ممكن دا به هر لوستونكى راسره ومني
چي افغاني ستعدادونه كه ښه او سالم وروزل سي، نو په نړۍ كي به تر سيالانو په هيڅ صورت پاته نسي او دا يو حقيقت
دى.
څو ورځي وړاندي د ګاونډي هيواد پاكستان د بلوچستان ايالت په سطحه د ماسټر بلوچستان په نامه د زېبايي
اندام (بدني ښكلا) سيالۍ تر سره سوې، چي په دغو سياليو كي يوه افغان ځوان لومړى مقام خپل كړ او په نره توره يې د
پاكستاني ورزشكارانو له منځه د لومړي مقام كپ خپل پلرني ټاټوبي كندهار ته راووړ.
دا ښاغلى حافظ عبدالبا
ي دى، چي له نن څخه شاوخوا شپږويشت كاله دمخه د كندهار ښار د څلورمي ناحيې په يوه دينداره او منوره كورنۍ كي
زېږېدلى دى.
عبدالباقي وايي كله چي را لوى سو، پلار يې د ديني زدكړو په موخه په مسجد كي شاګرد كړ، په څو
كلونو كي يې ښه ډېر ديني كتابونه ولوستل، وروسته يې د قران مجيد حفظ ته مخه كړه او په لږه موده كي يې د قران مجيد
حفظ پاى ته ورساوه، ورپسې يې عصري زدكړي هم وكړې، خو د اقتصادي او يو لړ شخصي ستونزو له امله يې د زدكړو لړۍ نيم
ګړې پاته سوه.
دا چي ورزش ته يې څنګه مخ كړ؟ په دې اړه ښاغلى عبدالباقي داسي وايي:
((له نن څخه پنځه كاله
دمخه په كندهار كي له يوه ملګري سره د زېبايي اندام كلب ته ولاړم، هلته مي ځوانان وليدل چي په ډېره مينه او شوق
سره په ورزش اخته وه. يودم زما هم لېونۍ مينه ورسره پيدا سوه او هوډ مي وكړ چي زه هم بايد ورزش ته مخه كړم، سم
دستي مي خپل هوډ ته عملي بڼه وركړه او د دوو كالو په اوږدو كي د استادۍ تر پولي ورسېدم، چي ورسره سم مي ځانګړى
ورزشي كلب پرانيستى او اوس مي په كلب كې ښه ډېر ځوانان په ورزش بوخت دي)).
حافظ عبدالباقي شاوخوا يوه ميا
ت دمخه د ګاونډي هيواد پاكستان بلوچستان ايالت ته د يوه شخصي كار په موخه سفر وكړ او تر څنګ يې د زېبايي اندام
په يوه كلب كي داخله واخيسته.
د ده په وينا د كلب استاد يې د بدن ستاينه وكړه او د خپل كلب په استازيتوب يې د
ماسټر بلوچستان په سياليو كي ګډون ته كانديد كړ.
نوموړى د سيالۍ د ورځي كيسه داسي كوي:
((د سياليو ورځ چي
راورسېده هلته مي د بلوچستان او پاكستان د نورو ايالتونو ورزشكاران وليدل، چي په ډېر غرور او تكبر سره د سټېج
پر مخ راښكاره سول، ما فكر وكړ چي خداى (ج) خبر اتلولي به مي په برخه كېږي، خو كله چي سيالۍ پيل سوې، نتيجه زما په
ګټه سوه او د ماسټر بلوچستان اتلولي مي په برخه سوه)).
حافظ وايې هغه ګړى به يې هيڅكله هېر نسي چي د ماسټر
بلوچستان اتل ونومول سو او د پاكستانيانو له منځه يې د يوه افغان په توګه لومړى مقام په برخه سو.
دى وايي هوډ
يې كړى چي په دغه رشته كي به نور زيار هم باسي، چي نړيوالو سياليو ته لاره پيدا كړي.
د حافظ عبدالباقي ب
ياليتوب دي د ده كورنۍ او ټولو افغانانو ته مبارك وي، په دې هيله چي د هيواد هر بچى مو د ګران حافظ په څېر خپلو
سيالانو ته ماته وركړي او د ژوندانه په هر اړخ كې يې برى په برخه سي.