسره کوي . ډاکتررحمت الله دنړيوالي روغتيا دموسسی دحوزوي مشرپیغام برخوالو ته واوراوه ،ډاکترشاه ولي پوپل ديونيسف کارکوونکي دسيمي او نړۍ په سطحه دروغتيا په وړاندي دګواښونو يادونه وکړه ، ډاکتر اسدالله ترين دکندهار پوهنتون سرپرست دروغتيا دکارکوونکو دعلمي سطحي دلوړولو پراړتياوو وږغيد اوهمدارنګه يي هيله ښکاره کړه چي ډاکتران اونرسان  دطبابت اخلاقو په نظرکي نيولو سره دناروغانو اودهغوی ددوستانو سره راسه درسه وکړي ، وروسته ډاکتر فرشته باور دميندوپرروغتيايي حالت روڼا واچوله ، ډاکتر کبير د AHDS دموسسي مسول دنوموړي موسسي دکلينکونو دخدماتو په اړوند برخوالو ته معلومات وړاندي کړل ، ښاغلي رحم الدين  اغا ددرملود واردوونکي اتحاديي مشر دباکيغيته درملو په راوړلو کي داتحاديي تياری څرګندکړ .

مراسم ددعايي په لوستلو سره پاي ته ورسيدل او برخه والو په هغه غرمني ميلمستيا کي برخه واخيستله کوم چه دالحاج محمدسعيد داحمد لميټډ مشرلخوا برابروه سوي وه ګډون وکړ .

 

 

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery