مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2007-06-11   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

د مالمو په ښار کې د مور ورځ ولمانځل شوه

هيواد شېرزاد - مالمو


د جون دمياشتې په ۸ نېټه د سويډن د مالموپه ښارکې دافغانانو دعلمي او فرهنگي مرکز لخوا د مور د ورځې په وياړ درنه غونډه جوړه شوې وه .
غونډه د يوې افغاني پېغلې زهل صافي لخوا پرمخ بېول کېده.
د غونډې په پيل کې په سويډن کې د افغانانو د علمي او فرهنګي مرکز د مشرتابه جرګې په استازيتوب د ټولنې مشر حبيب الله غمخور لخوا د غونډې برخه والو ته د موردورځې په مناسبت دټولنې دمش تابه جرگې د مبارکۍ پيغام وړاندې شو او ددې ورځې پر تاريخچه  يې برخه والوته رڼا واچول . ويې ويل زموږ په هيوادکې دسترو پوهانو موجوديت  ترډېره بريده دمور اوبيا د پلاردځانگړې پاملرنې اوهڅونې برکت دی . زموږپه هيوادکې ډېرو پخوانيو پوهانوپوهنتون ندی ويلی ولې دهغوی عملي ميراث دهغوترسويې ډېرلوړاو اوچت دی کوم چې پوهنتون يې ويلی  چې دبېلگې په توگه  ابوريحان البيروني  رحمان بابا، خوشحال خان خټک ، رښتين صاحب ، خادم صاحب ،الفت  صاحب ،حافظ صاحب  اودا سې  نورې ملي اوعلمي وتلوڅېرې يادولای شو.
ښاغلي غمخور وويل : زموږدهيوادپه تاريخ کې دموردورځې په مناسبت دشانداره غونډوجوړولواوددې ورځې لمانځل اوږد تاريخ نلري ، خوله نېکه مرغه دڅولسېزوراپدې خوا ددې ورځې په وياړاودرناوي  درنې غونډې جوړيږي . که دبشري ټولنوتاريخ ته نظ واچووداسې ولس به ونه موندل شي چې ترنوروانسانانومورته دقدرپه سترگه ونه گوري . مورهغه سترموجود دی چې حتا ح يوانان هم خپلې مورته دقدرپه سترگه گوري اودهغې څخه ملاتړکوي . ځکه نوهرکال دنړۍ په ټولوهيوادوکې يوه ورځ دمو دورځې په نامه نومول شوې اوپدې ورځ دهغې د هغو زحمتونواوتلاښونو قدرداني کيږي کوم چې مور يې د خپل ماشوم د تربيې اوروزلو په لارکې ګالي .
نوموړي پخپلو خبروکې زياته کړه، د موردورځې لمانځل زموږ په هيواد کې دڅو لسيزو راپدې خوا هرکال تر ۱۹۹۲پورې دجوزاپه ۲۴دوام درلود،متاسفانه کله چې تنظيموته واک ته ورسېدل بياتر ۲۰۰۱ کال پورې ددې ورځې لمانځل هم  هېراومنع شول او هيچا دښځې دحق او آزادۍ خبره پرخوله هم نشوه راوړای . ددغې ورځې لمانځنه له هغې ومړۍ ورځې بيا تر ننه پورې تشريفاتي بڼه درلوده .کله چې به هغه وخت هم چارواکو دښځو دحقوقواوهغوی ته په ټولنيز ژوند کې دفعال او نارينه سره دبرابر گډون خبرې کولې ښځينه اورېدونکي به حيرانې پاتې وې چې نن دا چارواکي څه وايي او په عمل کې څه کوي. ددې ټولو ناخوالوسره بيا هم ددې ورځې لمانځنه يومثبت اوگټورگام وځکه پدې ورځ دهغې دروا حق خب ه .
د۲۰۰۱ کال راپدې خوا چې دپرديو په مرسته په افغانستان کې دطالبانودرژيم نسکوراو ښاغلي کرزي ته دولتي واک سپارل شوی دښځودحق خبرې راپورته شوې اوداسې ښودل کيږي چې گواکې ښځوته حق ورکړه شوی اوياورکول کيږي . مگر م تاسفانه همدااوس هم زموږ دهيواد دپوره نيمايي يعنې ښځو او نړيوالې ټولنې دغولونې لپاره هرچېرې او هره ورځ دښځو دحقوقوددفاع ، هغوی ته دهيواد په سياسي ،اقتصادي ،اجتماعي او فرهنگي ژوند کې دفعال گډون  تبليغات هرې خواخپاره دي .
حقيقت خو دادی چې  تراوسه لاهم دبهرنيوځواکونواونړيوالوسازمانوپه شتون کې دښځوحقه حقوق په يوه اوبل نامه ترپښو لاندې کيږي ،هغوی ته دلازم انساني اواسلامي حق اوازاديوورکولولپاره هغه اړين کارونه چې په هيواد کې يې موراوپېغله دمنځنيو پېړيو او جنگسالارو دوحشي منگولو څخه خلاصه کړې وای کوم مثبت گامونه ندي پو ته شوي .يوازې په پارلمان کې په نمايشي بڼه ښځو ته دونډې ورکول دهيواد دنيم نفوس ( ښځينه اتباعو) درد نشي دواکو ای .
هغه همدا شان زموږ د هيواد په اوسنيو شرايطو کې د ميندو د اقتصادي، سياسي او ټولنيزو ستوزمنو شرايطو او هغو کړاوونو په هکله مفصل خبرې وکړې کوم چې همدااوس هغوی ورسره لاس په گرېوان دي .
دخپلوخبروپه پای کې هغه ه ځوانانونه وغوښتل چې تل دموراپلار احترام ولري  اوهغوی ته په احترام لرلوسره خپل ملي منل شوي عالي دودونه ژوندي وساتي اوپه ځانگړې توگه دمورنۍ ژبې  زده کړې اودهغې پياوړتياته په بهرکې دعلمي اوتخنيکي ام کاناتونه په پراخه استفادې سره نه ستړي کېدونکې تلاښ وکړي ، ښاغلي غمخور وويل: ارزو مې داده چې زموږ هريوافغان زلمی خادم ، بېنوا، الفت اونورو وياړلوعلمي اوتاريخي شخصيتونوغوندې شي . هغه ولس چې دخپلې ژبې ،کلتوراوووطن س ه مينه ونلري هغه مري .  هيله مې داده چې موږ خپله دځان ورکېدوته مټې راونه نغاړو.
د غونډې په دوهمه برخه کې څو تنو افغاني پېغلو د مور د مقام په هکله خپل شعرونه ولوستل چې د غونډې د برخه والو لخوا په ګرمو چکچکو بدرګه کېدل . 
د غونډې په وروستۍ برخه کې  په مالمو کې د پېژندل شویو سندرغاړوامان الله اميري اوجواد جان لخوا په زړه پورې کنسرټ ورکړل شو. دکنسرت په بېلا بېلو برخو کې دافغاني زلمو او پېغلو لخوا ملي اتڼونه وشول ، چې دغونډې دبرخه والو لخوا په زياتو ولولو او چکچکو بدرگه کېدل .
غونډه په هيوادکې دهمېشنۍ سولې دټينگښت اودمورمقام  ته رښتیاني احترام اودرناوي  په هيله پای ته ورسېده .

 


 

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery