مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2007-06-08   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

امريکا: له نيوجرسي څخه د افغان لوبډلودتورنمنټ راپور

رحمت الله غورځنګ - نوی يارک

رحمت الله غورځنګ - نيويارک

لومړی خپل تاوده سلامونه او نېکي هې ي وټو وهېوادوا وته په هېواد کي دننه او له هېوادڅخه د باندې په ېره مېنه وړاندي کوم .ګرانو لېدونکو اولوستونکو لکه څنګه چې مېډيا دخلکو لپاره دمالوماتو لاسته اوړلو ېره لویه وسېله ده هم داسې زم وږ دېر هېواد وال نن سبا د راډ یو ،اخبار،او تلویزون تر څنګ دنورو ما لوماتوسره سره خپل د خوښي مالوما ت له انټرنيټ څخه هم لاسته راوړي . ځکه مو کوښښ وکړ چي د بېنواويبپاڼي له اري تاسو په امريکا کي د اوسيدونکو افغانانود وروستيو انځوريز راپور وړاندي کړو.

د ۲۰۰۷م کال د فټبال تورنمینټ چي د نیو جرسي د ویترن میموریل پارک ځای ونیو.

ودې تورنمينټ ته د امریکا د متحده ایالاتو د بیلابیلو ایالاتونو څخه را غلیو د فټبال ټیم ونوډيري په زړه پوري لوبي وکړې .

دا لوبي د جمعې په ورځ د ۲۰۰۷م کال د مۍ دمیاشتی بر ۲۵ تمه نېټه پر ۲ نیمو بجو پیل او د دوشنبې په ورځ پای ته و سیده چي پکښي دغو  لسو د فټبال ټیمونو برخه اخیستې وه :          

د سنفرانسیسکو دکالفورنیا ایالت څخه د افغان پرېمیر فتبال ټیم .ویرجنیا ایالت څخه ۴ تیم ونو( اینده ،کیکرز،افغان یو نایټيډ او خر اسان فټبال ټیمونو برخه اخیستې وه، د نیو جرسي دا یالت نه چي پخپله د تورنمینت دلوبو کوربه و دغو ۳یو تیمونو(میوند،پامیر او اریانا)برخه اخیستې وه.دنیویارک نه بریښنا فټبال تیم او یو فټبال ټیم له ات انتا څخه وو.

دغه لوبي ۴ ورځي رواني وې او په هره ورځ کي یې له ۴ څخه  تر ۵ لوبوته ځای ور کړی و پداسي حال کي چي یو ټیم په یوه ورځ کي د بل ټیم به مقابل کي دوه یا درې ځله هم لوبه کوله چي په ریشتیا ډېره انرجي غواړي.

را به شو د دوشنبې یا د لوبو اخیرې ورځي ته،  لومړۍ لوبه د سهار لخوا د افغان پرېمیر او پامیر فټبال ټیمونو تر منځ د ۵ پر ۲ دسنفرانسیسکو(کا یفورنیا)په ګټه پای ته ورسیده او د غرمې د ۲بجو پر مهال د ویرجینیا دافغان یونایټیډ اودنیویارک دبرېښنا فټبال ټیمونو تر منځ لوبه د۵ دصفر به مقابل کي د برېښنا د تکړه ټيم په بریالیتوب سره پای ته ورسیده چي دهر ګول به ورکولود تماشاچانو داحساساتو په څرګندولو او ګرمو چکچکو بدرګه کول .

ورپسې د کراتې نندا ې هم دډیروتماشا چانو پام ځانته واړاوه چي تاسو یې دلته صرف څو نمونې لیدلی شئ (هغه ځکه چي دافغان امی یکن سپورت ایسوسیشن له خوا دنه نشر امر شوی تا سو کولی شی چي د پوره لوبو او دهغې داخیري ورځي کانسرت د اریانا دتلویزون ه لاري ووينئ )  د بامیانو دولایت څخه یوه وړوکې افغانه خور بصیله جاني چي دزړه د علاج لپاره د امرکا د متحده ایالاتو اوسیدونکو افغانانو لخوا سپانسر شوې وه  دافغانستان ملي سرود په پشتو ژبه واوراوه چي د ټولو نندارچيانو له خوا يې ستاينه وسوه .

ور پسې فاینل لوبه د نیویارک د برېښنا او د کالیفورنیا دافغان پریمیر تیمونو تر منځ ډیره په زړه پوري او زوره وره لوبه وشوه چي په پای کي د دوه(۲) پر یوه(۱)  دکالیفورنیا دافغان پریمیر فټبال ټیم په بریالیتوب سره پای ته ورسیده .

دکانسرت دبیل پرمهال لومړی د لوبو دکپ او مډالونو ویشلو دمراسمو لپاره په واشنګټن کي د افغانستان سفيرښاغلی سید تیب جواد ته بلنه ورکړه سوه  تر څو دکپونو اومډالونو ویشلوکي برخه واخلي چي دافغان پریمیر فټبال ټیم (کالیفورنیا) دلومړي مقام ،دنیویارک څخه دبریښنافټبال تیم دوهم او دنیو جرسي دبامیرفټبال ټیم د دریم مقام تر لاسه کولو سره بریالي شول او ور پسې د بیات دبیا ودانولوخيريه ټولني مشر  ښاغلي اح سان الله بیات څخه مننه وسوه او ددوی کار اوخدمت یې وستایه او دوی ته بلنه ورکړه تر سو د فټبال د ګتونکو ټیمونو ولوبغاړو ته ددوی په لاس کپونه او مډالونه ورکړي اوور پسې ښاغلي احسان الله بیات هم د دوی د کار اوبیساری خدمت چي دافغانستان دبې وزلو او بیچاره و سره کړی او کوي به یې دمډا   په ورکو و دتماشاچانو په چکچکو بدرګه

ديادوني وړده چي دکانسرت پیل داستاد اولمیر په غزل (د هیواد ترانه) وسو . په نوموړي کانسرت کي د دوه ونورو سندرغاړوتر څنګ ښاغلی نعیم پوپل هم برخه اخیستې وه . 

 

 

 

 

 

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery