بست فرهنګي ټولنه - هلمند
نن د شنبې ورځ چي د ۱۳۸۶ لېږديز لمريز كال د غوايې د مياشتي لومړۍ نيټې سره برابره ده په هلمند كي د بست فرهنګي ټولني د غړيو لخوا يوه بېړنۍ غونډه وسوه .
پدې غونډه كي د لوی څارنوال عبدالجبار ثابت او طلوع تلوېزيون تر منځ پيښي ستونزي و جاجول سوې او يو پرېكړه ليك په لاندي موادو مشتمل سو.
۱- ښه به وه چي د لوئ څارنوال صاحب او طلوع تلوېزيون د مشر تر منځ ستونزه په خبرو هواره سوي .
۲- د طلوع تلوېزيون رهبري غړي بايد پخپله تګلاره كي د سره غور وكړي .
۳- موږ تر هر څه دمخه د اسلامي اصولو او فرهنګي حدودود ساتلو ته ژمن يو
۴- موږ د فساد په وركولو كي د لوئ څارنوال سره همږغي يو ترڅو اسلامي او فرهنګي عزت مو پر ځاى وى .
په درنښت
د بګړۍ مجلې او بست فرهنګي ټولني اداره