سړى نه پوهېږي چي په نوره دنيا كي به هم كله داسي له عقل او فكره ليري اوازې لوېږي كه يا؟ خو افغانستان او پاكستان هغه هيوادونه دي چي د څو كالو په ترڅ كي حتماً يوه حيرانوونكې اوازه پكښي لوېږي.
تېره ورځ په افغانستان او پاكستان كي اوازه سوه چي بايد نابلده نمبر ته جواب ورنكړل سي!
يو چا راته ويل همدا اوس له پېښور څخه ټلېفون راغئ چي ۳ كسه يې وژلي دي.
د علت پوښتنه مي ځني وكړه، ويل نوى وايرس راغلى دى، هغه دا چي له نابلده نمبره زنګ راځي كه څوك جواب وركړي پر هغه ځاى يې له خولې او پزي ويني راځي او پاى يې مرګ دى.
فريدون اڅكزى يو له هغو كسانو څخه دى چي دغه كار له امكانه ليري نه ګڼي:
(( زه خپله دغه اوازه نه سم ردولاى، ځكه ساينس او ټكنالوژۍ داسي حيرانوونكي كارونه وكړه، چي څو كاله ها خواته يې چا تصور هم نسواى كولاى.
كه چا۳۰۰ كاله دمخه د احمدشا بابا په وخت كي ويلي واى چي يو وخت به خلك دې ته اړ نه وي چي هندوستان پر آسونو ولاړ سي، بلكي داسي شيان به پيدا سي لكه مرغان په هوا كي به ځي او د مياشتو سفر به ساعتونو ته را لنډ كړي، شايد خلكو د ليوني ګومان پر كړى واى، خو اوس موږ دا هرڅه په سترګو وينو)).
خو انجينر محمد قاسم زهيري دا هسي يوه ډنډوره ګڼي:
((په غالب ګومان د ۱۳۷۲ لمريز كال دوبى به وو، چي په كندهار كي دې ته ورته اوازه خپره سوه، خلكو به ويل په مېوو (خټكي، هندواڼې، انګور او ........) كي زهرجن ميكروب وده كړې ده، كه يې چا څكه وكړه وژني يې. او دا مي هم واورېده چي په هرات دروازه كي يو چا خټكى خوړلى و پر هغه ځاى مړ سو، خو كله چي هرات دروازې ورغلم، راته ويل يې هغه په حضرت جي بابا كي وو، هلته چي ورغلم ويل دا خو په ښكارپور بازار كي پېښه سوې وه، خو ښكارپور بازار هغه ځاى و چي زه د معلومات دپاره ځني روان سوى وم)).
نويد عطار هغه ځوان دى چي دغه اوازه كاملاً درواغ او له حقيقته ليري ګڼي او وايي چي دا يوه لويه سياسي دسيسه ده:
((زه له ډېر كوچني والي څخه هغه وصيت نامې وينم چي وايي په مدينه منوره كي پلاني شېخ ته د اسلام پېغمبر حضرت محمد (ص) په خوب كي وويل قيامت رانيژدې دى،زما امت ته ووايه توبې وكاږئ ځكه تېره مياشت ۶۵۰۰۰ مسلمانان بې ايمانه تر دنيا تېر سوي دي.
او تر وصيت نامې لاندي يې كښلي وي، چي كه څوك دغه وصيت نامه ووايي بايد پنځوس نوري چاپ او ووېشي، كه داسي ونكړي نو ډېر بد تاوان به ورورسېږي)).
ښاغلى عطار زياتوي چي يو وخت يې په دې اړه له يوه ديني عالم څخه پوښتنه وكړه، هغه ورته ويل چي دا د مسلمانانو په وړاندي د كفارو يوه دسيسه ده، ځكه مسلمانان د خپلي اسلامي وجيبې په خاطر لمونځونه او د خداى عبادت كوي چي جنت په وګټي، خو كه د ۶۵۰۰۰بې ايمانه كسانو خبره واوري، مايوسه كېږي او د خداى (ج) او د رسول (ص) لاره پرېږدې او وايي چي هغه دنيا خو مو ولاړه راسه د دغې دنيا عيش او نوش خو وكړه)).
د كندهار د اتفاق د فټبال كلب لوبغاړى محمدنبي نيازى په دې اړه خپلي خاطره داسي راسره شريكوي:
((د طالبانو د واكمنۍ پر مهال اوازه سوه چي په هرات كي د خواجه عبدالله انصاري (رح) په زيارت كي ۱۲۵ كيلو لړم پيدا سوى دى، چي اوس يې په قفس كي كندهار ته راوړي.
يوه ورځ مي په سټډيوم كي له ملګرو سره تمرين كاوه، په ډلو _ ډلو خلك راتلل او پوښتنه يې كول چي هغه ۱۲۵ كيلو لړم څخه وخت ښكاره كوي؟
بل وخت مي بيا واورېده چي له نساجي فابريكې سره په يو كور كي له موره داسي ماشوم پيدا سو، چي له زېږېدو سره سم يې خبري وكړې او خلكو ته يې د قيامت د راتګ خبر وركړ، عجيبه خو دا وه چي ماشوم ږيره هم درلوده، خو نه هغه ماشوم چا وليدئ او نه هم ۱۲۵ كيلو لړم ښكاره سو)).
د كندهار پوهنتون د طب پوهنځي محصيل وليداحمد عمري د مبايل د وايرس خبره د طب له نظره داسي څېړي:
((زما په نظر داهسي يوه اوازه ده، چي كېداى سي تر شا يې ځيني پټ لاسونه موجود وي. خو كه واقعاً داسي يوه پېښه رامنځته سوى وي، هم يې تصادف ګڼم، ځكه د صوت يا اواز د لاري د وايرس انتقال بېخي ناممكنه خبره ده.
كه مو دليل دا وي چي له نابلده نمبر سره د خبرو پر وخت څوك له يوه وېروونكي او هيجاني ږغ سره مخ كېږي، چي هغه ږغ پر غوږونو او دماغ بد لګېږي او له دې امله خبري كوونكى مري، هم له واقعيت څخه ليري خبره ده، ځكه د ټلېفون ږغ چي هرڅونه لوړ سي بيا هم كمزورى دى، ځكه لوډ سپېكر يې كوچنى دى او د دغسي يوه آواز د راوتلو پروخت تر هرڅه دمخه د مبايل لوډ سپيكر سوځي.
نو زما په نظر كه چيري دغسي يوه اوازه لوېدلې واى چي وايرس پر انسانانو نه بلكي پر ټلېفون اغېزه كوي، ټلېفون سوځي لا به مو منلې واى.
دا لكه يو وخت چي په پاكستان كي خلكو ويل آخره زمانه سوه قران شريفونو ورېښتان كړي دي، چي كور ته ولاړم قران شريف مي راواخيست رښتيا هم ورېښتان پكښې وه، خو قران شريف ورېښتان خپله نه وه پيدا كړي، بلكي څوك چي مطالعه كوي حتماٌ يې د سر، ږيري، برېتونو يا ورځو او باڼوګانو ورېښتان تويېږي)).
د افغانستان د كورنيو چارو وزارت وياند زمرى بشيري هم دغه ګنګوسې ردوي، نوموړي د وري پر ۲۷مه په يوه خبري غونډه كي د دې اوازو تر شا سياسي لاسونه ښكېل وګڼل، د ده په وينا د افغانستان دښمنان غواړي په دې ډول له واقعيتونو څخه د خلكو پام بلي خواته واړوي.